تازه خبرونه
د ملي وحدت حکومت د مشرانو ۱۷ ژمنې تر کره کتنې لاندې نیول شوي
د مدني ټولنو نهو بنسټونو د ملي وحدت حکومت د مشرانو ۱۷ ژمنې څارلي او هغه یې تر کره کتنې لاندې نیولې دي.
د حکومت مشرانو د ټاکنیز کمپاین پر مهال او د ملي وحدت حکومت له جوړیدو وروسته خلکو ته ژمنې ورکړې،چې د مدني بنسټونو په باور حکومت د دې ژمنو په عملي کولو کې تر یوه بریده پاتې راغلی دی.
د دوی په وینا؛ حکومت، په ټاکنیز نظام کې د سمونونو، د کانونو په استخراج او په ځینو ولایتونو کې د وزارتونو تر منځ په نه همغږۍ تر کره کتنې او نقد لاندې راغی.
نهو مدني بنسټونو د دغو ژمنو اووه لس هغه تعقیب کړي دي.
مدني فعال تیمورحکیمیار وایي، د ملي وحدت حکومت د مشرانو په ځانګړي توګه د ولسمشر هغه ژمنې ، چې د ټاکنو په کمپایسن کې یې له ملت سره کړي؛ د دغو ۹ بنسټونو لخوا څارل شوي او تر کره کتنې لاندې راغلې دي.
د ملګرو ملتونو په چارو کې د ولسشر سلاکاره فرخنده زهرانادري وایي، هیله منه یم ، چې دا کره کتنه یوازې حکومت راونه نغاړي، بلکې ورو ورو ځانونه تر دولته هم ورسوي.مونږ هیله من یو، چې ډژر ژر به د پارلماني ټاکنو شاهد هم وو.
په ولسي جرګه کې د بدخشان استازې فوزیه کوفيپه ډاګه کړې، چې دا لکه لمر روښانه ده، چې په افغانستان کې هر څوک د خپلو خبرو مینان دي او خپلې خبرې روانې ساتي. کاش، چې اوس میرمن نادري ناسته وای او ورښودلي مو وای، چې له مدني ټولنو سره د ښځو د ځورونې او شرمولو په اړه څومره همغږي وو.
ټاکنې او په ټاکنیزو کمیسیونونو کې اصلاحات هغه څه دي، چې حکومت یې په تړاو په ځلونو ژمنې کړي؛ خو په دې څېړنه کې ځینې خنډونه لکه دا، چې ولې د ولسي جرګې ټاکنې نه دي تر سره شوي، په ګوته شوي دي.
مخکې له دې هم د ملي وحدت حکومت د کورنیو او نړیوالو بنسټونو لخوا په شویو څېړنو کې نقد شوی دی.
خبریال: علی اصغري
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی