تازه خبرونه
کورنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له راغلي پلاوي سره وکتل
د کورنيو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پرمختګ، د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې پر همکاریو، د اقتصادي ثبات پر پیاوړتیا، خصوصي سکټور ته د شته محدودیتونو لرې کولو پر لارو چارو او د ملګرو ملتونو له لوري د بشري همکاریو پر موثریت بحث او خبرې وشوې.
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې میرمن روزمري ديکارلو پر مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل.
د کورنيو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پرمختګ، د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې پر همکاریو، د اقتصادي ثبات پر پیاوړتیا، خصوصي سکټور ته د شته محدودیتونو لرې کولو پر لارو چارو او د ملګرو ملتونو له لوري د بشري همکاریو پر موثریت بحث او خبرې وشوې.
د کورنيو چارو وزير زیاته کړې؛ د نشهیي توکو کرکيلې، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او عملي اقدامات ترسره شوي، چې له کبله یې مثبتې پایلې لرلې دي.
همدارنګه د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل او د واقعي شرایطو په رڼا کې د همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وشوې او څرګنده شوې؛ متقابل درناوی او واقعي همکاري کولی شي، چې د باور فضا نوره هم پیاوړې کړي.
د ملګرو ملتونو پلاوي د امنیتي وضعیت او د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزې له پرمختګونو ستاینه وکړه او د بشري مرستو د دوام ډاډ یې ورکړ.
ویل کیږي، چې د ملګروملتونو پلاوي د دوامدار تعامل پر ساتلو د ټینګار تر څنګ ویلي؛ د ملګرو ملتونو ټولنې پر نوښت د افغانستان په اړه د دوحې ناستو د درېيم پړاو کاري ګروپونه به خپله راتلونکې ناسته د کابل پر کوربتوب ترسره کړي.
تازه خبرونه
د ترکیې استانبول د افغانستان او پاکستان د نارسمي خبرو کوربه و
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ دا نوښت د دوه ورونو او ګاونډ هېوادونو ترمنځ د متقابلې همغږۍ د پیاوړتیا، د باور د ټینګښت او د سیمې د ثبات او هوساینې د پراختیا لپاره پیل شوې او هیله ده، چې مثبتې پایلې ولري.
د بشري مرستو بنسټ (IHH) ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نارسمي خبرو اترو د بهیر (Track 1.5) دوهیمه غونډه د جون پر اتمه او نهمه د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شوې ده.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ دا نوښت د دوه ورونو او ګاونډ هېوادونو ترمنځ د متقابلې همغږۍ د پیاوړتیا، د باور د ټینګښت او د سیمې د ثبات او هوساینې د پراختیا لپاره پیل شوې او هیله ده، چې مثبتې پایلې ولري.
قطر او ترکیې هم د دغو خبرو اترو په آسانتیا کې ونډه لرلې ده.
د IHH بنسټ ټینګار کړی، چې د ورته غونډو د لړۍ روان ساتل کولی شي د کړکېچونو د کمېدا، د همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.
دا خبرې اترې داسې مهال ترسره شوي، چې د پاکستان د پوځ په وروستیو بریدونو کې د افغانستان د ۳ ولایتونو ۱۳ ملکي وګړي د ماشومانو او یوې ښځې په ګډون وژل شوي شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
پاکستان ته په منسوبو هوايي بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي – ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق د دې ټولنې په ورځنۍ خبري غونډې پر مهال ویلي، په افغانستان کې واکمنو چارواکو د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د څو هوايي بریدونو له ترسره کېدو خبر ورکړی، چې د ملکي وګړو کورونه یې پر نښه کړي دي.
ملګرو ملتونو ویلي؛ پاکستان ته په منسوبو هوايي بریدونو کې د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو د بېلابېلو سیمو لږ تر لږه د ۱۱ ماشومانو، یوې ښځې او یو سپینږیري په ګډون ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق د دې ټولنې په ورځنۍ خبري غونډې پر مهال ویلي، په افغانستان کې واکمنو چارواکو د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د څو هوايي بریدونو له ترسره کېدو خبر ورکړی، چې د ملکي وګړو کورونه یې پر نښه کړي دي.
هغه له ټولو ښکېلو لوریو وغوښتل؛ د بشري نړیوالو قوانینو او بشري حقونو په اړه پخپلو ژمنو ټینګ پاتې شي او ټینګار یې کړی، چې ملکي وګړي او ملکي ودانیز جوړښتونه باید په هر ډول شرایطو کې خوندي وساتل شي.
تازه خبرونه
سلیم ساپی په ټسټ لوبه کې له ځلېدنې وروسته، د هند پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو ته غوره شو
سلیم په لومړي سر کې یوازې د هند پر وړاندې د ټسټ لوبې لپاره غوره شوی و؛ خو د هغه ښې لوبې دې ته لاره هواره کړه، چې یو ورځنۍ لوبډلې ته هم وبلل شي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپاچوونکی محمد سلیم ساپی د هند پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو د لړۍ لپاره لوبډلې ته غوره شو. ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د راتلونکې اوونۍ د شنبې پر ورځ د هند په درمسالا ښار کې پیل شي.
سلیم په لومړي سر کې یوازې د هند پر وړاندې د ټسټ لوبې لپاره غوره شوی و؛ خو د هغه ښې لوبې دې ته لاره هواره کړه، چې یو ورځنۍ لوبډلې ته هم وبلل شي.
نوموړي په ټسټ لوبه کې شپږ لوبغاړي وسوځول او سره له دې، چې د لوبغالي شرایط د چټکو توپاچوونکو پر ګټه نه ول؛ خو په ساعت کې نږدې ۱۴۰ کیلومټره چټکه توپاچونه وکړه.
دغه راز د ESPNcricinfo اوبپاڼې د راپور له مخې؛ د افغانستان مخکښ سپینر راشد خان او تجربهلرونکی آلراونډر محمد نبي په موهالي کې د لوبډلې د وروستۍ روزنې ګډونوال نهول.
د راپور له مخې، تمه ده راشد خان په درمسالا کې له لوبډلې سره یوځای شي؛ خو محمد نبي له ناروغۍ د رغېدا په حال کې دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزونکي ریچارډ پایبَس د محمد سلیم له ټسټ لوبې ستاینه کړې او هغه یې «ځانګړی» بللی دی.
پایبَس ویلي: «هغه په سخته ګرمي او د پیاوړو توپوهونکو پر وړاندې شپږ لوبغاړي وسوځول؛ دا نه یوازې د ده، بلکې د ټولې لوبډلې لپاره ستره لاستهراوړنه ده.»
د افغانستان روزونکي زیاته کړې، د لوبډلې له روزنې وروسته اوس هم د لوبغاړو وړتیاوې او ترکیب ارزوي.
هغه همدارنګه ویلي، چې سلیم پخوا د بدني چمتووالي له ځینو کوچنیو ستونزو سره مخ و او د روزونکي پلاوي له پرلهپې پاملرنې به بې برخې پاتې نهشي.
د یادونې ده، چې د افغانستان او هند ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لړۍ د راتلونکې اوونۍ د شنبې پر ورځ پیلېږي او لوبې به یې د آریانا راډیو ټلوېزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرې شي.
-
تازه خبرونه4 days agoایران روان کال له افغانستان څخه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه ترلاسه کړي – فارس خبري آژانس
-
تازه خبرونه3 days agoله افغانستان څخه د امریکا د وتلو ارزونه مخ پر بشپړېدو ده – هګسټ
-
سوداگري3 days agoد افغانستان سوداګریز بانکونه د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د پروژې مالي لګښت برابروي
-
تازه خبرونه3 days agoپه ریاض کې د افغانستان سفارت چارسمبالي د خلیج همکارۍ شورا له سرمنشي سره ولیدل
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما په هرات کې د ښځو د نیولو او توقیف په اړه اندېښنه څرګنده کړه
-
تحول5 days agoتحول: افغانستان ته د مرستو د لېږد پر بهیر د منځني ختیځ د کړکېچ اغېز
-
تازه خبرونه4 days agoاروپايي ټولنې « نیکولای بیلومو» د افغانستان لپاره خپل نوي شارژډافیر ټاکلی
-
لوبی3 days agoهند په ټسټ کرکټ کې افغانستان ته ماتې ورکړه
