Connect with us

تازه خبرونه

د سوداگرۍ او صنایعو خونه د افغانستان بازارونه د اندېښې وړ بولي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-01-31-16h49m16s119

د سوداگرۍ او صنایعو خونه په خپل نوي گزارش کې د افغانستان بازارونه د اندېښنې وړ گڼلي دی.

د سوداگرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي مشر عتیق الله نصرت د سږني کال درې میاشتې د هېواد د اقتصاد له پاره دردوونکې بولي او وایي، چې ناامنۍ او د ټاکنو اوږدیدو د افغانستان اقتصاد له ځوړ سړه مخ کړی دی.

د نوموړي په وینا؛ اتیا سلنه شرکتونه، چې له چارواکو سره یې مرکې شوي په تېرو شپږ میاشتو کې یا بشپړ تړل شوي او یا یې هم لږ فعالیتونه لرل.

ددغې سروې پایلې ښیي، چې د سوداگریزو او صنعتي شرکتونو نورې ستونزې د بيخبنا او برښنا نشتوالی دی.

نوموړی زیاتوي؛ د ولسي جرگې له لوري د اقتصادي سکتور د نوماند وزیرانو رای نه اخیستل کولی شي د بازار کار، سوداگري او صنایع اغيزمني کړي. په ځانگړي توگه ژمنیو رخصتیو ته د ولسي جرگې د غړیو په تگحکومت نشي کولي په دې اړه خپلې کاري هڅې تر سزه کړي.

د ښاغلي نصرت د څرگندونو له مخې ۷۷ سلنه شرکتونه برښنا ته لاسرسی نه لري.

نوموړي د ملي وحدت حکومت له مشرانو غواړي، چې، د کار د ښوالي له پاره امنیتي او بېخبنایي چارو ته ټینگه پاملرنه وکړي.

گزارش ورکوونکی نعمت الله احمدی.

Advertisement

تازه خبرونه

ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر ویلي، چې ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نللیکې پروژې بشپړولو ته ژمن دی.

د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر محمد میرات امانوف په پاریس کې د انرژۍ په اړه د ترکمنستان د پانګونې غونډې ته څرګنده کړې، چې هېواد یې د ټاپي پروژې په برخه کې له نړیوالو قوانینو سره سم پرمختګ کړی دی.

هغه وایي: ترکمنستان د ټاپي د طبیعي ګاز نل‌لیکې جوړولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، چې موخه یې جنوبي آسیا ته په کال کې ۳۳ میلیارډ مټر مکعب ګاز رسول دي.

امانوف دا ټینګار هم کړی، چې په ترکمنستان کې د ګازو د نل‌لیکې د غځولو چارې بشپړې شوي او اوس له نړیوالو معیارونو سره سم له دغه هېواده بهر هم د دغې پروژې په اړه خبرې روانې دي.

د ټاپي پروژې اجرائیوي رییس همداراز څرګنده کړې، چې د طبیعي ګازو له کارولو سره به په هوا کې د کاربن ډای اکساید ګازو د خپرېدا کچه راټیټه شي.

 

 

Continue Reading

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!