تازه خبرونه
د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د نوملیکنې بهیر پیل شو
د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د نوملیکنې بهیر د ټاکلي مهالوېش له مخې نن( شنبه د مرغومي لومړۍ) پیل شو.
په لومړۍ ورځ هیڅوک ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ندي ورغلي؛ دا لړۍ به یوولس نورې ورځې هم روانه وي.
د ولسمشرۍ د ټاکنیز مهالوېش له مخې؛ د نوماندانو وروستی نوملړ د سلواغې پر ۲۶ اعلامیږي؛ ټاکنیزې هڅې ورته د روان کال د مرغومي له ۲۸ پیل او د ۱۳۹۸ ل کال د وري پر ۲۸ پای ته رسیږي.
ویل کیږي، چې محمد حنیف اتمر ولسمشریزو ټاکنو ته احتمالي نوماند دی؛ محمد یونس قانوني او محمد محقق به یې د لومړي او دوه یم مرستیال په توګه ټاکنیزې مبارزې ته ورودانګي.
د ټاکنو خپلواک کمیسسیون کمیشنر رفیع الله بیدار وایي، تر اوسه پورې د حنیف اتمر، زلمي رسول، رحمت الله نبیل او احمد ولي په ګډون دوه ویشت کسانو له دوی څخه د نوماندۍ معلوماتي کڅوړې تر لاسه کړې دي.
نوموړي ویلي، چې هر نوماند باید له شل ولایتونو څخه یولک یا سل زره ملاتړ کوونکي ولري. که په دې شرایطو برابر کسان پر وروستۍ ورځ هم راشي؛ نوماند پېژندل کیدی شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وایي: د ټاکنو کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کولو ته بشپړ چمتوالی لري
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علي نجفي وایي: تېره ورځ بیا ولسمشر د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي غوښتي وه، چې مونږ له تاسو څلور ټاکنې غواړو. دا حکومتي کمیسیون دی او هر څه، چې حکومت غواړي دوی یې تر سره کوي.
بلخوا د ولسمشر دوه یم مرستیال د ټاکنو خپلواک کمیسیون په دې خاطر، چې د ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته یې چمتووالی ندی نیولی، له قانون څخه پر سرغړونه او کمزورتیا تورنوي.
سرور دانش په دې اړه لیکلي: ځنې تخینکي ستونزې د ټیټ ظرفیت په خاطر دي؛ خو خپلواکي پدې معنا نده، چې د اساسي قانون حکمونه عملي نشي یا د دولت او کمیسیون مسوولیتونه او ژمنې بابېزه وګڼي. کمیسیون اړ دی، چې په خپل جوړښت کې لازم سمونونه راولي او خپل طرفیت لوړ کړي؛ نه دا، چې د خپلې کمزورتیا له کبله له قانون سرغړونه وکړي.
همدارنګه د اجرئیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د نوماندۍ په اړه اوس څه نه وایو؛ خو څه، چې ډېر مهم ښکاري هغه پخپل وخت د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کیدل دي.
د ټاکنیز مهالوېش له مخې؛ ولسمشریزې ټاکنې د نوي کال د وري پر ۳۱ تر سره کیږي او لومړنۍ پایلې یې د غویی پر ۲۱ او وروستۍ پایلې به یې د غبرګولې پر ۲۵ اعلام شي.
ویل کیږي، چې تر اوسه یو شمېر ګوندونه، بهیرونه ، سیاسي څېرې ولسمشر او اجرئیه رییس ندي توانیدلي، چې خپلې ټاکنیزې ډلې جوړې کړي.
خبریال: باعث حیات
تازه خبرونه
په روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سرهزر نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.
تازه خبرونه
هند بار دیگر از حمایت صحی افغانستان اطمینان داد
مسوولان هندی میگویند این کمکها بیانگر تعهد دهلینو برای بهبود خدمات صحی و فراهمسازی دسترسی مردم افغانستان به درمانهای نجاتبخش است.
هند بار دیگر بر تداوم کمکهای بشردوستانه و همکاریهای صحی با افغانستان تأکید کرده و گفته است که تأمین درازمدت ادویههای ضروری در اولویت همکاریهای دو کشور قرار دارد.
بر بنیاد معلومات وزارت صحت و رفاه خانوادهٔ حکومت هند، جِیپی نَدا، وزیر صحت هند، با نورجلال جلالی، وزیر صحت عامهٔ افغانستان، دیدار و گفتوگو کرده است. در این دیدار، دو طرف روی تقویت همکاریها در بخش صحت و رسیدگی به نیازهای صحی مردم افغانستان بحث کردند.
در جریان این دیدار، بهگونهٔ نمادین ادویههای درمان سرطان و واکسینها به جانب افغانستان سپرده شد که نشاندهندهٔ تعهد دوامدار هند در حمایت از نظام صحی افغانستان است. همچنان وزارت صحت هند اعلام کرده که یک محمولهٔ بزرگ شامل ادویهها، واکسینها و یک دستگاه سیتیاسکن ۱۲۸اسلایس نیز در چارچوب کمکهای بشردوستانه به افغانستان ارسال میشود.
مسوولان هندی میگویند این کمکها بیانگر تعهد دهلینو برای بهبود خدمات صحی و فراهمسازی دسترسی مردم افغانستان به درمانهای نجاتبخش است.
تازه خبرونه
په بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.
امنیتي سرچینو ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت (IEA) ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت د اړوند سیمې د هغو شکنو کسانو پر پټنځای برید کړی، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاورې کې پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا عملیات د سېشنبې پر شپه د فیضآباد ښار د اړوند سیمې د هغو شکمنو کسانو پر پټنځای تر سره شوي، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاوره کې پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.
سرچینې زياته کړې؛ د بريد په اړه د ځانګړو پلټنو پايلې او د نيول شوي کس لومړني اعترافات څرګندوي، چې د بريد پلان له افغانستان څخه بهر ترتيب شوی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت د لیندۍ پر شپږمه / د نومبر پر اووهویشتمه ویلي وه؛ په خاتلون ولایت کې د برید له کبله درې چینايي وګړي وژل شوي دي.
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
تازه خبرونه5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
-
تازه خبرونه3 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
لوبی4 days agoکلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا د افغان بلیک هاک چورلکو دوهیمه جوپه پیرو ته وسپارله

