تازه خبرونه

۴۳ افغانان له سودان څخه راوایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۲)

له سودان څخه د افغان کډوالو دو‌ه‌یمه جوپه هم د سعودي عربستان جدې ښار ته ورسېده.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د سودان په جګړه کې بند پاتې ۴۳ افغانان سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد تویت کړی، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر هڅو او د سعودي عربستان پر همکارۍ د سودان په جګړه کې بند پاتې د افغانانو دوه‌یمه جوپه، چې شمېر یې ۴۳ کسانو ته رسېده؛ له هغه هېواده ایستل شوي او سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دوی به ډېر ژر خپل هېواد افغانستان ته راولېږدول شي.

دغه کسان د جدې ښار یوه هوتل ته لېږدول شوي او ټاکل شوې، چې د افغانستان د کونسلګرۍ لخوا خپل هېواد ته راولېږدول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم یوه ډله افغانان له سودان څخه ایستل شوي او سعودي عربستان ته لېږدول شوي وه.

د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان هم له افغانستان څخه بهر د افغان کډوالو د ستونزو پر حل کولو او ژغورلو ټینګار کوي.

په سودان کې د واک پر سر د کورنۍ جګړې له پیل راوروسته ګڼو هېوادونو خپل اتباع له دغه هېواده ایستلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو مرستیال مشر راؤف مازو تویت کړی: دې ادارې په پام کې نیولې، چې ۸۱۵ زره خلک د ۵۸۰ زره  سودانیانو او بهرنيو کډوالو په ګډون له دې هېواده وباسي.

نوموړي ویلي؛ تر دې دمه څه باندې ۷۳۰۰۰ کسان له سودان څخه وتلي دي.

سودان یو اسلامي هېواد دی.

د یادونې ده، چې کابل د جګړې له ښکېلو غاړیو څخه د زغم غوښتنه کړې او څرګندوي، چې خپل هېواد له دې ویجاړونکې جګړې وژغورئ.

Trending

Exit mobile version