تازه خبرونه
۴۳ افغانان له سودان څخه راوایستل شول
له سودان څخه د افغان کډوالو دوهیمه جوپه هم د سعودي عربستان جدې ښار ته ورسېده.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د سودان په جګړه کې بند پاتې ۴۳ افغانان سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد تویت کړی، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر هڅو او د سعودي عربستان پر همکارۍ د سودان په جګړه کې بند پاتې د افغانانو دوهیمه جوپه، چې شمېر یې ۴۳ کسانو ته رسېده؛ له هغه هېواده ایستل شوي او سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دوی به ډېر ژر خپل هېواد افغانستان ته راولېږدول شي.
دغه کسان د جدې ښار یوه هوتل ته لېږدول شوي او ټاکل شوې، چې د افغانستان د کونسلګرۍ لخوا خپل هېواد ته راولېږدول شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم یوه ډله افغانان له سودان څخه ایستل شوي او سعودي عربستان ته لېږدول شوي وه.
د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان هم له افغانستان څخه بهر د افغان کډوالو د ستونزو پر حل کولو او ژغورلو ټینګار کوي.
په سودان کې د واک پر سر د کورنۍ جګړې له پیل راوروسته ګڼو هېوادونو خپل اتباع له دغه هېواده ایستلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو مرستیال مشر راؤف مازو تویت کړی: دې ادارې په پام کې نیولې، چې ۸۱۵ زره خلک د ۵۸۰ زره سودانیانو او بهرنيو کډوالو په ګډون له دې هېواده وباسي.
نوموړي ویلي؛ تر دې دمه څه باندې ۷۳۰۰۰ کسان له سودان څخه وتلي دي.
سودان یو اسلامي هېواد دی.
د یادونې ده، چې کابل د جګړې له ښکېلو غاړیو څخه د زغم غوښتنه کړې او څرګندوي، چې خپل هېواد له دې ویجاړونکې جګړې وژغورئ.
تازه خبرونه
امریکا او اروپا د بُن په ناسته کې د ښو طالبانو او پاچاهۍ د رامنځته کولو هڅه کوله
د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ويلي: په داسې حال کې، چې امریکا او اروپا په افغانستان کې د ښو طالبانو او پاچاهۍ د رامنځته کولو هڅه کوله؛ خو ایران وتوانېد، چې مخه یې ونیسي.
د ایران بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد جواد ظریف د حقوقي فکرونو له مرکز سره په مرکه کې د افغانستان د سیاسي نظام په اړه د خبرو پر مهال ویلي؛ امریکا په بُن غونډه کې د افغانستان لپاره د ښو طالبانو د ښه حکومت د جوړولو پلان جوړ کړی و او اروپا بیا د پاچاهۍ د رامنځته کولو هڅه کوله.
دغه ایرانی چارواکي څرګنده کړې؛ هغه وخت ایران وتوانید، چې د دغو پلانونو مخه ونیسي.
جواد ظریف زیاته کړې؛ هېواد یې د بُن په غونډه کې خپلو موخو ته ورسېد او د نوي افغان حکومت په جوړولو کې یې خورا مهم رول ولوباوه.
د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد جواد ظریف وايي: ایران د بُن په غونډه کې خپلې موخې تر لاسه کړې او د افغانانو د ګټو پر بنسټ یې د نوي افغان حکومت په جوړولو او د تهران د امنیتي ملحوظاتو په نظر کې نیولو سره خورا مهم رول ولوباوه.
نوموړي له ترهګرو ډلو سره د ایران د مبارزې په اړه په دغه مرکه کې ویلي؛ په ګاونډ هېوادونو کې د ترهګرو ډلو منل د ښه ګاونډیتوب له اصولو څخه سرغړونه ده.
ظریف زیاته کړې، چې ایران د بُن په غونډه کې له امریکا سره د افغانستان او عراق په هکله هم مخامخ او ډیپلوماټیکه همغږي لرله.
د بن کنفرانس د ۲۰۰۱ کال پر ډسمبر د جرمني په بن ښار کې د افغانستان لپاره د نوي حکومت د جوړولو او د اسلامي امارت د پخواني حکومت له نسکوریدو وروسته د ګډوډۍ د مخنیوي پر موخه جوړ شو. دغه کنفرانس له نهه ورځو خبرو وروسته د ډسمبر پر دیارلسمه په افغانستان کې د لنډ مهالي حکومت بنسټ کېښود.
تازه خبرونه
په افغانستان کې به سبا د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پیل شي
له پولیو څخه د پاک افغانستان ادارې څرګنده کړې، چې سبا (دوشنبه د غبرګولي څوارلسمه ) به په ټول افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پیل شي.
یادې ادارې نن ( يکشنبه د غبرګولي دیارلسمه) اعلان وکړ، چې په ټول هېواد کې د پوليو واکسين کمپاين دغه پړاو به څو ورځې روان وي.
له دې مخکې د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي وه، چې سږ کال یې په کونړ او نورستان ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
د يادونې ده، چې افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې د پوليو ناروغي په کې ختمه شوې نده.
تازه خبرونه
په پنجشېر کې د زمردو کان کېندونکیو ته له ۵۶۰ ډېر جوازونه وېشل شوي
د پنجشېر کانونو او پټرولیم رییس څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راوروسته په دې ولایت کې د کانونو غیر قانوني استخراج او قاچاق پای ته رسېدلی او د زمردو د قانوني او اصولي کان کېندنې لپاره مو تر اوسه له ۵۶۰ څخه ډېر جوازونه وېشلي دي.
د پنجشېر کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري د کانونو او پټرولیم وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې زیاته کړې، چې له دې کار سره څه باندې لس زره پنجشېریانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ محمد قاسم امیري د پنجشېر د یاقوتو د ټولو کانونو د سروې او استخراج د جوازونو د وېش لپاره دې ولایت ته له دې وزارت څخه د سروې او تخنیکي ډلې د لېږلو غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د پنجشېر خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو او په دغه ولایت کې د یاقوت او زمرد د استخراج د جوازونو پر ورکولو ټینګار وکړ.
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
نواز شریف یو ځل بیا د پاکستان د واکمن مسلم لیګ ګوند مشري پر غاړه واخیسته
-
نړۍ5 days ago
په رفح کې پر اسرائيلي بريدونو لسګونه فلسطينيانو ووژل شول
-
نړۍ4 days ago
اسرائیلي ځواکونو د غزې او مصر د پولې کنټرول هم تر لاسه کړ
-
تازه خبرونه5 days ago
له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل وارزول شو
-
تازه خبرونه4 days ago
په کابل کې د نجونو کافي خونه او کتابتون پرانستل شو
-
لوبی4 days ago
د افغانستان او عمان ترمنځ د کرکټ روزنیزه لوبه بې پایلې پای ته ورسېده
-
تازه خبرونه4 days ago
د زدهکوونکیو د خوراکي خوندیتوب لپاره ۱۰ میلیون یورو مرسته کیږي – اروپايي ټولنه
-
تازه خبرونه4 days ago
د اروپايي ټولنې او قطر استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې