تازه خبرونه
یو شمېر کړۍ د ایران او افغانستان سرحدي نښتو ته لمن وهي – ایران
د ایران سپاه پاسداران د هوایی ځواکونو قومندان ویلي؛ د افغانستان او ایران ترمنځ د وروستیو سرحدي نښتې تر شا داسې کړۍ کار کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه پراخه جګړه رامنځته کړي.
د سپاه پاسداران هوايي ځواک قومندان اميرعلي حاجي زاده که څه هم د کوم مشخص لوري نوم ياد نهکړ؛ خو څرګندوي؛ دښمنان دې پوه شي، چې د افغانستان او ايران ترمنځ به هیڅ کله جګړه ونهشي.
نوموړي دغه راز د ايران او افغانستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ وروستۍ جګړه يوه وړه او سيمه ييزه ستونزه وبلله، چې د حل وړ وه.
د ايران د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان که څه هم د کوم مشخص لوري يادونه ونهکړه؛ خو په ډاګه کوي؛ دښمنان دې پوه شي، چې د افغانستان او ايران تر منځ به جګړه و نهشي.
امیر علي حاجي زاده همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان او ایران ترمنځ وروستۍ سرحدي شخړه یوه وړه سیمه ییزه ستونزه وه، چې اوس حل شوې او د دواړو هېوادونو چارواکي هڅه کوي، چې په راتلونکي کې له دیپلوماتیکو لارو د دې ډول پېښو مخنیوی وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، چې افغانان د ایران په ګډون له ټولو ګاونډ هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او اجازه به ورنکړي، چې وړې ستونزې د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې به د خبرو او مذاکرې له لارې حل شي.
د کابل او تهران اړیکې له هغې وروسته ترینګلې شوې، چې دوه اوونۍ مخکې د ایران ولسمشر د افغانستان د هلمند په اوبو کې د ایران د حق د ورکړې غوښتنه وکړه او ورسره یې خبرداری ورکړ، چې که اسلامي امارت د ایران د اوبو حق ورنهکړي؛ نو دوی به له هرې شونې لارې کار واخلي او بیا به ګیله هم نهکوي.
اسلامي امارت پر وار وار ویلي، چې د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د د لاسلیک شوي تړون په چوکاټ کې د ایران حق ته ژمن دي؛ خو دا مهال د هلمند په سیند کې پوره اوبه نهشته.