Connect with us

تازه خبرونه

په ځینو ښوونځیو کې له زده کوونکو غیرقانوني پیسې غوښتل کېږي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هېواد د پوهنې په نظام کې د پراخ فساد شتون د دی سبب شوي چې خلک په دغه بنست خپل باور له لاسه ورکړي.

د زده کوونکو کورنۍ وایې ځینې ښوونکې له زده کوونکو د غیر قانونې کارونو لپاره غیر قانونې پیسې اخلې چې دا کار د پوهنې راتلونکې له پوښتنې سره مخ کوي.

یو شمیر زده کوونکي هم په دغه بنسټ کې د پراخ فساد په شتون نیوکه کوي وایې دغه لړۍ به کړکیچ رامنځ ته کړي.

د روغتیایي قوانینو د څارنې ریاست هغه ځای چې په دي وروستیو کې په سلګونه تنه د ښوونځې زده کوونکې د غیر حاضري د تصدیق کولو لپاره ورځي. د یو شمیر زده کوونکو کورنۍ وایې ځینې ښوونکي له زده کوونکو 

څخه د خاضري جوړولو، د لوړو نمرو ورکولو او د اسنادو د جعل کولو په موخه پیسې اخلې او دا کار د پوهنې راتونکې له پوښتنې سره مخ کوي.

د ابو انرژۍ وزارت کارکونکی، محمد بشیر په دې هکله آریانا نیوز ته وویل: «دا د ډېر زوړ میتود له امله دي چې زده کوونکي نه شوی کولې ګټه ترې واخلي؛ نو همدا لامل کېږي چې زده کوونکي له درس څخه زړه توري کېږي او غیر حاضري کوي»

په همدې حال کې یو شمیر زده کوونکي په دغه بنسټ کې د پراخ فساد له شتون شکایت لري دوی وایې په بېلا بېلو پلمو له زده کوونکو  بډې اخیستل کیږي.

یوه تن د منصور په د کابل اوسېدونکي په دې هکله آریانا نیوز ته داسې و وېل: «پیسې غواړي او وایي چې د دې بدل کې تاسو حاضر نیسو او یا مو په ازموینې کې شامل وو او یا د تصدیق تاریخ صحیح کو».

یوه بله مېرمن د کابل اوسېدونکې د زده کوونکي مور په دې هکله اریانا نیوز ته داسې و وېل: «زموږ له اولادونو په مختلفو بهانو پیسې غواړي، دا یوازي د کړنه یوازي د بې وزلو او غریبو خلکو سره کوي، شتمنو او واسطه والو کار او حاضري یوازي په یوه تیلفیون سره کېږي».

هڅه مو وکړه چې په دي اړه د پوهنې وزارت نظر هم واخلو؛ خو ډېرو هڅو سره  بریالی نشو، دا په داسي حال کې ده چې تردې وړاندې سیګر یا د افغانستان لپاره د بیارغوني د څار اداره په دغه بنسټ کې د پراخ فساد له شتون خبرورکړی و، دغه رپوټ کې د خیالي ښوونکو، خیالي زده کوونکو او د ښوونکو د جذب په بدل کې د بډو اخیستو ته هم اشاره شوې وه.

Advertisement

تازه خبرونه

په سمنګان ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله ۲۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۳, ۱۴۰۳)

د سمنګان ولایت د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر ويلي؛ د دغه ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله ۵ کسان مړه شوي او ٢٤ نور ټپيان دي.

د سمنګان امنيه قومندانۍ زياته کړې؛ دا پېښه نن – پنجشنبه د غویی دیارلسمه) له غرمې مخکې يوولس بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو اینو ډوله موټر د بلخ او دره صوف ولسوالۍ ترمنځ له سرک واوښت.

د دغې سرچنې د څرګندونو له مخې؛ ټپيان د دره صوف ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي.

دغه راز څرګندوي؛ د درې ټپیانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى، چې د بلخ حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دغې پېښې لامل د موټر تخنیکي ستونزې یادې شوې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۳, ۱۴۰۳)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر د “افغانستان د بشري حقونو وضعیت” تر سرلیک لاندې په خپل درې میاشتني راپور کې د ښځو او نجونو، د رسنیو د ازادۍ، خپلسري نیولو، د جسمي مجازاتو او اعدام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.  

یوناما د پنجشنبې پر ورځ – د غویی دیارلسمه – په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر سپارښتنه یو راپور خپور کړ، چې په د دغو بریدونو له کبله تر ډېره شیعه افغانان له مرګ او ژوبلې سره مخ شوي دي.

د یوناما په راپور کې راغلي، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر مارچ پورې په افغانستان کې د داعش د بریدونو له کبله لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي او ۱۱۸ نور ټپیان دي.

د دغه راپور له مخې؛ د جنورۍ له شپږمې څخه تر یوولسمې پورې په کابل ښار کې د لاسي بمونو درې چاودنو لږ تر لږه ۷۹ ملکي وګړو ته مر او ژوبله اړولې ده.

د یوناما د څرګدونو له مخې؛ د جنورۍ پر شپږمه د کابل د دشت‌برچي سیمې په یوه مسافر وړونکي بس کې د ماین د چاودنې له کبله پېنځه ملکي وګړي ووژل شول او شل نور ټپیان دي.

دغه راز د جنورۍ پر نهمه د کابل په  الوخېل سیمه کې د افغانستان د محبسونو ریاست د کارکوونکیو پر موټر د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۳ تنه وژل شوي او ۱۳ نور پیان شول.

په دې راپور کې راغلي؛ د جنورۍ پر یوولسمه هم د کابل د دشت‌برچي اړوند په یوه سوداګریز مارکیټ کې د چاودنې له کبله، چې بڼه یې تر اوسه معلومه نده درې کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

راپور د هم څرګندوي، چې د دغو بریدونو په قربانیانو کې د نرینه‌وو په ګډون ښځې او ماشومان هم شته.

د یوناما د موندنو له مخې؛ په کندهار کې د کابل بانک د دفتر مخې ته په برید کې ۲۵ کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان دي. دا برید د مارچ پر یو‌ویشتمه رامنځته شوی، چې د دې برید پړه هم داعش منلې ده.

باید وویل شي، چې له مارچ راوروسته کابل او هرات د داعش د بریدونو شاهدان ول.

دغه راز په یوه تازه پېښه کې د دوشنبې پر ورځ – د غویی لسمه د داعش وسله‌والو د هرات ګذرې ولسوالۍ د شیعه‌ګانو د جومات پر لمونځ کوونکیو برید وکړ، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې شپږ کسن ووژل او یو بل ټپي شو.

په دغه راپور کې یوناما د ښځو او نجونو، د رسنیو د ازادۍ د وضعیت او په خپل سر نیول او توقیف، د جسمي مجازاتو او اعدام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د بښنې له اعلان سره – سره؛ د افغان حکومت د پخوانیو کارکوونکیو پر وړاندې ګواښونه روان دي. د یوناما د دغه راپور په یوه بله برخه کې راغلي چې د مارچ په اتلسمه په خوست ولایت کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي او دغه راز په پکتیکا ولایت کې اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.

اسلامي امارت دغه راپور بې بنسټه بولي او څرګندوي، چې د یوناما راپورونه تکراري، له پروپاګند څخه ډک او له اسنادو پرته دي؛ځکه، چې په هېواد کې د ښځو او نرینه‌وو حقونه خوندي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې رسنۍ د هېواد د قوانینو او ملي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره فعالیت کوي او د پخوانیو دولتي کارکوونکیو پر وړاندې هیڅ ډول ګواښ نشته.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن بللی او په هېواد کې یې د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې، چې اسلامي امارت یې بې بنسټه بولي.

د داعش د بریدونو د قربانیانو دغه شمېر په داسې حال کې وړاندې کیږي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش ډلې فزیکي شتون رد کړی او څرګندوي، چې دغه ډله ځپل شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د دفاع وزارت چارسمبالي د آذربایجان له سفیر سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۳, ۱۴۰۳)

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد د چارشنبې پر ورځ د غویی پر دولسمه په کابل کې د آذربایجان سفارت له چارسمبالي سره د کتنې پرمهال  ویلي؛ د سفارت بیا پرانستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره یو مثبت ګام دی.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد یعقوب مجاهد ویلي: د دوه مسلمانو هېوادونو ترمنځ دوستي او مشترکات ډېر د ویاړ خبره ده.

محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د آذربایجان د سفارت بیا پرانستل یو مثبت ګام یاد کړ او څرګندوي: د دې اوږدمهاله اړیکو د ټینګښت لپاره مونږ غواړو، چې په اقتصادي، سوداګریزو او نورو برخو کې همکارۍ ژر تر ژره پیل کړو.

د آذربایجان سفیر الهام محمدوف هم ویلي؛ مونږ چمتو یو، چې د اسلامي امارت او د دغه هېواد له خلکو سره د اړیکو د ټینګښت په برخه کې همکارۍ پراخې کړو.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!