Connect with us

تازه خبرونه

2015 کال باید خبریالانو ته له مصیبت ډک ونه اوسي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

NAI _18 - 01 - 2015 -_2

که نوی حکومت د خبریالانو وضیعت ته پام ونه کړي، نو ۲۰۱۵ کال به د افغان خبریالانو له پاره له ۲۰۱۴ میلادي څخه هم خونړی وي؛ دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار کې د سیمه ییزې راډيو خبریال عاقل وقار د وسلوالو کسانو لخوا ووژل وشو.

عاقل وقار د جلال آباد په بتیکوت کی د سپین غر راډیو خبریال و. نوموړی دوه ورځی مخکې د نا پیژندو وسله والو له خوا ووژل شو. وقار د سیاسي خپرونو چلونکی و چی په لږ وخت کی زیات شهرت یی تر لاسه کړې و.

صدیق الله توحیدی د آزادو رسنیو د ملاتړ مشر:

د ۲۰۱۵ کال په لومړۍ میاشت کې موږ یوازی د یوه خبریال د وژل کیدو شاهد یو، حکومت باید د خبریالانو وضیعت ته جدی پام وکړي چی د ا کال د ۲۰۱۴ کال په څیر خبریالانو ته له مصیبت ډک ونه اوسي.

نی له حکومت څخه غواړی چې په ۲۰۱۵زیږدیز کال کی د دغو پیښو څخه مخنیوی وکړي. دا بنسټ د خبریالانو په وضیعت انیښنه ښیې او د خبریالانو د حالت د ښیګنې غوښتونکی دی.

صدیق الله توحیدی د آزادو رسنیو د ملاتړ مشر:

حکومت باید د بیان د آزادی‎ۍ او د رسنیو د فعالیتو هڅی وکړی. موږ د ملی وحدت حکومت څخه غواړو د خبریالانو د ځان ساتنی ډاډ راکړي.

۲۰۱۴ کال د افغان خبریالانو لپاره یو خونړی کال وه په دی کال وروستی او خونړۍ پیښه په استقلال لیسه کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کی د زبیر حاتمی وژل و.

Advertisement

تازه خبرونه

روسیې په افغانستان کې له سیلاب ځپلیو سره مرستې ته چمتووالی څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۳)

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې څرګنده کړې، چې هېواد یې د افغانستان په شمال کې له سیلاب ځپلیو سره مرستې ته چمتو دی.

د ماریا زاخارووا په خبرپاڼه کې راغلي؛ روسیه چمتو ده، چې د افغانستان د چارسمبالي حکومت د غوښتنې په صورت کې به له افغانستان سره مرستې وکړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ (د غویی څلیریشتمه) په بغلان او د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د سختو بارانونو له کبله د ویجاړوونکي او مرګوني سیلابونو د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

ماریا زاخارووا ویلي: د دې طبیعي ناورین په مناسبت د افغانستان خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم. مونږ د قربانیانو له خپلوانو او دوستانو سره خپله خواخوږي څرګندوو.

له دې مخکې ایران، ترکیې، قطر او یو شمېر مرستندویه بنسټونو د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرستې ته چمتووالی ښودلی دی.

د راپورونو له مخې، سیلابونو او سختو بارانونو د افغانستان په شمال کې یو شمېر کلي ویجاړ کړي او تر اوسه یې له ۳۱۵ ډېر کسان وژلي دي.

ویل کیږي، چې د ماشومانو د ژغورنې بنسټ اعلان کړی، چې په بغلان کې وروستیو سیلابونو د ۸۰ زره کسانو ژوند اغېزمن کړی او ۱۲ زره کورونه یې ویجاړ کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۳)

په ننګرهار ولایت کې د یوه کانال د جوړولو کار، چې د جاپان د یوه مرستندویه کارکوونکي تیتسو ناکامورا له خوا پیل شوې وه ترسره او بشپړه شوه.

جاپانی الاصله افغان ډاکټر تیتسو ناکامورا، چې په افغان ټولنه کې کاکا مراد یاد شوی؛ هغه څېره ده، چې د افغانستان په ختیځ کې یې د اوبو د مدیریت او ځمکو خړبولو لپاره ډاډمنې هڅې کړي او نوم یې پر زرین خط لیکل شوی دی.

ډاکټر تیتسو ناکامورا په ننګرهار ولایت کې د شاړو ځمکو د خړوبولو، د څښاک د پاکو اوبو رسولو او د اوبو دزیرمه کولوو او کانالونو د جوړیدو په برخه کې کارونه کړي دي.

د جاپان د سولې طبي خدمتونو يا PMS  اداري مسوولینو ويلي؛ د ناکامورا له مرګ وروسته ټولې نیمګړې پروژې بشپړې شوې؛ خو فعالیتونه يې اوس هم روان دي، چې تازه يې د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د بالا‌کوټ کانال ګټي اخستنې ته سپارلی دی.

نوموړي په ننګرهار کې هغه مهال درې روغتيايي کلينکونه جوړ کړل، چې اوسمهال يې شمېر ۱۰ کلينکونو ته رسېږي.

یاد ډاکټر تر مرګه پورې له ۱۶۰۰ زياتې د پاکو اوبو ژورې څاه ګانې کيندلي او د خلکو د بې‌وزليو، د ناروغیو د مخنيوي او اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو لپاره د چاپېريال د زرغونولو هڅې پیل کړې.

نوموړي په ۲۰۰۳ ز. کال کې د کونړ له سينده د ننګرهار کوز کونړ يا ښېوې ولسوالۍ ته د يوه ۲۵ کيلومټره کانال (چې وروسته مرواريد ونومول شو) کار پیل کړ، چې سلګونه زره جريبه ځمکه يې خړوبه او زرغونه کړه.

دغه راز وروسته بیا په دې ولسوالۍ کې د ناکامورا پر نوم يو تفریحې پارک او تحقیقاتي فارم جوړ شو، چې پر درې سوه اووه شپېته جریبه ځمکه يې مالټې، لیمو، خرما او نور زینتي نیالګي کېنول.

ناکامورا له لغمان څخه د رالګېدونکیو موسمې بادونو د مخنیوي لپاره څلورنیم کیلومټره شين کمربند جوړ کړ اووه سوه پنځوس زره نیالګي یې په کې کینول او سلګونه بې روزګاره وګړو ته یې د کار زمینه برابره کړه.

له ډاکټر تیتسو ناکامورا سره په دغه کارونو کې بوخت د وخت کارګر يې فعالیتونه ستايي او وایي، چې خپله يې له کارګرو سره وخت ناوخت کار ته اوږه ورکوله او هغوی ته يې د هېواد د ابادولو سپارښتنې کولي.

ناکامورا نه يوازي په کوز کونړ ولسوالۍ کې بلکي په کامه ولسوالۍ کې هم د شاړو ځمکو د آبادولو لپاره د کونړ له څپاند سیند څخه اوبه رابېلې کړې دي.

د کامې ولسوالۍ اوسیدونکي هم د ډاکټر ناکامورا کړنې ستايي او د PMS  مرستندویه ادارې له مسولینو غواړي، چې د ناکامورا لار تقیب او د دغه ولایت پاتې شاړې دښتې، غرونه او رغونه هم زرغون کړي.

د ناکامورا کانال پېنځه کیلومټره اوږدوالی، دوه اتیا زره مټره مکعب اوبه زیرمه کوي.

ډاکټر ناکامورا ته د جمهوري نظام د ولسمشر له لورې تابعیت هم ورکړ شوی و.

ډاکټر تیتسو ناکامورا پر ۲۰۱۹ میلادي کال د جلال‌آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د ناڅرګنده وسله‌والو له لورې هغه مهال پر ډزو ووژل شو، چې په خپل موټر کې له دفتره د کار سیمې ته روان و.

تراوسه د هغه د وژل کیدو علت او د قاتلینو هویت ندی څرګند شوی.

د یادونې ده، چې دغه چاپانۍ مرستندویه اداره اوس هم د اوبولو لګولو تر څنګ په روغتیایي، کرنیزو، مالدارۍ او يو شمېر نورو برخو کې هڅې ترسره کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روزګان کې د ماین پاکۍ موسسې یو کارکوونکی د ماین چاودنې له کبله ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۳)

د روزګان پولیسو ويلي، په دې ولایت کې د ماین پاکۍ موسسې یو کارکوونکی د ماین چاودنې له کبله وژل شوی دی.

د دې ولايت امنيه قومندانۍ وياند حضرت بلال روزګاني زیاته کړې، چې دا پېښه د سې شنبې پر ورځ سهار شاوخوا لس بجې د دې ولايت د مرکز ترينکوټ ښار د خرما په اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.

د روزګاني د څرګندونو له مخې، دا پېښه د ماین پاکۍ د عملیاتو پر مهال رامنځته شوې ده.

ویل کیږي، چې په دې پېښه کې يو بل کس ټپي شوى دى.

 

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!