سیمه ییز خبرونه
د كورنيو چارو وزارت د ټاكنو د امنيت خوندي كولو لپاره ۸ اوونيز عمليات پيل كړي دي
په داسې حال كې، چې د مشورتي لويې جرګې لپاره د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، او ولسمشريزې ټاكنې په رانږدې كېدو دي، د امنيتي مسئولينو په وېنا د نا امنيو ګواښونه هم زيات شوي دي.
د كورنيو چارو وزارت عمر داوود زی وايي، چې د ټاكنو د امنيت خوندي كولو لپاره يې اته اوونيز عمليات پيل كړي دي.
له بلې خوا حسام الدین حسام د ملي امنيت مرستیال وايي، چې د مشورتي لويې جرګې او ټاكنو د ګډوډولو لپاره د نا امنيو ګواښونه موجود دي. دوى همدارنګه وايي، چې د چاودېدونكو توكو ډكې دوې لارۍ يې نيولي دي.
همدارنګه د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي وايي، چې د ټاكنو په ورځ به د ملي اردو هېڅ سرتېرى له دندې بهر او رخصت نه وي.
د مسئولينو په وېنا د ۶۸۴۵ ټاكنيزو مركزونو څخه ۳۴۳۵ مركزونه د نا امنيو له ګواښ سره مخامخ نه دي، خو ۹۴۵ نور د كمزورو ګواښونو ، ۱۰۴۷ د منځنيو او ۱۱۳۵ نور له جدي ګواښونو سره مخامخ دي.
