تازه خبرونه

ګاونډ هېوادونو ته لېږدول شوې چورلکې به د نظام مخالفانو ته ونه‌سپارل شي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۶, ۱۴۰۱)

اسلامي امارت په ډاګه کړې، چې د جمهوريت له نسکوریدو سره ازبکستان او تاجکستان ته لیږدول شوې چورلکې به هیڅکله هم د نظام مخالفانو ته ونه‌سپارل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: هغه چورلکې، چې د جمهوريت له ړنګیدو وروسته تاجکستان او ازبکستان ته لیږدول شوې دي؛ هیڅکله به د نظام د مخالفانو لاس ته ونه ولویږي، چې ناوړه استفاده ترې وکړي.

د اسلامي امارت ویاند وایي؛ له ازبکستان او تاجکستان سره خبرې روانې دي چې دا الوتکې بیرته افغانستان ته راولېږدول شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه وایي: هغه چورلکې او ځینې الوتکې، چې له افغانستان څخه بهر دي؛ د افغانستان د خلکو ملکیت دی او ان شاالله دا رامنځته شوې ستونزه به اواره شي. مونږ هغو هېوادونو ته خپلې غوښتنې څرګندې کړي، چې باید افغانانو ته بېرته ورکړ شي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: دا ممکنه نده، چې له دغو چورلکو څخه ناوړه ګټه پورته شي او یا هم د دښمنانو لاس ته ورشي او په دغو هېوادونو کې د ځینو قانوني مسایلو له اواري سره ښايي دغه چورلکې بیا افغانستان ته انتقال شي.

یو شمېر پوځي کارپوهان هم وايي، چې دا الوتکې د افغانانو دی او باید بېرته افغانستان ته وسپارل شي.

سیاسي شنونکي محمد بشار ویلي: دا چورلکې د افغانستان ملکیت دی او باید ژر تر ژره دا موضوع حل شي او د افغانستان اسلامي امارت ته وسپارل شي.

د یو لړ څرګندونو له مخې: افغانستان د تېر حکومت له نسکورېدو مخکې له ۱۶۴ ډېرې پوځي الوتکې درلودې. که څه هم تر اوسه څرګنده نده، چې څومره دغه الوتکې له افغانستان څخه ایستل شوي؛ خو راپورونه وايي، چې د تېر حکومت د نسکورېدو پر وخت  له ۴۰ ډېرې پوځي الوتکې د افغانستان شمالي ګاونډ هېوادونو ته لېږدول شوې دي.

له دې مخکې د امریکايي ځواکونو مرکزي قومندانۍ یا سنتکام ویلي وه؛ له افغانستان څخه تاجکستان او ازبکستان ته لېږدول شوې پوځي الوتکې د افغانستان اوسني حکومت ته نه ورکوي او د امریکا متحده ایالات د تاجکستان له حکومت سره د دې الوتکو د ساتنې  او ښې استفادې لپاره کار کوي.

Trending

Exit mobile version