تازه خبرونه

کورنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له راغلي پلاوي سره وکتل

د کورنيو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پرمختګ، د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې پر همکاریو، د اقتصادي ثبات پر پیاوړتیا، خصوصي سکټور ته د شته محدودیتونو لرې کولو پر لارو چارو او د ملګرو ملتونو له لوري د بشري همکاریو پر موثریت بحث او خبرې وشوې.

Published

on

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې میرمن روزمري دي‌کارلو پر مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل.

د کورنيو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پرمختګ، د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې پر همکاریو، د اقتصادي ثبات پر پیاوړتیا، خصوصي سکټور ته د شته محدودیتونو لرې کولو پر لارو چارو او د ملګرو ملتونو له لوري د بشري همکاریو پر موثریت بحث او خبرې وشوې.

د کورنيو چارو وزير زیاته کړې؛ د نشه‌یي توکو کرکيلې، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او عملي اقدامات ترسره شوي، چې له کبله یې مثبتې پایلې لرلې دي.

همدارنګه د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل او د واقعي شرایطو په رڼا کې د همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وشوې او څرګنده شوې؛ متقابل درناوی او واقعي همکاري کولی شي، چې د باور فضا نوره هم پیاوړې کړي.

د ملګرو ملتونو پلاوي د امنیتي وضعیت او د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې له پرمختګونو ستاینه وکړه او د بشري مرستو د دوام ډاډ یې ورکړ.

ویل کیږي، چې د ملګروملتونو پلاوي د دوامدار تعامل پر ساتلو د ټینګار تر څنګ ویلي؛ د ملګرو ملتونو ټولنې پر نوښت د افغانستان په اړه د دوحې ناستو د درېيم پړاو کاري ګروپونه به خپله راتلونکې ناسته د کابل پر کوربتوب ترسره کړي.

Trending

Exit mobile version