تازه خبرونه
سیاسي څېرو له کنایو ډکې غوښتنې او پوښتنې راپورته کړې
د ملي وحدت اجرائیه رییس وایي؛ څوک، چې د سولې له بهیر سره یو ځای شوي؛ باید خپلو کړنو او ویناوو ته پام وکړي او د افغانانو تر منځ له کرکې پیداکولو ځان وساتي.
د افغان حکومت د سولې له تازه طرحې سره جوخت دا خبرې اوس تودې شوي، چې ممکن طالبانو ته ځینې ساحې وسپارل شي. که څه هم په دې اړه رسمي څه نه دي ویل شوي؛ خو ځینې پخواني حکومتي چارواکي او د ولسي جرګې غړي دغه پلان د بهرنیانو دسیسه بولي، چې په عملي کیدو سره به یې هېواد تجزیه شي.
د کندوز د پخواني امنیه قومندان مولانا عبدالرحمان سیدخېلي د اووم تلین نمانځغونډې ته اوسنيو او پخوانيو جهادي او سیاسي څېرو ویناوې کړي او پر روان وضعیت هم تم شوي دي.
اجرائیه رییس سوله یو فرصت بولي او هغه کسان، چې له دې بهیر سره یو ځای شوي، ترې یو لړ غوښتنې لري.
ښاغلي عبدالله عبدالله په خپلو خبرو د سولې له بهیر سره له یو ځای شويو ډلو وغوښتل، چې د خلکو د یوالي لپاره کار وکړي.
هغه وایي؛ څوک، چې د سولې له بهیر سره یو ځای شوي؛ باید خپلو کړنو او ویناوو ته پام وکړي او د افغانانو تر منځ له کرکې پیداکولو ځان وساتي.
د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال یونس قانوني وسلوالو مخالفینو ته د ځینو سیمو د سپارلو له احتمالي طرحې سره مخالفت وښود او دا یې یوه دسیسه وبلله او ویې ویل، چې که یوه څنډه هم وي؛ له ورسپارلو سره به یې افغانستان تجزیه شي.
د ولسي جرګې غړی اقبال ساپي دا د بهرنیو طرحه وګڼله او وایي؛ که څوک یې عملي کول وغواړي؛ دا به د هېواد په ګټه نه وي. مونږ نه یوازې د دې طرحې هرکلی نکوو، بلکې په وړاندې یې دریږو هم.
داسې اندېښنې هم را ولاړې شوي، چې ممکن ملي وحدت حکومت د کار له پای ته رسیدو وروسته د دې حکومت د غزولو هڅې وشي.
د حراست او ثبات شورا غړی عمر داووزی ملي وحدت حکومت ته په نغوته(اشاره) کې وایي؛ خلکو دا حکومت د ۵ کلونو لپاره په سړه سینه نه دی منلی. که په بېلابېلو بهانو له ۵ کلونو ډېر وغزیږي؛ یوه ورځ به یې هم پرینږدو، چې خپل غیر قانوني حکومت روان وساتي.
د ولسمشر سلاکار الماس زاهد څرګنده کړې، چې خلکو ته دې د ټاکنو زمینه برابره شي؛ چاته، چې خلک رای غواړي، رای ورکړ شي. پرته له دې به مونږ یو ځواکمن اسلامي حکومت نلرو.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني تېره ورځ پخپل وخت د ټاکنو پر ترسره کولو ټینګار وکړ او دا یې هم په ډاګه کړه، چې کار یې پای ومومي، یوه ورځ به هم په واک کې پاتې نشي.
تازه خبرونه
په سمنګان ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله ۲۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د سمنګان ولایت د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر ويلي؛ د دغه ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله ۵ کسان مړه شوي او ٢٤ نور ټپيان دي.
د سمنګان امنيه قومندانۍ زياته کړې؛ دا پېښه نن – پنجشنبه د غویی دیارلسمه) له غرمې مخکې يوولس بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو اینو ډوله موټر د بلخ او دره صوف ولسوالۍ ترمنځ له سرک واوښت.
د دغې سرچنې د څرګندونو له مخې؛ ټپيان د دره صوف ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي.
دغه راز څرګندوي؛ د درې ټپیانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى، چې د بلخ حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دغې پېښې لامل د موټر تخنیکي ستونزې یادې شوې دي.
تازه خبرونه
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر د “افغانستان د بشري حقونو وضعیت” تر سرلیک لاندې په خپل درې میاشتني راپور کې د ښځو او نجونو، د رسنیو د ازادۍ، خپلسري نیولو، د جسمي مجازاتو او اعدام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
یوناما د پنجشنبې پر ورځ – د غویی دیارلسمه – په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر سپارښتنه یو راپور خپور کړ، چې په د دغو بریدونو له کبله تر ډېره شیعه افغانان له مرګ او ژوبلې سره مخ شوي دي.
د یوناما په راپور کې راغلي، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر مارچ پورې په افغانستان کې د داعش د بریدونو له کبله لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي او ۱۱۸ نور ټپیان دي.
د دغه راپور له مخې؛ د جنورۍ له شپږمې څخه تر یوولسمې پورې په کابل ښار کې د لاسي بمونو درې چاودنو لږ تر لږه ۷۹ ملکي وګړو ته مر او ژوبله اړولې ده.
د یوناما د څرګدونو له مخې؛ د جنورۍ پر شپږمه د کابل د دشتبرچي سیمې په یوه مسافر وړونکي بس کې د ماین د چاودنې له کبله پېنځه ملکي وګړي ووژل شول او شل نور ټپیان دي.
دغه راز د جنورۍ پر نهمه د کابل په الوخېل سیمه کې د افغانستان د محبسونو ریاست د کارکوونکیو پر موټر د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۳ تنه وژل شوي او ۱۳ نور پیان شول.
په دې راپور کې راغلي؛ د جنورۍ پر یوولسمه هم د کابل د دشتبرچي اړوند په یوه سوداګریز مارکیټ کې د چاودنې له کبله، چې بڼه یې تر اوسه معلومه نده درې کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
راپور د هم څرګندوي، چې د دغو بریدونو په قربانیانو کې د نرینهوو په ګډون ښځې او ماشومان هم شته.
د یوناما د موندنو له مخې؛ په کندهار کې د کابل بانک د دفتر مخې ته په برید کې ۲۵ کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان دي. دا برید د مارچ پر یوویشتمه رامنځته شوی، چې د دې برید پړه هم داعش منلې ده.
باید وویل شي، چې له مارچ راوروسته کابل او هرات د داعش د بریدونو شاهدان ول.
دغه راز په یوه تازه پېښه کې د دوشنبې پر ورځ – د غویی لسمه د داعش وسلهوالو د هرات ګذرې ولسوالۍ د شیعهګانو د جومات پر لمونځ کوونکیو برید وکړ، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې شپږ کسن ووژل او یو بل ټپي شو.
په دغه راپور کې یوناما د ښځو او نجونو، د رسنیو د ازادۍ د وضعیت او په خپل سر نیول او توقیف، د جسمي مجازاتو او اعدام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د بښنې له اعلان سره – سره؛ د افغان حکومت د پخوانیو کارکوونکیو پر وړاندې ګواښونه روان دي. د یوناما د دغه راپور په یوه بله برخه کې راغلي چې د مارچ په اتلسمه په خوست ولایت کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي او دغه راز په پکتیکا ولایت کې اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.
اسلامي امارت دغه راپور بې بنسټه بولي او څرګندوي، چې د یوناما راپورونه تکراري، له پروپاګند څخه ډک او له اسنادو پرته دي؛ځکه، چې په هېواد کې د ښځو او نرینهوو حقونه خوندي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې رسنۍ د هېواد د قوانینو او ملي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره فعالیت کوي او د پخوانیو دولتي کارکوونکیو پر وړاندې هیڅ ډول ګواښ نشته.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن بللی او په هېواد کې یې د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې، چې اسلامي امارت یې بې بنسټه بولي.
د داعش د بریدونو د قربانیانو دغه شمېر په داسې حال کې وړاندې کیږي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش ډلې فزیکي شتون رد کړی او څرګندوي، چې دغه ډله ځپل شوې ده.
تازه خبرونه
د دفاع وزارت چارسمبالي د آذربایجان له سفیر سره وکتل
د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد د چارشنبې پر ورځ د غویی پر دولسمه په کابل کې د آذربایجان سفارت له چارسمبالي سره د کتنې پرمهال ویلي؛ د سفارت بیا پرانستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره یو مثبت ګام دی.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد یعقوب مجاهد ویلي: د دوه مسلمانو هېوادونو ترمنځ دوستي او مشترکات ډېر د ویاړ خبره ده.
محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د آذربایجان د سفارت بیا پرانستل یو مثبت ګام یاد کړ او څرګندوي: د دې اوږدمهاله اړیکو د ټینګښت لپاره مونږ غواړو، چې په اقتصادي، سوداګریزو او نورو برخو کې همکارۍ ژر تر ژره پیل کړو.
د آذربایجان سفیر الهام محمدوف هم ویلي؛ مونږ چمتو یو، چې د اسلامي امارت او د دغه هېواد له خلکو سره د اړیکو د ټینګښت په برخه کې همکارۍ پراخې کړو.
-
تازه خبرونه5 days ago
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
-
لوبی5 days ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل
-
لوبی2 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
-
تازه خبرونه2 days ago
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله
-
تازه خبرونه4 days ago
تېر کال د ۳۵ میلیون ډالرو پر ارزښت پراختیايي او بشري پروژې ترسره شوي
-
تازه خبرونه5 days ago
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي