تازه خبرونه

یونیسف افغانستان ته د ۱۰۰ ټنو درملو له رسېدو خبر ورکړ

یونیسف د سې‌شنبې پر ورځ (د غبرګولي شپږمه) ناوخته په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې دا درمل د چارټر الوتنو له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ويلي، چې په روانه اوونۍ کې له ۱۰۰ ټنو څخه ډېر ژوند ژغورونکي درمل افغانستان ته رسېدلي دي.

یونیسف د سې‌شنبې پر ورځ (د غبرګولي شپږمه) ناوخته په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې دا درمل د چارټر الوتنو له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د یونیسف د څرګندونو له مخې؛ دا درمل به د ۳۴ ولایتونو ۲ زره ۴۰۰ روغتیايي مرکزونو د بېړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق ويلي، چې دا درمل د نړیوال بانک او ځینو نورو بنسټونو پر مرسته چمتو شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا نړیوالې ټولنې په دې وروستیو کې د مالي ملاتړ د نشتوالي له کبله د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو او د لسګونو روغتیايي مرکزونو د تړلو په اړه راپورونه ورکړي وه.

Trending

Exit mobile version