Connect with us

تازه خبرونه

فرخندې له کوم سفارت سره اړیکه نه ده ټینګه کړې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-03-29-18h59m50s121

فرخندې له کوم سفارت سره اړیکه نه ده ټینګه کړې

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علوميهغه ګنګوسې نه مني چي فرخندې له کوم سفارت او یا کوم هیواد سره اړیکه نیولي وه.

ښاغلی علومي وایي؛ نیول شوو کسانو اعتراف کړی چې فرخندي قرانکریم ته اور ندی اچولی.

د کورنیو چارو وزیرزیاتوي چي یولس تنه نور هم د فرخندې د وژنې په تور تر تعقیب لاندې دي او ډېر ژر به ونیول شي.

ولسي جرګې د ښاغلي علومي په ګډون یو شمیر دولتي چارواکي د فرخندې د وژني په اړه خپل امنیتي کمیسون ته غوښتي وو چې د فرخندې د وژنې په اړه نوي جزیات دوی ته وړاندي کړي.

 

خو د ولسي جرګي یو شمیر غړي په دي اړه نور نظریات لري.

د ولسي جرګي غړي عبدالاحد دراني وایي:

هر څوک چې په دا شان اسلامي او ایماني جذبه کې راشي، نو راځي او دا شان کار تر سره کوي؛ چې په دې صورت کې پولیس نه؛ بلکې ټول وزارت یې هم مخه نه شي نیولای.

 vlcsnap-2015-03-29-19h04m46s5

بل خوا د ولسي جرګې غړی کرام الدین رضا زاده خبرداری ورکوي چې که د کورنیو چارو وزارت د فرخندې د قضیې په برخه کې واقعیتونه ونه وایي، ولسي جرګه په دې برخه کې کره اسناد لري چې د اړتیا په وخت کې به یې خپاره کړي.

د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني هم ټینګار کوي؛ هیڅ داسې لاسوندونه نشته چي څرګنده کړي فرخندې قران کریم ته اور اچولی وي.

هغه وایي که چیرې فرخندې قران سوزولی هم وي؛ د ې په وړاندي ترسره شوی عمل د شریعت خلاف دی.

 vlcsnap-2015-03-29-19h00m19s162

په همدې وخت کې د ولسي جرګي او د فرخندې د وژنې په اړه د حقیقت موندونکي کمیسون غړې فوزیه کوفي د قران کریم سوځول شویو نسخو په اړه چي د یو شمېر رسینو له خو ا خپرې شوي وایي:

قران کریم له پخوا سوزول شوی و او د زیارت د بام په سر ایښودل شوی و؛ نو کله چې د فرخندې او تعویذګر ملا تر منځ شخړه راځي؛ تعویذګر ژر لاس کوي او سوزول شوی قران را اخلي او چیغه کوي چې ای مسلمانانو! فرخندې قران وسوزاوه.

vlcsnap-2015-03-29-19h00m54s16

په همدي حال کي د ولسي جرکي لومړي مرسیتال ظاهر قدیر ټینګار کوي که چیري حکومت په دي قضیه کي بي غوري وکړي؛ دا به د حکومت لپاره ستونزې رامنځ ته کړي.

 

 

 

 

 

Advertisement

تازه خبرونه

د دفاع وزارت چارسمبالي د آذربایجان له سفیر سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۳, ۱۴۰۳)

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد د چارشنبې پر ورځ د غویی پر دولسمه په کابل کې د آذربایجان سفارت له چارسمبالي سره د کتنې پرمهال  ویلي؛ د سفارت بیا پرانستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره یو مثبت ګام دی.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد یعقوب مجاهد ویلي: د دوه مسلمانو هېوادونو ترمنځ دوستي او مشترکات ډېر د ویاړ خبره ده.

محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د آذربایجان د سفارت بیا پرانستل یو مثبت ګام یاد کړ او څرګندوي: د دې اوږدمهاله اړیکو د ټینګښت لپاره مونږ غواړو، چې په اقتصادي، سوداګریزو او نورو برخو کې همکارۍ ژر تر ژره پیل کړو.

د آذربایجان سفیر الهام محمدوف هم ویلي؛ مونږ چمتو یو، چې د اسلامي امارت او د دغه هېواد له خلکو سره د اړیکو د ټینګښت په برخه کې همکارۍ پراخې کړو.

Continue Reading

تازه خبرونه

ولس دې د اسلامي نظام د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره همکاري وکړي – محمد خالد حنفي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت چارسمبالي نن چارشنبه په کابل کې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره د ملت د یووالي تر سرلیک لاندې غونډې ته په وینا کې ویلي: اوس د دې وخت رارسېدلی، چې د خلکو د ستونزو د حل او د اسلامي نظام د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره خدمت او همکاري وکړو.

د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه غونډه د اسلامي امارت د یو شمېر مسوولینو په حضور کې ترسره شوې ده.

محمد خالد حنفي په دې ناسته کې زیاته کړې: د جهاد موخه د اشغال خاتمه، خپلواکي ترلاسه کول او په هېواد کې د اسلامي نظام ټینګول ول.

نوموړی وایي: دا د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې مونږ افغان ولس د پخوا په څېر خپلمنځي اختلافات نلرو، د یو رهبر تر امر او د اسلامي نظام د بیرغ ترسیوري لاندې ژوند کوو.

هغه ویلي: دا اسلامي نظام د خلکو نظام دی. خلک له دې نظام څخه جلا نه ګڼل کیږي او د نظام او خلکو ترمنځ هیڅ واټن نشته؛ نو له اسلامي نظام سره همکاري د ټولو خلکو شرعي دنده ده.

ویل کیږي، چې د ښځو د شرعي حقونو د خوندیتوب او ساتنې تر څنګ زرګونه شکایتونه دې وزارت حل کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره په تعامل کې مو ملي ګټې رانغښتي- امریکا

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ويلي؛ هېوادنۍ ګټې واشنګټن اړ کوي، چې له اسلامي امارت سره له خبرو او تعامل ډډه ونکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې شنبې پر ورځ ( د غویی یوولسمه) یوه خبري کنفرانس ته ویلي، چې له اسلامي امارت سره تعامل مستقیمو خبرو ته زمینه برابروي.

ویډانټ پټل څرګنده کړې، چې له اسلامي امارت سره تعامل نه یوازې د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره ښه دی، بلکې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره هم غوره لار ده.

د پټل د څرګندونو له مخې؛ دا تعامل پر اسلامي امارت د هغو امریکايي وګړو په ځانګړي توګه، چې په ناحقه نیول شوي له شرط پرته د خوشې کولو لپاره یو فشار هم دی.

هغه زیاته کړې، چې امریکا به د دغو فرصتونو پر کارولو له اسلامي امارت څخه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د دوی له ژمنو هم ګټه پورته کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د بشري حقونو مسله هم د اجنډا په سر کې ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!