تازه خبرونه
د خبريالانو ژوند هره شېبه د مرګ له ګواښ سره مخ دي
په سویل لويدیځ زون کې خبریالان وايی جګړه د ښارونو منځ ته راغلې او هره شېبه خبریالان د مرګ له ګواښ سره مخامخ کېږي.
يادو خبریالانو چې د آریانانيوز د شهید شوي خبریال نعمتالله زهیر د فاتحې په مراسمو کې يې ګډون کړی و له حکومت غوښتي چې امنیتي مسوولین دې د خبریالانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.
په کندهار کې د آریانا ټلویزیون د شهید خبریال نعمتالله زهیر د ویر او فاتحې په مراسمو کې په دغه ولایت کي په خبریالانو سربېره د کندهار سيمه ييزو چارواکو هم ګډون کړی و. په سویل ختیځ زون کې خبریالانو د نعمتالله زهیر شهادت خواشینوونکی وباله او د جګړې له ښکېلو غاړو یې وغوښتل چې د خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي. دوی وایي جګړې اوس ښارونو ته راغلې او د خبریالانو ژوند هره شېبه له ګواښ سره مخ دی.
په کندهار کې د آزادو خبریالانو د ملاتړ ادارې مسول سمیع غیرتمل وايي: “دولت دې د شهيد نعمتالله زهیر او شهید یعقوب شرافت قاتلين معلوم او په سزا يې دې ورسوي.”
دوی له حکومت وغوښتل چې امنیتي مسوولینو ته سپارښتنه وکړي چې د رسنیو او خبریالانو د ژوند په ساتنه کې جدي هڅې وکړي. په همدې وخت کې د کندهار والي وایي په دې برخه کې به هېڅ امکانات ونه سپموي.
د کندهار والي همایون عزیزي وايي: “موږ به د خبريالانو له وړانديز سره سم هره مياشت يا هره اونۍ مجلس نيسو او د دوی د خونديتوب له پاره به په کره لارو فکر کوو.”
د مراسمو ګډونوالو د ارواښاد زهیر روح ته د دوعا لاسونه لپه کړل. نعمتالله زهیر د تېرې جمعې په ورځ په لښکرګاه کې د ماین په چاودنه کې شهید شو.
خبريال: احمدلودین
تازه خبرونه
د یوناما استازې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د یوناما له مشرې سره په لیدنه کې د افغانستان ستونزې “پېچلې” وارزولې او د ” بېلابېلو او څو اړخیزو حل لارو” په اړه یې ټینګار څرګند کړ.
د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې، چې پرون (دوشنبه د غویی څلیریشتمه) خپره شوې؛ لیکلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازې ميرمن روزا اوتنبایوا له ډاکټر امیر عبداللهیان سره کتلي او خبرې کړې دي.
په دې خبرپاڼه کې د ایران بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو له مخې لیکل شوي، چې: د افغانستان په کورنیو چارو کې د امریکا د هدفي لاسوهنو غځېدا به د دغه هېواد حالات نور هم پېچلي کړي.
نوموړي ویلي: د افغانستان ستونزې پېچلې دي؛ نو اړينه ده، چې پر څو اړخيزو حل لارو غور وشي.
دا غونډه د دوحې د درېیمې ناستې په څنډه کې جوړه شوې، چې د دوحې له لومړۍ او دوهیمې ناستې وروسته به د افغانستان پر وضعیت د ملګرو ملتونو پر کوربتوب جوړه شي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې رورا اتونبایوا د امیر حسین عبداللهیان سره د دوحې د درېیمې غونډې په اړه سلامشورې او د نظر تبادله وکړه.
میېرمن اتونبایوا د ایران د حکومت او خلکو له میلمه پالنې او د هغوی د وضعیت د ښه کېدو لپاره له ترسره شویو هڅو د مننې ترڅنګ په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د نړیوالې ټولنې پر بېتفاوتۍ نیوکه وکړه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو استازې په افغانستان کې د حالاتو پېچلتیا او د پرمختګونو بهیر تائید کړ او د دغه هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره د سیمهییزو فعالانو د بېلابېلو دریځونو پر همغږي کولو یې ټینګار وکړ.
اتونبایوا د ایران د سیمهییزو نوښتونو د اهمیت پر ارزولو د ګاونډیانو د غونډې په چوکاټ کې د ایران د سیاسی هڅو هرکلی وکړ.
دغه راز د افغانستان په چارو کې د ایران سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي له میرمن اوتنبایوا سره په جلا کتنه کې د افغانستان او سیمې واقعیتونو ته د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د دوحې د درېیمې غونډې د نېټې او د هغې د اجنډا په اړه څه ول شوي ندي؛ خو د ملګرو ملتونو لهخوا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل، چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د دې ټولنې پرېکړه ده، اړینه برخه وي. په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیرخان متقي د افغانستان لپاره د یوناما تر څنګ د بل استازي ټاکل د وخت اړتیا نه بولي.
تازه خبرونه
ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان د رایې حق وځنډاوه
ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان او پېنځه نورو هېوادونو د رايې ورکولو حق لنډمهالی ځنډولی دی.
دې ټولنې په اوبپاڼه کې لیکلي، چې افغانستان دې ټولنې ته د کلني غړیتوب حقالعضویت له پامه غورځولی دی.
دا خبر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ هم تائید کړی دی.
دې ټولنې دا هم ویلي، چې د دې ټولنې د منشور د ۱۹ مادې له مخې: هر هغه غړي هېواد، چې د دوه کلونو یا له دې د ډېر وخت لپاره د غړیتوب حقالعضویت سپارلی نهوي؛ د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د رایې ورکولو له حق څخه بې برخې پاتې کیږي.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو لپاره د غړیتوب حقالعویت ندی ورکړې له همدې کبله د دې ټولنې پوروړی دی.
د ملګرو ملتونو د غړیتوب کلنی حق العضویت دوه میلیون ډالره دی.
د راپورونو له مخې؛ له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب کلنی حقالعضویت د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پرې کاوه.
د ملګرو ملتونو په اوبپاڼه کې د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ افغانستان، اکواډور، کومورس، وینزویلا، سومالیا او ساو تومه هغه هېوادونه دي، چې له دوه کلونو پر تېرېدو یې هم د غړیتوب حقالعضویت ندی ورکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو ټولنې په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د افغانستان د لنډمهالي حکومت یا اسلامي امارت د نومول شوي استازي سهیل شاهین له منلو ډډه کړې ده.
تازه خبرونه
د افغانستان سیلاب ځپلیو ته مو د مرستو چمتووالی نیولی – ټوماس ویسټ
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټوماس ويسټ د افغانستان په بغلان، بدخشان، سمنګان، تخار، غور، هرات او نورو ولایتونو کې د وروستيو سيلابونو پر اوښتو زيانونو خپله خواشيني څرګنده کړې ده.
ټوماس ویسټ د دوشنبې پر ورځ ( د غویی څلیریشتمه ) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د امریکا متحدین په افغانستان کې د سېلاب ځپلیو لپاره د خوراکي توکو او اوبو په ګډون بېړنۍ مرستې رسوي.
دغه راز د افغانستان لپاره په قطر کې د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډیکر هم ویلي: امریکا سیلاب ځپلیو ته د بېړنیو مرستو د جلبولو، د خپلو همکارانو له لارې د خوراکي توکو او طبي تجهیزاتو د برابرولو لپاره له نورو سره یوځای کیږي.
د هېواد په يو شمېر ولايتونو په تېره بيا په بغلان کې د مرګوني سېلابونو راوتو ځايي اوسېدونکیو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
د وروستیو څرګندونو له مخې؛ د بغلان په دوه ولسوالیو کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
-
تازه خبرونه3 days ago
الله ګل مجاهد د قتل پر تور ونیول شو
-
تازه خبرونه2 days ago
په بغلان کې سېلابونو ۱۹۴۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
سوداگري3 days ago
افغانستان او پاکستان د بار وړونکیو موټرو پر نوي ټرانسپورټي میکانیزم هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
څو ایراني شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې پرېکړه وکړه – قدیر قیافه
-
تازه خبرونه13 hours ago
د یوناما استازې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
-
تازه خبرونه2 days ago
د حج او اوقافو وزارت چارسمبالي د ترکیې له ولسمشر سره وکتل
-
نړۍ17 hours ago
انټوني بلینکن اوکراین ته رسېدلی