Connect with us

تازه خبرونه

ګوټرش د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته، د ملکـي وګــړو د خـوندیتـوب غـوښتنـه وکــړه

اسلامي امارت دغه بریدونه د افغانستان له هوايي حریم سرغړونه، «جنایت» او «بزدلانه اقدام» بللي او غندلي یې دي.

خپور شوی

د

 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د پاکستاني پوځي رژیم له هغو هوايي بریدونو وروسته، چې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو یې لسګونو عامو وګړو ته مرګ‌ او ژوبله واړوله؛ د تاوتریخوالي د سمدستي درېدا او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ د ګوټرش د څرګندونو له مخې ویلي، چې ټول ښکېل لوري باید د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي او په هر ډول شرایطو کې د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو ساتنه وکړي.

د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي «شهیدان» شوي او څه باندې ۱۶۰ نور ټپیان دي. په قربانیانو کې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري شامل ول، چې د برید پر مهال په خپلو کورونو کې ویده ول.

اسلامي امارت دغه بریدونه د افغانستان له هوايي حریم سرغړونه، «جنایت» او «بزدلانه اقدام» بللي او غندلي یې دي.

تازه خبرونه

د افغانستان اقتصادي وده روانه ده؛ خو د کورنیو عواید او د اوبو کمښت د اندېښنې وړ دي– نړیوال بانک

د نړیوال بانک په تازه راپور کې راغلي، چې په روان کال کې د افغانستان سرانه اقتصادي تولید ۳.۳ سلنه کم شوی او دا پرله‌پسې درېیم کال دی، چې سرانه تولید په کې راټیټېږي.

Published

on

 

نړیوال بانک ويلي؛ د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ز.کال کې د کرنیزو حاصلاتو د ښه‌والي له کبله درې سلنه وده وکړي؛ خو د سرانه عوایدو کمښت، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی او د اوبو د کمښت زیاتېدا پر کورنیو فشارونه ډېر کړي دي.

د نړیوال بانک په تازه راپور کې راغلي، چې په روان کال کې د افغانستان سرانه اقتصادي تولید ۳.۳ سلنه کم شوی او دا پرله‌پسې درېیم کال دی، چې سرانه تولید په کې راټیټېږي.

راپور زیاته کړې، چې د کاري فرصتونو کمښت او د خوراکي توکو د بیو لوړوالي د کورنیو د پېر ځواک کم کړی او شاوخوا ۱۵.۹ میلیون افغانان د ۲۰۲۶ز.کال په سپټمبر او اوکټوبر کې د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ ول.

نړیوال بانک همداراز ویلي، چې افغانستان له ۲۰۰۳زږکال راپدېخوا هر کال په منځني ډول شاوخوا ۴.۹ میلیارډ مټرمکعبه د خوږو اوبو زېرمې له لاسه ورکوي او په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو ایستل د دغو زېرمو د طبیعي بیارغېدا له کچې نږدې څلور برابره زیات دي.

د دې بنسټ د اټکل له مخې؛ د افغانستان اقتصادي وده به په ۲۰۲۷ز.کال کې ۳.۳ او په ۲۰۲۸ز.کال کې ۳.۵ سلنې ته ورسېږي؛ خو له دې سره- سره به په ۲۰۲۸ز.کال کې سرانه تولید د ۲۰۲۴ز.کال پر پرتله شاوخوا اووه سلنه ټیټ وي.

د دولتي عوایدو په برخه کې، نړیوال بانک ویلي، چې د افغانستان کورني عواید د ۲۰۲۶ز. کال په لومړۍ نیمایي کې ۱۰.۲ سلنه زیات شوي دي. د کورنیو مالیاتو او غیرمالیاتي عوایدو زیاتوالي د ګمرکي عوایدو کموالی جبران کړی؛ خو له دې سره- سره عامه پانګونه اوس هم ټیټه ده او اټکل کېږي، چې په روان مالي کال کې د دولت پراختیايي لګښتونه د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۱.۳ سلنې ته ورسېږي.

دغه راز له پاکستان سره د لارې د تړل کېدا له کبله اوس د افغانستان شاوخوا ۹۷ سلنه واردات د منځنۍ آسیا او ایران له لارې هېواد ته راوړل کېږي. همداراز د ۲۰۲۶ز. کال له اپریل څخه تر سپټمبر پورې د افغانستان صادرات د تېر کال د همدې وخت پر پرتله ۱۵.۱ سلنه کم شوي دي.

د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې، د اوبو کمښت د کلیوالو سیمو د اوسېدونکو معیشت هم له خطر سره مخ کړی دی. کرنه د هېواد ۴۶ سلنه کاري ځواک په ځان کې ځایوي او په افغانستان کې د اوبو د ټولو ایستلو ۹۵ سلنه برخه دې برخې ته ځانګړې شوې ده.

نړیوال بانک خبرداری ورکړی، چې د کرنیزو حاصلاتو کمښت، د سوداګریزو لارو د لا زیات ګډوډېدا، د افغان کډوالو د پراخې راستنېدنې او د نړیوالو مرستو د کمېدا له کبله رامنځته کېدونکي وضعیت کولی شي د افغانستان اقتصادي لیدلوری کمزوری کړي.

په دې راپور کې د سوداګریزو خوندي لارو جوړول، هغو ولایتونو کې د کاري فرصتونو پراخول، چې ډېر راستنېدونکي کډوال مني او ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او کار د بیا لاسرسي زمینه برابرول، په افغانستان کې د ژوند د کچې د ښه کېدا له لومړیتوبونو بلل شوي دي.

نړیوال بانک د اوبو د سرچینو د مدیریت په برخه کې هم د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د بنسټیزو خدمتونو پر بیا رغولو، د اوبو لګولو د سیسټمونو پر رغونې او د اوبو د زیرمو او ځمکې لاندې اوبو د زېرمو پر ساتنې ټینګار کړی دی.

د« افغانستان پراختیايي وضعیت تازه‌کتنه» راپور د افغانستان د اقتصاد او ټولنې په اړه د نړیوال بانک د دوامداره څېړنیزو، څارنیزو او شننیزو فعالیتونو یوه برخه ده، چې موخه یې د شواهدو پر بنسټ د پالیسۍ جوړونې ملاتړ او نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د اقتصادي بدلونونو په اړه معلومات ورکول دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او آذربایجان سټراټیژیکو مطالعاتو استازو پر کاري همکاریو ټینګار وکړ

د آذربایجان د نړیوالو او څو‌کلتوري اړیکو د تحلیل مرکز د مدیره پلاوي رییس فرید شفی‌یوف د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز له رییس عبدالحی قانت سره په ګډه غونډه کې ویلي، چې په دې ناسته کې به د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د سیمې پر اوسني وضعیت خبرې وشي.

Published

on

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز استازي د لومړي ځل لپاره آذربایجان ته سفر کړی، چې موخه یې د دواړو هېوادونو د کارپوهانو ترمنځ د همکاریو پراختیا او د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا بلل شوې ده.

د آذربایجان د نړیوالو او څو‌کلتوري اړیکو د تحلیل مرکز د مدیره پلاوي رییس فرید شفی‌یوف د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز له رییس عبدالحی قانت سره په ګډه غونډه کې ویلي، چې په دې ناسته کې به د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د سیمې پر اوسني وضعیت خبرې وشي.

دغه غونډه د« د یوریشیا د لېږد او سوداګرۍ د ټرانسپورټي لارو سټراټیژیک پیوستون؛ سیمه‌ییز اتصال او دوامداره پراختیا» تر سرلیک لاندې د دواړو مرکزونو له‌خوا جوړه شوې وه.

شفی‌یوف د سیمې په ځانګړي بڼه د کسپین بحیرې د حوزې پېچلي جیوپولیټیک وضعیت ته په نغوته کې ویلي، چې آذربایجان تل د هېوادونو د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او خپلواکې پرېکړې له حق ملاتړ کړی دی.

هغه د آذربایجان او افغانستان د اړیکو تاریخي ریښو ته نغوته کړی او وایي، چې د درېیمګړو هېوادونو له لیدلوریو څخه د خپلواک اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.

د آذربایجان د نړیوالو او څو‌کلتوري اړیکو د تحلیل مرکز رییس زیاته کړې، چې د دغه مرکز او د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز ترمنځ همکاري کولی شي په راتلونکي کې د پراخو پروژو د پلي کېدا، د کارپوهانو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د نظرونو د تبادلې زمینه برابره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له مزارشریف څخه جده ته د آریانا افغان هوايي شرکت مستقیمې الوتنې پیلېږي

د دغه شرکت د څرګندونو له مخې، د دې هوايي لارې له پرانیستل کېدا سره به د مزارشریف او د شمال زون د ولایتونو اوسېدونکي سعودي عربستان ته د سفر لپاره له ډېرو آسانتیاوو برخمن شي او کولی شي د مزارشریف او جدې ترمنځ په مستقیم ډول تګ راتګ وکړي.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۷, ۱۴۰۵

 

آریانا افغان هوايي شرکت ویلي، د شمال زون اوسېدونکو ته د ټرانسپورټي آسانتیاوو د برابرولو لپاره به له مزارشریف څخه د سعودي عربستان جده ښار ته مستقیمې الوتنې  پیل کړي.

د دغه شرکت د څرګندونو له مخې، د دې هوايي لارې له پرانیستل کېدا سره به د مزارشریف او د شمال زون د ولایتونو اوسېدونکي سعودي عربستان ته د سفر لپاره له ډېرو آسانتیاوو برخمن شي او کولی شي د مزارشریف او جدې ترمنځ په مستقیم ډول تګ راتګ وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!