لوبی

یونس خان د اتلانو جام لپاره د ملي لوبډلې سلاکار روزونکی وټاکل شو

د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ د اتلانو جام سیالۍ د روان کال د کب پر لومړۍ / د فبرورۍ پر نولسمه د پاکستان پر کوربتوب پیلیږي، چې د کب تر نولسمې / د مارچ تر نهمې به روانې وي.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پخوانی پیاوړی توپوهونکی او په خپله لوبډلمشرۍ کې د شل اوریز نړیوال جام ګټونکی یونس خان د روان کال اتلانو جام یا چمپینز ټرافي لوبو لپاره د افغان ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي او څارونکي په توګه وټاکل شو.

د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ د اتلانو جام سیالۍ د روان کال د کب پر لومړۍ / د فبرورۍ پر نولسمه د پاکستان پر کوربتوب پیلیږي، چې د کب تر نولسمې / د مارچ تر نهمې به روانې وي.

په دې لړ کې به د افغان اتلانو د لومړي پړاو لوبې د فبرورۍ پر یوویشتمه، شپږویشتمه او اته‌ویشتمه  ترسره شي.

اووه څلوېښت کلن یونس خان په ۱۱۸ ټسټ لوبو کې ۱۰۰۹۹ منډې، په ۲۶۵ یو ورځنیو سیالیو کې ۷۲۴۹ او ۲۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۴۴۲ منډې جوړې کړې دي.

همدا راز نوموړي ۲۲۹ فرسټ کلاس، ۳۵۱ لیسټ اې او ۸۳ شل اوریزې لوبې هم ترسره کړې دي.

یونس خان په یو ورځنیو لوبو کې ځانګړی نوم لري، چې په یاده بڼه کې یې د ۷۲۴۹ منډو ترڅنګ ۷ سلیزې او ۴۸ نیمه سلیزې جوړې کړې دي. دغه ډول نوموړی په ټسټ لوبو کې ۳۴ سلیزې او ۳۳ نیمه سلیزې لري.

یونس خان له دې مخکې په ابوظبي کې د افغان ملي لوبډلې د روزنیزو هڅو پرمهال هم د توپوهنې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې، چې شتون یې ډېر ګټور و.

همدا راز نوموړی د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره د توپوهنې د روزونکي په توګه هم پاتې شوی دی.

د یونس خان په لوبډلمشرۍ کې پاکستان د ۲۰۰۹ز. کال شل اوریز نړیوال جام ګټلی او همدا راز د نوموړي په شتون کې یاد هېواد د ۲۰۱۲ز. کال د آسیا جام لوبو اتلولي هم خپله کړې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي؛ نوموړی به افغان لوبډلې ته په یادو سیالیو کې د پاکستان د اب و هوا، د پیچونو یا ویشتنځایونو د څرنګوالي، د ملي لوبدلې له مشر روزونکي سره د پلان جوړونې او همغږۍ، د لوبغاړو د کارکردګۍ  او په دغه برخه کې د سلاکارۍ، د پلان جوړونې او نورو اړوند برخو مسوولیتونه پر غاړه ولري.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان په دې اړه وایي؛ د خوشحالۍ ځای دی، چې د ملي لوبډلې لپاره مو له یونس خان سره لنډمهاله قرارداد وکړ، هغه له دې مخکې هم له افغان اتلانو سره په اړوند ډګر کې کار کړی، چې په کې د نوموړي شتون ډېر ګټور و.

د خوشالۍ ځای دی، چې آریانا راډیو ټلویزیون درنو هېوادوالو ته د کرکټ نړیوال ۲۰ اوریز لیګ د سیالیو درېیم پړاو پر ژوندۍ او قانوني بڼه خپروي.

د یادونې ده، چې په ټول افغانستان کې د کرکټ مینه‌وال کولی شي د نورو خبرتیاوو او تازه معلوماتو لپاره د آریانا راډیو ټلویزیون ATN تر څنګ زمونږ ټولنیزې رسنۍ هم وڅاري.

Trending

Exit mobile version