1393ټاكنې
د ټاکنیزو سمونونو کمیسیون په کار پیل وکړ
د افغانستان د ټاکنیزو سمونونو کمیسیون نن د چهارشنبې په ورځ خپل کار پیل کړ.
د حکومت اجراییه رییس د دې کمیسیون د کار د پیل په مراسمو کې د خبرو پر مهال هیله وښوده چې دغه کمیسیون به خپل کارونه په سم ډول تر سره کړي او راتلونکي ټاکنې به رڼې او سرتاسري وي.
ددي کمیسیون په جوړښت کې د دواړو پخوانیو ټاکنیزو ډلو، محمد اشرف غنې او ډاکتر عبدالله عبدالله ته نیږدې کسان، مدنې ټولنې غړي د عدلې وزارت او یونما غړي شاملې دي.
د ټاکنې د ترسره کیدو د نیټې ځآنکړې کول ، په قوانینو او ټاکنیزو بنسټونو کې د سمونونو راوستل د دغه کمیسیون دنده ده چې باید په دریو راتلونکو میاشتو کې دغه کمیسیون ترسره کړي.
عبدالله عبدالله ـ اجرایې رییس:
“تېرې دیارلس کلنې، څوارلس کلنې تجربې دا ښودلې چې د افغانستان د خلکو یو لومړیتوب د انتخاباتي نظام اصلاحات دي چې لومړنی او اساسي ګام یې نن د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د کار په پیل سره واخیستل شو؛ د دغه کمیسیون کار نمایشي نه دی؛ یو وعده نه ده چې کړې مو وه او یو کمیسیون راغی؛ بلکه یوه لویه ملي ژمنه ده.”
دا چې دا کمیسیون په ټاکنیزو بنسټونو کې بدلونونه راولې او کنه، معلومه نه ده؛ خو ښاغلی عبدالله وایي؛ دا کمیسیون به په خپلواکه او بې طرفه توګه کار وکړي.
په دغو مراسمو کې چې د دغه کمیسیون د کار د پیل په هدف جوړه شوې وه؛ د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون رییس شاه سلطان عاکفي ژمنه وکړه چې د خپلې دندې د سمې سرته رسولو لپاره به پوره هڅه وکړي:
“هڅه به وکړو چې په چټکتیا او دقت سره خپله دنده تر سره کړو؛ موږ په دې باور یو چې دغه کمیسیون د کوم شخص؛ ډلې او یا هم کوم بل کمیسیون لپاره کار نه کوي؛ بلکه دغه کمیسیون په انتخاباتي نظام کې د لازمو او ضوروري اصلاحاتو لپاره کار کوي؛ تر څو په هېواد کې راتلونکي انتخابات له جنجال او شور پرته چې پخوا موجود و تر سره شي.“
د ټاکنو خپلواک کمیسیون هغه بنسټ دی چې د ټاکنو د ترسره کیدو او د ټاکنو د نیټې ځآنکړې کول یې دنده ده، دا کمیسیون وایې د ټاکنیز نظام د اصلاح کمیسیون د پریکړې رول نلري.
عزیزبختیاری – د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړی:
“دوی هیڅ ډول اجرایي واک نه لري. ټول کارونه چې وروسته تر سره کيږي؛ د ښاغلي ولسمشر له خوا ترسره کيږي؛ له همدې امله باید وکتل شي چې هغه سمونونه چې رامنځ ته کيږي، باید د قانون په چوکاټ کې وي تر څو له قانون څخه سرغړونه ونه شي.“
وبه کتل شي تر راتلونکو دریو میاشتو به هغه اصلاحات چېد ولسمشر په فرمان کې راغلې دغه کمیسیون به یې راولې او کنه ؟
1393ټاكنې
ازبکستان او افغانستان له نشهیي توکو سره د مبارزې پر همکارۍ ټینګار څرګند کړ
د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال عبدالرحمن قاسمي نن ( سې شنبه د وږي ۲۱) د ازبکستان له سفیر سره په کابل کې وکتل.
د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې نوموړي په افغانستان کې د ازبکستان سفیر ته له نشهیي توکو سره د مبارزې پر څرنګوالي معلومات وړاندې کړل.
د کورنیو چارو وزارت اړوند چارواکو د ازبکستان له سفیره وغوښتل، چې د نشهیي توکو د لهمنځه وړلو په برخه کې له یاد معینیت سره همکاري وکړي.
د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت مسوولینو دغه راز، د ازبکستان له سفیر یادګار خواجه شادمانوف څخه وغوښتل، چې له نشهیي توکو سره د مبارزې منسوبینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې دې هم همکاري وکړي.
دغه راز دواړو لوریو د نورو مسایلو تر څنګ د نشهیي توکو په پروندو کې د بندیانو پر تبادلې هم هر اړخیزه خبرې کړې دي.
ویل کیږي، چې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف د نظریاتو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته په افغانستان کې د اسلامي امارت له هوډ او نشهیي توکو سره د مبارزې په برخه کې خوښي وښودله او مسوولینو ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د ۹۷ ټاکنې
انتخابات ۹۷: چالشهای انتخاباتی ریاست جمهوری
1393ټاكنې
یو امریکایي څېړنیز مرکز د ۲۰۱۴ کال له ټاکنیزو درغلیو پرده پورته کړه
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز تازه څېړنه وایي، چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په دوه یم پړاو کې د محمد اشرف غني بریالیتوب په روڼ ډول تر سره شوې نوی او د افغانستان پر ټاکنیز نظام د بیا کتنې او سمونونو غوښتنه کوي.
د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په تازه څېړنه کې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو خبرې شوې دي.
امریکایي څېړونکی توماس جانسون د پېنځه کاله مخکې ټاکنو په تړاو مهم معلومات تر لاسه کړي؛ که څه هم د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې هیڅ نوماند لازمې رایې تر لاسه نکړې، خو د ټاکنو په دوه یم پړاو کې د محمداشرف غني بریا قانوني نوه.
د دې څېړنې په یوه برخه کې ویل شوي؛ محمد اشرف غني د ټاکنو په دوه یم پړاو کې له هغو ساحو ډېرې رایې تر لاسه کړې، چې په لومړي پړاو کې یې کمې ګټلې وې. کابل یوه بېلګه ده، چې غني د ټاکنو په لومړي پړاو کې یودېرش سلنه رایې ګټلې وې؛ خو په دوه یم پړاو کې یې دوه پنځوس سلنه رایې
څېړونکي توماس جانسون دا هم څرګنده کړې، چې عبدالله عبدالله په لومړي پړاو ټاکنو کې بریالی و؛ خو په دوه یم پړاو کې یې د درې اعشاریه اووه سلنه رایو له توپیر سره د کابل اووه سلنه رایې له لاسه ورکړې، په یوه ولایت کې، چې وګړي یې د هر قوم دي او ګډ ژوند کوي، دا د نه باور وړ بدلون و. دې ته ورته مونږ نور شواهد هم لرو، چې ټاکنې له درغلیو سره مل وې.
په دې څېړنه کې ټینګار شوی، چې ټاکنیزو کمیسیونونو او د ټاکنو ناورین جوړونکیو پروګرامونو د دوه زره څوارلسم کال د ولسمشریزو ټاکنو په دوه یم پړاو کې پراخو درغلیو ته زمینه برابره کړه.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخواني چارواکي د ملامتیا پیټی پر نړیواله ټولنه وراچوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علي نجفي زیاتوي؛ یوازني کس، چې مخالفت وکړ د امریکا سفیر و او دې کار ته یې د وخت پر نلرلو ټینګار وکړ.
د دوه زره نولسم کال ولسمشریزو ټاکنو ته هم ځینې سپارښتنې کیږي، چې د درغلیو مخه باید ونیول شي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو د څار بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي: له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۸ پورې درغلۍ، سرغړونې او تېروتنې ډېرې شوې دي.
اوس سیاسي ګوندونه او ځینې څاروونکي بنسټونه ټینګار کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنران باید بدل شي.
ټاکنیزو بنسټونو کې سمونونه د ملي یووالي حکومت د جوړېدو د هوکړه لیک مهمه برخه وه، خو څاروونکي وایي، چې حکومتي مشرانو دې برخې ته پاملرنه نده کړې.
-
تازه خبرونه3 days ago
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
-
تازه خبرونه3 days ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
-
لوبی3 days ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي
-
تازه خبرونه2 days ago
تېر کال د ۳۵ میلیون ډالرو پر ارزښت پراختیايي او بشري پروژې ترسره شوي
-
لوبی2 days ago
اټک انرژي او موج ساحل د دوشنبې د ورځې لوبې وګټلې