تازه خبرونه
مشرانو جرګه د هېواد امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي
مشرانو جرګه په حکومت غږ کړي چې د وضعیت د بدلولو له پاره دې اغېزمن پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي.
د مشرانو جرګې ځینې غړي په دې ټکي د ټینګار تر څنګ وایي، که څه هم افغان ځواکونه له وسله والو مخالفینو سره په سخته جګړه بوخت دي، خو د وسله والو مخالفینو د له منځه وړلو او ناامنیو د کمولو له پاره ګټور پروګرامونه نشته دي. په همدې حال کې مشرانو جرګې د امنیتي وضعیت په تړاو د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت لوی رییس استجواب کړي وو، خو دغه چارواکي د ځواب ویلو له پاره غونډې ته نه وو ورغلي.
ډېری ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ نښتې روانې دي، خو حکومت د ناامنیو د کابو کولو له پاره اغېزمن پروګرامونه نه لري. د مشرانو جرګې ځینې غړي د دې مطلب په څرګندولو سره حکومت د خلکو په امنیت ساتنه کې په بې غورئ تورنوي او وایي، د ناامنیو د کمولو له پاره باید اغېزمن پلانونه جوړ شي.
د مشرانو جرګې غړی محمد علم ایزدیار وايي: “په ټول هېواد خو په ځانګړې توګه په شمال شرق کې امنيتي حالت ډېر خراب دی او وسله وال مخالفين د چترال له پرانيستې لارې افغانستان ته راځي چې د افغانستان د شمال امنيتي حالت يې له بد بدتر کړی دی.”
د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلی وايي: “له بده مرغه چې په هلمند او روزګان کې ډېری امنيتي پوستې وسله والو طالبانو ته ورکړل شوې دي او ډېری جنګي تجهيزات د مخالفينو لاس ته لوېږي چې بايد دغه موضوع په جدي توګه وپلټل شي.”
په همدې حال کې مشرانو جرګې د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت لوی رییس د ځواب ویلو له پاره ورغوښتي وو چې دواړه چارواکي غونډې ته ورنغلل خو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال او د ملي امنیت د لوی ریاست، د پلان ریاست مسول د ځواب ویلو له پاره غونډې ته راغلی وو.
د مشرانو جرګې غړو له رایو وروسته دغو چارواکو ته اجازه ورنکړه چې تالار ته داخل شي او په کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت په رییس یې سختې نیوکې وکړې چې ولې غونډې ته نه وو ورغلي. د مشرانو جرګې لومړی مرستیال بیا د هېواد امنیتي وضعیت ډېر د اندېښنې وړ بولي او ټینګار کوي چې امنیتي چارواکي باید ملي شورا ته ځواب ویونکي وي.
د مشرانو جرګې مرستیال فرهاد سخي وايي: “امنيتي موضوع ډېره مهمه ده او سناتورانو هم په دې اړه نظرونه لرل او د رييسانو په کمېټه کې تصميم نيسو چې امنيتي چارواکي بايد له قيد او شرط پرته د خلکو استازو ته ځواب ويونکي وي او حاضر شي.”
د مشرانو جرګې غړي که څه هم د وسله والو خلاف مبارزه کې د افغان ځواکونو هڅې ستایي خو وایي، د جګړې په ډګر کې دا ځواکونه له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي چې اړتیا ده دغه ستونزې او ننګونې له منځه لاړې شي.
تازه خبرونه
مونږ له نړۍ سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر بنسټ تعامل غواړو
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ویلي؛ د لوړ پوړیو چارواکو سفرونه د دې څرګندويي کوي ، چې اسلامي امارت د ګاونډ او سیمې هېوادونو په ګډون له نړۍ سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر بنسټ تعامل غواړي.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي: د شنبې پر ورځ د غبرګولي پېنځمه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره وکتل.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې تېره ورځ په ارګ کې ترسره شوې؛ نورالدین عزیزي د روسیې او اسلامي نړۍ په پېنځلسمه نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره تاتارستان ته د خپل سفر راپور د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته وړاندې کړ.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر یاد سفر د افغانستان د صادراتو او سوداګرۍ په برخه کې له ډېرو لاسته راوړنو ډک وباله او څرګندوي، چې روسي شرکتونو او بنسټونو په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا وښوده.
نوموړي زیاته کړې، په یاد سفر کې یې د اسلامي امارت ښه استازولي کړې او د غونډې ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ، چې افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
ویل کیږي، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له نورالدین عزیزي څخه مننه وکړه او د نوموړي دغه سفر یې مثبت وباله.
د روسيې او اسلامي نړۍ پېنځلسمه نړيواله اقتصادي غونډه د ۸۰ هېوادونو د استازو په ګډون په تاتارستان کې تر سره شوې ده.
تازه خبرونه
د کابل- کندهار پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له کبله ۳۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د زابل عامې روغتیا ریاست چارواکو ويلي؛ د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه بس د چپه کېدو له کبله د یوې میرمنې په ګډون دوه کسان مړه شوي او ۳۷ نور ټپیان دي.
د زابل ولايت د عامي روغتيا ریيس ميرويس افغان وايي، چې دا پېښه تېره شپه (د غبرګولي پېنځمه) د دې ولايت د شهر صفا ولسوالۍ د کاريزګي په اړوند سيمه کې رامنځته سوې ده.
په ټپيانو کې ٢٦ نرينه او ١١ ښځې دي، چې د درملنې لپاره د شهر صفا ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي دي.
تازه خبرونه
له ناقانونه مهاجرینو سره به جګړې ته ورته چلند وشي- د تهران والي مرستیال
د تهران مرستیال والي مهدي باب الحوئجي ګواښ کړی، چې له غیر قانوني مهاجرینو سره به جګړې ته ورته مبارزه وشي.
باب الحوئجي د تهران د ري ښار چارواکو ته په وینا کې ویلي: ” نن په ري ښار کې له ناقانونه وګړو سره مبارزه جنګ ته ورته ده. داسې ده لکه: کله، چې زمونږ اولادونو وسله پورته کړه او لاړل او شهیدان شول.”
نوموړي زیاته کړې: ” زمونږ د کورنيو شاوخوا ماینونه کرل شوي؛ اخلاقي، ټولنيز او اقتصادي ماینونه کرل شوي دي.”
باب الحوئجي ویلي، چې په ري ښار کې ناقانونه وګړي شته او د هغوی شتون یو ګواښ دی.
هغه ويلي؛ يوازې جریمه کافي نده او چارواکي باید له خپلو نورو واکونو کار واخلي.
دې چارواکي د املاکو مشاورینو او د معاملاتو رهنماوو ته هم ګواښ وکړ، چې “غیر مجاز وګړو” ته د کورونو چمتو کولو په صورت کې به محاکمه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران حکومت هره ورځ سلګونه افغانان له قانوني اسنادو پرته خپل هېواد ته جبري راستنوي.
-
لوبی3 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
فلسطیني دولت باید د خبرو له لارې راجوړ شي – امریکا
-
تازه خبرونه5 days ago
د شانګهای همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د ثبات پر ټینګښت خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days ago
د تېرو لس ورځو په سېلابونو کې ۵۶۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه3 days ago
په بامیان ولایت کې د سمڅو اوسېدونکیو ته د استوګنې کورونه جوړیږي
-
تازه خبرونه4 days ago
آریانا او آریانا نیوز ټلویزیوني شبکې د آسیاویژن میاشتنۍ جایزه وګټله
-
تازه خبرونه4 days ago
د شانګهای ټولنې د اړیکو ډله دې د افغانستان لپاره پخپل حال پاتې شي – پاکستان
-
لوبی4 days ago
اټک انرژي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د درېیم پړاو اتلولي خپله کړه