تازه خبرونه
هیله ده، چې د طالبانو نوی مشر به سوله ییز ګامونه واخلي- مارک تونر
د امریکا حکومت وایي؛ هیله ده، چې د طالبانو نوی مشر مولوي هبت الله اخندزاده به په افغانستان کې د جګړې د سوله ییز حل لور ته ګامونه واخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک تونر د چهارشنبې په ورځ ناوخته دا خبره وروسته له دې وکړه، چې طالبانو ملا هبت الله د ملا اختر محمد منصور پر ځای خپل مشر وټاکه.
مارک تونر وویل؛ هیله ده، چې هبت الله به له فرصته په ګټه اخیستنه د سولې لار غوره کړي او سوله به وکړي.
تونر زیاته کړه؛ باوري دی، چې هغه به همداسې وکړي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې هبت الله آخندزاده د امریکا د ترهګرو په تور نوملړ کې شامل نه دی.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند آدم ستیمپس د چارشنبې په ورځ د روسیې سپوتنیک ورځپاڼې ته ویلي؛ د هبت الله ټاکنه به د امریکا په هغو هلو ځلو کې بدلون رانولي، چې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې له پاره روانې دي.
تازه خبرونه
قطر د افغانستان له ګاونډ هېوادونو څخه راستانه شویو افغان کډوالو ته کورونه جوړوي
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت چارسمبالي د قطر د سرې میاشتې خیریه موسسې او نړیوالې پراختیايي ادارې له رییس سره وکتل.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي؛ په دې کتنه کې د یاد بنسټ رييس ويلي، چې دوى د افغانستان له ګاونډ هېوادونو څخه د راستنېدونکیو افغان کډوالو لپاره کورونه جوړوي، خو د شمېر په اړه به یې د قطر له خيريه صندوق سره خبرې وکړي.
د کډوالو د حقونو هڅاندې اصفه ستانکزۍ ويلي، چې تهران او اسلامآباد تل له مهاجرینو سره د نړیوالو قوانینو خلاف چلند کوي.
له بلې خوا د تهران والي مرستیال مهدي باب الحوائجي ویلي، چې دوی د غیر قانوني مهاجرینو پر ضد جګړه کوي او هغه کسان، چې مهاجرینو ته کار او یا کور ورکوي محاکمه او سزا به ورکړ شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې، چې ایران باید له افغان مهاجرینو سره د نړیوالو قوانینو په رڼا کې چلند وکړي او د هغوی له جبري ایستلو دې ډډه وکړي.
ویل کیږي، چې په دې وروستیو کې ایران او پاکستان د افغان کډوالو جبري ایستنه ګړندۍ کړې او هره ورځ له دغو هېوادونو څخه سلګونه کسان هېواد ته را شړل کیږي.
تازه خبرونه
د خواف – هرات د اوسپنېپټلۍ د وروستۍ برخې د جوړولو کار پیل شو
د خواف- هرات د اوسپنېپټلۍ د څلورمې برخې د دوهیم فاز د جوړولو کار، چې افغانستان له ایران سره نښلوي؛ پرانیستل شو.
دغه برخه، چې شاوخوا ۴۷ کیلومټره اوږدوالی لري؛ ټولیز لګښت یې ۵۳ میلیون ډالر دی او ټاکل شوې، چې دا پروژه په څه کم ۲ کلونو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ګاما سهامي شرکت او د ترکیې او روسیې دوه شرکتونه په ګډه پدې پروژه کار کوي.
د کشدر اوسپنېپټلۍ چارواکي وايي، دا د خواف- هرات د اوسپنېپټلۍ وروستۍ برخه ده، چې د هرات د زنده جان ولسوالۍ له رباط پريان سيمې پيلېږي او د خواجه عبدالله انصاري نړيوال هوايي ډګر او د هرات تر صنعتي ښارګوټي پورې رسېږي.
د دې پړاو له بشپړېدو سره به د ایران له اوسپنېپټلۍ او بندرونو سره د هرات د سیمهییز پیوستون پروژه بشپړه شي، چې د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ به د سوداګریزو مالونو د لیږد د کچې د لوړولو زمینه برابره کړي.
له ایران څخه د هرات تر روزنک سیمې پورې د هرات – خواف اوسپنېپټلۍ د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې باید د ټولو قومونو د استازو په ګډون یو حکومت جوړ شي – حسن کاظمي قُمي
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو دی او په دغه هېواد کې باید د ټولو قومونو د استازو په ګډون یو حکومت جوړ شي.
د ایسنا خبری آژانس د راپور له مخې؛ حسن کاظمی قُمی په قُم کې د افغان مهاجرینو غونډې ته د وینا پر مهال ویلي؛ “په افغانستان کې یوه داسې رښتیا رامنځته شوې، چې ټوله رښتیا نده. “
نوموړي خبرداری ورکړي: ” مونږ په ښکاره ویلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو لپاره دی او که غواړو، چې د بن له شرایطو سره بیا مخ نشو؛ باید دې مسلې ته پام وکړو.”
قُمي ټینګار کړی، چې ایران له اسلامي امارت سره د اړیکو په وخت کې د افغانستان نویو واکمنو ته هم خپلې مشورې وړاندې کوي.
هغه زیاته کړې: ” د ټولو قومونو له صالحو خلکو څخه جوړ حکومت کولی شي په افغانستان کې د سیاسي ثبات او د جوړولو د پیل بنسټ وي، چې اسلامي جمهوري دولت هم ورته پالیسي لري. “
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او چارسمبالي سفیر داعش ته په نغوته کې امریکا پر لاسوهنو او بې ثباته کوونکیو سیاستونو تورنه کړې او څرګندوي: نن امریکایان په افغانستان کې د پرون په پرتله ډېرې بدې هڅې کوي.
قُمي ویلي، چې په سیمه کې د امریکا د بدو اوناوړو کړنو بیه ” د افغانستان خلک پرې کوي.”
اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی، چې اوسنی حکومت ملي او ټولګډونه دی او د ټولو قومونو استازي په کې پراخ شتون لري.
د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د افغانستان په اړه د بن نړیوال کنفرانس جوړ شو، چې هدف یې پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته د یوه نوي حکومت جوړېدا وه.
-
لوبی3 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
فلسطیني دولت باید د خبرو له لارې راجوړ شي – امریکا
-
تازه خبرونه3 days ago
په بامیان ولایت کې د سمڅو اوسېدونکیو ته د استوګنې کورونه جوړیږي
-
تازه خبرونه4 days ago
آریانا او آریانا نیوز ټلویزیوني شبکې د آسیاویژن میاشتنۍ جایزه وګټله
-
تازه خبرونه4 days ago
د شانګهای ټولنې د اړیکو ډله دې د افغانستان لپاره پخپل حال پاتې شي – پاکستان
-
لوبی4 days ago
اټک انرژي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د درېیم پړاو اتلولي خپله کړه
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې غونډې نېټه وټاکل شوه
-
سوداگري4 days ago
په پنجشېر کې د یاقوتو استخراج او وپلورل پیل شول