تازه خبرونه

یونیسف د افغانستان ښوونکیو ته د معاش ورکولو ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۳, ۱۴۰۰)

له هغې وروست، چې نړیوالې ټولنې له اسلامي امارت سره خپلې مرستې ودرولې؛  اوس د یونیسف یا له ماشومانو څخه د ملاتړ ادارې ژمنه کړې، چې د افغانستان ښوونکیو ته په مستقیم ډول معاشونه ورکړي.

په افغانستان کې د یونیسف مشرې ژنټ وګلار په یوه برېښنالیک کې رویټرز ته څرګنده کړې؛ یونیسف یو داسې سیسټم په کارولی، چې ښوونکیو ته د اوسنیو څانګو له لارې پرته له پیسو لیږدولو ښوونکیو ته د تنخاوو ورکړه شونې کړي.

دغه راز ویل شوي؛ د معاشونو د چمتو کولو لپاره به د ټولو دولتي ښوونکیو نوم ليکنه پيل شي.

ویګلار زیاته کړې: په افغانستان کې د نجونو د زدکړې د ملاتړ تر ټولو ښه لاره له  ښوونځیو او ښوونکیو ملاتړ دی. یونیسف له ټولو مرستندویانو غوښتي، چې له زدکړو څخه د افغان ماشومانو د بې برخې کېدو مخه ونیسي.

له هغې وروسته، چې د اګست پر ۱۵ په افغانستان کې اسلامي امارت واک ته ورسېد؛ عامه خدماتونه په ځانګړې توګه د روغتیا او پوهنې په برخو کې د نړیوالې ټولنې د مرستو د درېدو له کبله یو نوي ناورین ته وردننه شول.

ډېري بهرنیو دولتونو افغانستان ته د مرستو لیږل بند کړل؛ خو کرار کرار یې د بشردوستانه مرستو د ټولنو له لارې خپلې ټکنۍ مرستې چمتو کړې. بشردوستانه مرستې عموماً په بیړنیو توکو پورې محدودې وي لکه غنم او کمبل.

په افغانستان کې ځینو ښوونکیو ان کارکوونکیو ته د تېر حکومت د وروستیو میاشتو معاشونه ټکني ورکړ شوي او ورسره د افغانستان د مرکزي بانک میلیاردونه ډالر بودیجه د امریکا پر مشرۍ په بهر کې کنګل شوې ده.

نړیواله ټولنه د نجونو پر زدکړو د بندیزونو د وضعیت په اړه اندېښمنه شوه او د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې لیسې د نجونو پر مخ تړلې دي. په داسې حال کې، چې هلکانو د خپلو زدکړو بهیر روان ساتلی دی.

د اسلامي امارت یوه چارواکي په روانه اوونۍ کې رویټرز ته ویلي: نجونې په یو شمېر ولایتونو کې ، چې ورته زمینه برابره ده ښوونځي ته ځي او په نورو ولایتونو کې به هم نجونې ښوونځيو ته د تلو اجازه ولري.

د پوهنې په وزارت کې د بهرنۍ بودیجې د پروګرام مشر وحیدالله هاشمي ویلي؛ مونږ په ځانګړي توګه له یونیسف او ځینو نورو نړیوالو موسسو سره کار کوو، چې یوې ښې حل لارې ته ورسیږو. مونږ هره ورځ په دې اړه غونډه لرو.

هغه زیاته کړې: مونږ ستونزه لرو؛ ځکه، چې په ښه مالي حالت کې نه یو. مونږ له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو څخه په دې اړه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوو.

د افغانستان مالیې وزارت هم خبر ورکړی، چې ډېر ژر به د پېنځه وزارتونو معاشونه ورکړي، چې د پوهنې وزارت هم په کې شامل دی.

یونيسف د خپلې طرحې د پلي کولو ژمنه په داسې حال کې په ډاګه کړې، چې نړيوالې ټولنې اسلامي امارت  د پيسو پر لېږد بنديز لګولی دی.

Trending

Exit mobile version