Connect with us

تازه خبرونه

دیورند د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي او نړیواله پوله ده- لطیف پدرام

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

durand-line-saga-1485578103-3379د ملي کنګرې ګوند مشر وایي، چې دیورند د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي او نړیواله پوله ده؛ بحث پرې نور پای ته رسیدلی او د افغان دولت لخوا د دې کرښې نه منل یوازې ستونزې ډېروي.

دیورند په دې ورځو کې د افغانستان په سیاست کې تاوده بحثونه را ولاړ کړي او افغانستان له پاکستان جلا کوي؛ خو خو آیا دغه ستونزه به د کابل او اسلام آباد تر منځ حل شي؟

د افغانستان د ملي کنګرې ګوند رییس لطیف پدرام  په یوه رابلل شوې غونډه کې وویل، چې دیورند کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي سرحد دی.

نوموړي د افغان دولت دا ادعا، چې د اټک سیمه هم د افغانستان خاوره ګڼي، له سیاسي منطقه لیرې بولي.

د ولسي جرګې دوه یم مرستیال نذیر احمد احمدزی بیا دا نظریه کلکه ردوي او وایي؛ هیڅوک حق نلري، چې حتا د دې کرښې په اړه یوه خبره هم وکړي. دا یوازې د افغانستان خلک دې، چې باید پر دې کرښې پرېکړه وکړي.

هغه له حکومت غواړي، چې له افغانانو سره په همغږۍ کې دغه ستونزه پای ته ورسوي.

د ولسي جرګې غړې آرین یون وایي، هغه کسان، چې جان کري پر څوکیو کښینولي، پر دیورند کرښې د پرېکړې حق نلري.           

د ولسي جرګې غړی ملا تره خېل محمدي وایي، له ملي حاکمیته دفاع د هر افغان حق دی، حکومت دې له خلکو سره په همغږۍ کې دا ستونزه حل کړي؛ خو لکه څنګه، چې لیدل کیږي حکومت په دې اړه چپتیا غوره ګڼلې ده.

دیورند کرښه د افغانستان حکومتونو او ولسونو نه ده منلې، دا کرښه، چې د انګلستان د  نیواک پر مهال د یوه ولس د وېش په موخه راکښل شوې، ډېرې ستونزې یې را ولاړې کړي او د ملي وحدت حکومت هم  دیورند کرښه فرضي کرښه ګڼي.

خبریال: فواد ناصري

Advertisement

تازه خبرونه

اسلامي امارت به نړیوالو فشارونو ته تسلیم نشي – مولوي عبدالکبیر

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سې شنبې پر ورځ (د غویی یوولسمه) د کابل پولیتخنیک د زده‌کړ‌یالانو د فراغت په مراسمو کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت به نړیوالو فشارونو ته تسلیم نشي او نه به د هیچا پر فرمایش کار وکړي.

د کابل پولیتخنیک پوهنتون د زده‌کړیالانو‌ د فراغت مراسم د اسلامي امارت د چارواکو په حضور کې ترسره شول؛ خو ډېر پر سیاسي خبرو راڅرخېدل.

نوموړي په دې مراسمو کې زیاته کړې، چې د سیمې ټرانزیټ له افغانستان پرته ناشوني دی او چارسمبالی حکومت ترې ګټه پورته کوي.

د اسلامي امارت دغه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې چارسمبالی حکومت له یوې خوا د پروژو پر پلي کېدا او له بلې خوا د کانونو پر استخراج کار کوي.

هغه دغه راز هېواد ته د مهاجرینو د راستنېدو لپاره د شرایطو پر برابرولو هم ټینګار وکړ.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت چارسمبالي محمد خالد حنفي ویلي، اسلامي امارت په هېواد کې د عصري علومو د پراختیا مخالف ندی او غربي هېوادونه د اسلامي امارت پر خلاف په دې اړه منفي تبلیغات کوي.

د لوړو زده‌کړو وزارت چارسمبالي ندا محمد ندیم ټینګار کوي، چې اسلامي امارت د جګړې په ډګر کې بریالی شوی؛ د اقتصاد، روغتیا او پوهنې په ډګرونو کې به هم بریاوې ترلاسه کړي.

له بلې‌خوا د لوړو زده‌کړو وزارت یو شمېر نورو چارواکو ويلي؛ دغه وزارت هڅه کوي، چې د علمي او تحصیلي پراختیا په برخه کې پرمختګ وکړي او له نړیوالو معیارونو سره برابر شي.

د کابل پولیتخنیک پوهنتون د فراغت له دې پړاو څخه د ۱۷ څانګو ۵۳۷  زده‌کړیالان فارغ شول او د اسلامي امارت د چارواکو له‌خوا د فراغت سندونه ورکړ شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان ـ ترکمن چارواکو  په هرات کې د نورالجهاد سب سټیشن چارې وارزولې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۴۰۳)

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې د دې شرکت د رهبرۍ او ترکمن پلاوي ترمنځ د هرات نورالجهاد سب سټېشن د پاتې تخنیکي چارو د ژر بشپړېدو، فعالېدو او پرانیستلو په اړه ګډه ناسته ترسره شوه.

د افغانستان برښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمن رحماني په دې ناسته کې ویلي؛ اوس‌مهال د نورالجهاد سب سټیشن چارې د بشپړېدو په حال کې دي او ټاکل شوې د دواړو لوریو ترمنځ د  تخنیکي مسایلو له حل کېدلو وروسته نوموړی سب سټیشن فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه راز د ترکمنستان نړیوالو پروژو رییس مراد آرتیکوف ویلي؛ د نورالجهاد سب سټیشن چارې د دواړو لوریو ترمنځ په ښې همغږۍ ترسره شوي او ډېر ژر به بشپړې شي.

د آرتیکوف د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې د تجهیزاتو او نورو تخنیکي مسایلو پروتوکول هم په راتلونکیو ورځو کې تائید او وروستی شي.

ویل کیږي، چې د نوموړې پروژې له پرانیستې سره به هرات ته د ترکمنستان وارداتي برښنا کچه لوړه او زرګونه نوي پېرودونکي د برښنا له انرژۍ څخه برخمن شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له اسلامي امارت سره همکارۍ ته چمتو یوو- ایران

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۴۰۳)

په کابل کې د ایران سفارت د دوشنبې پر ورځ ( د غویی لسمه) د هرات ولایت په یوه جوماتن کې له وسلهوال برید وروسته څرګنده کړې، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له اسلامي امارت سره همکارۍ ته چمتو دی.

یاد سفارت دا غبرګون په هرات ولایت کې د شیعه‌ګانو پر جومات له وسله‌وال برید وروسته څرګند کړی دی.

دا سفارت دا برید “ترهګریزه پېښه” بولي او په کلکه یې غندلې ده.

د دغه سفارت په خبرپاڼه کې راغلې، چې ايران غواړي د دغه «جرم» عاملين وپېژني او سزا ورکړي.

دغه سفارت زیاته کړې؛ ایران له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له اسلامي امارت سره د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره خپل چمتووالی اعلانوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ويلي؛ تېره شپه (دوشنبه د ثور لسمه) د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په شهرک سیمه کې ناڅرګندو وسله‌وال پر لمونځ کوونکیو د کلاشینکوف ډزې کړي، چې ۶  ملکي وګړي یې وژلي او یو بل ټپي دی.

قانع زیاته کړې، چې د دې پېښې جزئیات به وروسته وړاتندې شي.

تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!