تازه خبرونه
په ټول هېوا د کې د کار قانون تر پښو لاندې کیږي
د کار گرو د ملي ټولنی چارواکي وايي، په د ولتی ادارو کې کار کوونکي خپلو دندو ته ناو خته راځي او وحتي له د نده وځی.
دغه اداره زیاتوي، په شخصی ادارو کي د کارگرو، روغتیايی، ټولنیزه بیمې او هغه حقوق، چې د قانون له مخي دوۍ ته ورکړ شوي هم تر پښو لاندې کیږي.
دکار ګرو ملي ټولني مرستیال غلام علی بریال وایي:
د کار قانون په دولتی او خصوصی اداروکې دکارکوونکیو او کار لرونکیو له خوا تر پښو لاندي کیږی. د کار او ټو لنیزو چار وزارت باید له دې بهیره کلکه څارنه وکړي.
د کار او ټو لنیزو چار وزارت ویاند علي افتخاري هم مني، چې د کارگرو په وړا ندې ستونزې شته او ورځ تر بلی په زیاتيدودي؛ خو وايي په خصوصی ادارو کي د کا کوونکیو حقوق ډېر تر پښو لاندی کیږي. هغوی ته تقاعد نه ورکول کیږی؛ له مونږ سره خصوصی شرکتونو یوه هوکړه درلوده، چی د تقاعد په بدل کی به د هر کال په روستیو کې یوه میاشت تقاعد ورکوي، چې تراوسه پورې دا کار نه دې شوی؛ خو مونږه په همدي اړه یوه مقرره ترتیب کړې او د وزیزا نو شوراته به يي وړاندي کړو.
یو شمېر کسان، چې د کابل ښار اوسیدونکي دي وایي: هر د فتر ته، چې لاړ شو؛ څوک نه پیژ نو، کار هم راته نه پیدا کیږی. ټول کار و نه په وا سطو دي، د کارگرحقوق هیڅ خوندي نه دي.
که په کومه اداره کي څوک و پېژنې؛ نو هر څه سمیږی او حقوق دی هم خو ندی وي. که څوک نه پیېژني بیا هیځوک دې په کیسه کې نه دي.
دا په دا سې حال کې ده، چې د روستیو څېړنو له مخي په هېواد کې نږدي ۱۲ میلیون کسان د کار په شرایطو برابردي، چې څلورنیم میلیون يې مطلق بی کاره دي او ورځ تر بلی د کار په مارکیت کي د بې کارو کسانو شمېر مخ په زیاتیدو دۍ.
خبریال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
په افغانستان کې د جاپان سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان د شمال له سیلاب ځپلیو خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.
د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا مرستې به د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې (IFRC) او افغاني سرې مياشتې ټولنې (ARCS) پر همکارۍ ترسره شي.
دا مرست خیمې، کمبلې او نور اړین توکي رانغاړي.
په یادې خبرپاڼه کې راغلي؛ جاپان پرېکړه کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان د سيلاب ځپلیو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي. مونږ تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو.
دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله ۸ زره ۹۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.
روسیې هم د اړتیا په صورت کې د مرستې ژمنه کړې ده.
دا په داسې حال کې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم له اسلامي هېوادونو او مرستندویه ټولونو غوښتي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.
تازه خبرونه
د ترکیې سفیر د افغانستان سیلاب ځپلیو ته د ۶۷۰ ټنو مرستې اعلان وکړ
په کابل کې د ترکیې سفیر د اقتصاد وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې سبا (جمعه د غویی ۲۸ ) ته به د افغانستان د وروستیو سیلاب ځپلیو لپاره د لومړنیو توکو څه باندې۲۰ ټنه مرسته راولېږدول شي.
د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ جنګ اونال له دین محمد حنیف سره په کتنه کې له ترکیې څخه د ۶۵۰ ټنو نورو بشري مرستو له رالېدولو هم خبر ورکړی، چې په کې خیمې، خوراکي توکي، درمل، جامې او نور توکي شامل دي.
هغه دا ډاډ هم ورکړی، چې افغانستان ته به دا مرستې د اوسپنېپټلۍ له لارې د هرات تورغنډۍ بندر ته رادننه شي.
په دې کتنه کې دین محمد حنیف له دغو مرستو څخه د هرکلي تر څنګ ویلي، چې د ترکیې هېواد د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان یو ښه دوست او همکار پاتې شوی دی.
تازه خبرونه
ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کې د ځمکو خړبولو لپاره سولري پمپونه ولګوي
د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د سې شنبې پر ورځ ( د غویی پېنځهویشتمه ) د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو د دفتر (UNOPS) له اجرائیوي رییس جورج موریرا داسیلوا سره وکتل.
په دې کتنه کې جورج موریرا داسیلوا اداري مرستيال ته د خپلو تېرو هڅو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او څرګندوي؛ دا اداره غواړي، چې په افغانستان کې د سولري پمپونو پر لګولو د کرنيزو ځمکو د خړوبولو يوه نوې پروژه پيل کړي.
عبدالسلام حنفي د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د (UNOPS) ادارې له هڅو ملاتړ کوي او د پروژو د پلي کولو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابروي.
ویل کیږي، چې عبدالسلام حنفي له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او افغان ځوانانو ته د کار د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.
-
لوبی5 days ago
د کابل کرکټ غوره لیګ لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول
-
تازه خبرونه4 days ago
په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه
-
تازه خبرونه5 days ago
د یوناما استازې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
-
سوداگري3 days ago
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل
-
تازه خبرونه5 days ago
ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان د رایې حق وځنډاوه
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
په تېرو ۲ زره کلونو کې د تېر کال اوړی له ټولو تود و – څېړنه
-
نړۍ5 days ago
انټوني بلینکن اوکراین ته رسېدلی
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
پر رفح د اسرائیلو بریدونه په نړیواله محکمه کې ارزول کیږي