تازه خبرونه

یو افغان په امریکا کې د ټاکنو پر ورځ د ترهګریز برید د ترسره کولو پر تور ونیول شو

د امریکا عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ توحیدي او د هغه ملګری، چې یو تنکی ځوان دی غوښتل د فیسبوک له لارې د خپلې کورنۍ شتمنۍ وپلوري. یوې محرمې سرچینې د FBI پر سپارښتنې له دوی سره اړیکه ونیوله، چې وګوري آیا دوی اوس هم د کمپیوټر پلورلو ته اړتیا لري او که نه.

Published

on

د امریکا عدلیې وزارت د سې‌شنبې پر ورځ ( د تلې اووه‌لسمه / د اوکتوبر اتمه ) ویلي، چې یو افغان د امریکا د ټاکنو پر ورځ ( د نومبر پېنځمه ) د هرهګریز برید د ترسره کولو پر تور نیول شوی دی.

دې وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي؛ نصیر احمد توحیدي ۲۷ کلن دی او پلان یې درلود، چې د ټاکنو پر ورځ د داعش تر نامه لاندې ترهګریز برید ترسره کړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ توحیدي د داعش د ملاتړ او پر امریکا د برید د پلان جوړولو پر تور نیول شوی دی. هغه غوښتل، چې د خپلې کورنۍ شتمنۍ وپلوري، د خپلې کورنۍ غړي بهر ته ولېږدوي او د کلاشینکوف وسلو او مهماتو پر مرسته ترهګریز برید ترسره کړي.

د امریکا لوی درستیز جنرال مریک ګارلنډ په دې خبرپاڼه کې ویلي: مونږ به د هغه ګواښ پر وړاندې خپله مبارزه روانه ساتو، چې داعش او ملاتړي یې د امریکا ملي امنیت ته رامنځته کوي.

په دې خبرپاڼه کې د امریکا د څېړنیزې فډرالي ادارې (FBI) د مشر کریسټوفر رې د څرګندونو له مخې ویلي؛ داسې ښکاري، چې تورن زمونږ په هېواد کې د ټاکنو پر ورځ د تاوتریخوالي د رامنځته کولو لپاره پر داعشي انګېزې هڅېدلی وي.

دې امریکايي چارواکي دا هم ویلي، چې د ترهګرۍ له ګواښ سره مبارزه اوس هم د اف بي آی لومړیتوب دی.

دغه راز هغه د امریکا د امنيتي او کشفي افسرانو د کړنو د ستاينې پر مهال وويل، چې د توحيدي پلان مخکې له دې، چې چا ته زيان ورسوي؛ شنډ شو.

د امریکا عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ توحیدي او د هغه ملګری، چې یو تنکی ځوان دی غوښتل د فیسبوک له لارې د خپلې کورنۍ شتمنۍ وپلوري. یوې محرمې سرچینې د FBI پر سپارښتنې له دوی سره اړیکه ونیوله، چې وګوري آیا دوی اوس هم د کمپیوټر پلورلو ته اړتیا لري او که نه.

د FBI دغه سرچینه پوهیږي، چې توحیدي او ملګری یې د یوې نوې دندې لپاره کمپیوټر ته د وسلو د پېر و پلور لپاره اړتیا لري. په پای کې دا اړیکه توحیدي هڅوي، چې د اف‌بي‌آی له محرمې سرچینې سره د اوکلاهوما په یوه لویدیځ کلیوالي ځای کې د وسلو د ازموینې لپاره وګوري.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ توحیدي او له هغه سره مل کم عمره ځوان دوه کلاشینکوفونه، ۱۰ شاجورونه او ۵۰۰ مرمۍ وپېرلې او په دې توګه د وسلو او مهماتو له ترلاسه کولو وروسته توحیدي او ملګری یې ونیول شول.

په ثبت شویو اړیکو کې توحیدي ښکاره ویلي، چې د هغه برید د ټاکنو پر ورځ پلان شوی و.

له نیول کیدو وروسته د پوښتنو ګروېږنو پر مهال هغه تائید کړه، چې د برید موخه یې یوه ګڼه ګوڼه وه او تمه مو دا وه، چې د “شهیدانو” په توګه ساه ورکړي.

توحیدي، چې د داعش پر ملاتړ تورن دی؛ ښايي پر ۲۰ کاله بند او د فډرالي جرمونو یا د تروریزم په کړنو کې د وسلو د ترلاسه کولو لپاره پر ۱۵ کاله اضافي بند محکوم شي.

ویل کیږي د جرمي قضیې د اسنادو له مخې، توحیدي د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر پرنهمه د کډوالۍ پر ځانګړې ویزه امریکا ته راغلی دی.

Trending

Exit mobile version