تازه خبرونه
مونږ له طالبانو سره؛ خو طالبان له امریکایانو سره د سولې خبرې کوي
د افغانستان د ملي وحدت حکومت مشرانو د ژنیو دوه ورځنۍ ناستې کې څرګنده کړې، چې حکومت له طالبانو سره مذاکره کوي؛ خو د سولې خبرې به د افغانانو تر مشرۍ لاندې وي.
په داسې حال کې، چې طالبانو د ژنیو په ناسته کې د ولسمشر اشرف غني څرګندونې رد کړي او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي، چې د جګړې او سولې لوری امریکا دی، نه د دوی حکومت؛ خو اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د دغې ناستې په پای کې ويلي: د افغانستان سوله د سیمې ثبات ته ګټوره ده او له ناروغو سیمه ییزو سیالیو مخنیوی کوي.
اجرایي رییس دا هم ویلي، چې په وروستیو کلونو کې حکومت لاسته راوړنې درلودې؛ خو اوس هم هېواد له جدي ننګونو سره مخ دی.
اجرایي رییس عبدالله عبدالله زیاتوي؛ د سولې په اړه زمونږ دریځ روښانه دی، مونږ غواړو له طالبانو سره مذاکره وکړو، خو سوله باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت کې وي. په افغانستان کې سوله په سیمه او نړۍ کې د سولې معنا لري او کولی شي د پراختیا او سیمه ییزې همپالنې زمینه برابره کړي.
اجرائیه رییس وایي، په وروستیو کلونو کې پرمختګونه شوي؛ خو اوس هم افغانستان له ننګونو سره مخ یو هېواد دی.
نوموړي دا هم ویلي؛ هیله من یو، چې له ستونزو ډکه لار له یو او بل سره په همکارۍ کې ووهو؛ ځکه، نو د افغانستان بریالیتوب، زمونږ د ټولو بریالیتوب دی.
ښاغلي عبدالله په ډاګه کړې؛ د ولسمشرۍ ټاکنې باید پخپل وخت تر سره شي او د ټاکنو له کميسیون هم غوښتنه کوو، چې د ښو ټاکنو لپاره هڅه وکړي.
د هغه په وینا؛ د ولسي جرګې ټاکنې د افغانستان یوه ننګونه وه؛ خو په بریا تر سره او د افغانستان خلک له ګواښونو سره سره د رایو صندوقونو ته ولاړل. کمیسیونونه اړ دي، چې د ټاکنو په ښه والي کې رول ولوبوي؛ ځکه حکومت ژمن دی، چې د ولسمشرۍ ټاکنې پخپل وخت تر سره شي.
اجرائیه رییس دغه راز ویلي؛ حکومت ژمن دی، چې د دغې دوه ورځنۍ ناستې پر اعلان شویو ژمنو عمل وکړي.
سویس دوه ورځې( د لیندۍ ۶ او ۷) د ملي وحدت حکومت د مشرانو د ناستې کوربه و، چې له نړیوالې ټولنې سره خپلې لاسته راوړنې شریکې کړي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې باید د ټولو قومونو د استازو په ګډون یو حکومت جوړ شي – حسن کاظمي قُمي
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو دی او په دغه هېواد کې باید د ټولو قومونو د استازو په ګډون یو حکومت جوړ شي.
د ایسنا خبری آژانس د راپور له مخې؛ حسن کاظمی قُمی په قُم کې د افغان مهاجرینو غونډې ته د وینا پر مهال ویلي؛ “په افغانستان کې یوه داسې رښتیا رامنځته شوې، چې ټوله رښتیا نده. “
نوموړي خبرداری ورکړي: ” مونږ په ښکاره ویلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو لپاره دی او که غواړو، چې د بن له شرایطو سره بیا مخ نشو؛ باید دې مسلې ته پام وکړو.”
قُمي ټینګار کړی، چې ایران له اسلامي امارت سره د اړیکو په وخت کې د افغانستان نویو واکمنو ته هم خپلې مشورې وړاندې کوي.
هغه زیاته کړې: ” د ټولو قومونو له صالحو خلکو څخه جوړ حکومت کولی شي په افغانستان کې د سیاسي ثبات او د جوړولو د پیل بنسټ وي، چې اسلامي جمهوري دولت هم ورته پالیسي لري. “
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او چارسمبالي سفیر داعش ته په نغوته کې امریکا پر لاسوهنو او بې ثباته کوونکیو سیاستونو تورنه کړې او څرګندوي: نن امریکایان په افغانستان کې د پرون په پرتله ډېرې بدې هڅې کوي.
قُمي ویلي، چې په سیمه کې د امریکا د بدو اوناوړو کړنو بیه ” د افغانستان خلک پرې کوي.”
اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی، چې اوسنی حکومت ملي او ټولګډونه دی او د ټولو قومونو استازي په کې پراخ شتون لري.
د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د افغانستان په اړه د بن نړیوال کنفرانس جوړ شو، چې هدف یې پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته د یوه نوي حکومت جوړېدا وه.
تازه خبرونه
مونږ له نړۍ سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر بنسټ تعامل غواړو
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ویلي؛ د لوړ پوړیو چارواکو سفرونه د دې څرګندويي کوي ، چې اسلامي امارت د ګاونډ او سیمې هېوادونو په ګډون له نړۍ سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر بنسټ تعامل غواړي.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي: د شنبې پر ورځ د غبرګولي پېنځمه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره وکتل.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې تېره ورځ په ارګ کې ترسره شوې؛ نورالدین عزیزي د روسیې او اسلامي نړۍ په پېنځلسمه نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره تاتارستان ته د خپل سفر راپور د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته وړاندې کړ.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر یاد سفر د افغانستان د صادراتو او سوداګرۍ په برخه کې له ډېرو لاسته راوړنو ډک وباله او څرګندوي، چې روسي شرکتونو او بنسټونو په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا وښوده.
نوموړي زیاته کړې، په یاد سفر کې یې د اسلامي امارت ښه استازولي کړې او د غونډې ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ، چې افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
ویل کیږي، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له نورالدین عزیزي څخه مننه وکړه او د نوموړي دغه سفر یې مثبت وباله.
د روسيې او اسلامي نړۍ پېنځلسمه نړيواله اقتصادي غونډه د ۸۰ هېوادونو د استازو په ګډون په تاتارستان کې تر سره شوې ده.
تازه خبرونه
د کابل- کندهار پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له کبله ۳۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د زابل عامې روغتیا ریاست چارواکو ويلي؛ د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه بس د چپه کېدو له کبله د یوې میرمنې په ګډون دوه کسان مړه شوي او ۳۷ نور ټپیان دي.
د زابل ولايت د عامي روغتيا ریيس ميرويس افغان وايي، چې دا پېښه تېره شپه (د غبرګولي پېنځمه) د دې ولايت د شهر صفا ولسوالۍ د کاريزګي په اړوند سيمه کې رامنځته سوې ده.
په ټپيانو کې ٢٦ نرينه او ١١ ښځې دي، چې د درملنې لپاره د شهر صفا ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي دي.
-
لوبی3 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
فلسطیني دولت باید د خبرو له لارې راجوړ شي – امریکا
-
تازه خبرونه5 days ago
د تېرو لس ورځو په سېلابونو کې ۵۶۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه3 days ago
په بامیان ولایت کې د سمڅو اوسېدونکیو ته د استوګنې کورونه جوړیږي
-
تازه خبرونه4 days ago
آریانا او آریانا نیوز ټلویزیوني شبکې د آسیاویژن میاشتنۍ جایزه وګټله
-
تازه خبرونه4 days ago
د شانګهای ټولنې د اړیکو ډله دې د افغانستان لپاره پخپل حال پاتې شي – پاکستان
-
لوبی4 days ago
اټک انرژي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د درېیم پړاو اتلولي خپله کړه
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې غونډې نېټه وټاکل شوه