تازه خبرونه
گاونډ هېوادونه او په ځانگړې توگه ايران د سلما بند په وړاندې گواښ دي
د سلما پروژې د جوړولو كار له ۴۵ كلونو وروسته پېنځه اتيا سلنه بشپړ، دوه توربينونه يې لگول شوي او اوس يې د ډكيدو چارې روانې دي.
په پام كې ده، چې تر راتلونكې كال پورې دا بند ۴۲ ميگاواته برښنا توليد كړي.
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزير علي احمد عثماني د يوه پلاوي په مشرۍ د دغه بند د چارو د كتلو په موخه هرات ته سفر كړى.
هغه وايي، د دې بند د بشپړولو كار نوي سلنه مخ ته تللى او په راتلونكې كال كې به گټې اخيستنې ته وړاندې شي .
هغه ټينگار كوي، چې دا يوه مهمه پروژه ده او د ساتنې په موخه به يې هڅې دوام ولري.
نوموړى وايي، د دې بند په اړه د گاونډ هېوادونو اندېښنې بې ځايه دي؛ ځكه، چې په دې بند كې كورنۍ اوبه زيرمه كيږي.
په همدې وخت كې د سلما بند د ساتنې د كنډك قوماندان سمونوال ولي محمد رشيدي وايي، تراوسه هم گاونډ هېوادونه هڅه كوي، چې دا چارې ټكنۍ كړي.
په هرات كې د هند قونسلگرۍ مسوولين هم ټينگار كوي، چې هندوستان د دې پروژې د بشپړولو په برخه كې خپلو وعدو ته ژمن دى.
كه څه هم د چشت ولسوالې اوسيدونكي، چې دا بند په كې پروت دى د امنيتي ستونزو په اړه اندېښمن دي؛ خو د انرژۍ او اوبو وزير وايي، د اوبو د زيرمه كولو چاره پيل شوې او په پام كې ده، چې په درې توربينونو ۴۲ ميگاواته برښنا توليد كړي.
خبریال: احمدي.