Connect with us

تازه خبرونه

په لوګر ولایت کې یو موتر له چاودیدونکیو توکو ډک نیول شوی

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د لوګر امنیه قومنداني ویاند وایي؛ تېره شپه ۱۰:۳۰ بجې د دې ولایت اړوند په تنګي واغجان سیمه کې ملي پولیسو له چاودیدونکیو توکو ډک کرولا موتر له یوه بریدکوونکي سره، چې ناصر نومیږي نیولی دی.

د لوګر امنیه قومنداني ویاند شاپور احمدزی زیاتوي؛ بریدګر د هلمند ولایت د ګرشګ ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی، چې اوسمهال د لوګر ولایت د مرکز الوزيو بابوس په کلي کې اوسیده.

نوموړي دا هم ویلي، چې موتر بمب د پولیسو لخوا شنډ شوی او له نیول شوي کس پوښتنې روانې دي.

لوګر  یو له هغو ولایتونو دی، چې په لیرې پرتو سیمو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.

تازه خبرونه

کورنیو چارو وزیر او د چین سفیر پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییز ثبات خبرې وکړې

د کورنیو چارو وزارت د یوې رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې دواړو خواوو د کابل او بیجینګ ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او پراخولو پر لارو چارو بحث وکړ او په دې خبرو کې د سیمه‌ییزو ننګونو د حل په برخه کې د چین هڅې او رول وستایل شو.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر ژاو ژینګ سره ولیدل او دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو مسلو په اړه خبرې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت د یوې رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې دواړو خواوو د کابل او بیجینګ ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او پراخولو پر لارو چارو بحث وکړ او په دې خبرو کې د سیمه‌ییزو ننګونو د حل په برخه کې د چین هڅې او رول وستایل شو.

په غونډه کې ټینګار شوی، چې افغانستان په ټوله سیمه کې د سولې او ثبات د ودې لپاره ژمن دی. په داسې حال کې، چې د مهمو مسلو حل او د خپلو خلکو هوساینې ته لومړیتوب ورکوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کندهار کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شول

د سرچینې د څرګندونو له مخې: د دغه برید په غبرګون کې افغان امنیتې ځواکونو ځوابي برید وکړ؛  ٦ پاکستاني سرتېري یې وژلي او یو بل پوځي یې ټپي کړی دی.

Published

on

آریانا نیوز ته سرچینو ویلي؛ تېره شپه د اسلامي امارت او پاکستاني فوځي رژیم د ځواکونو ترمنځ په سپین بولډک ولسوالۍ کې هغه مهال نښته رامنځته شوه، چې پاکستاني پوځي رژیم پر یوه افغان ماشوم ډزي وکړي او هغه یې وواژه.

د سرچینې د څرګندونو له مخې: د دغه برید په غبرګون کې افغان امنیتې ځواکونو ځوابي برید وکړ؛  ٦ پاکستاني سرتېري یې وژلي او یو بل پوځي یې ټپي کړی دی.

سرچینې زیاته کړې؛ امنیتې ځواکونو ته د افغان ماشوم او د یوه پاکستاني سرتېري جسدونه لاسته ورغلي دي.

ویل کیږي، چې په دې جګړه کې لسګونه میله سپکې او درندې وسلي هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات پاور او افغان ګاز د تړون غځېدا؛ د کورني برښنا تولید به لس کاله نور هم دوام وکړي

د دې قرارداد له مخې؛ بیات پاور به د طبیعي ګاز پر کارولو د برښنا تولید ته دوام ورکړي او تولید شوې برښنا به د افغانستان برښنا شرکت له لارې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو او د هېواد د صنعتي ودې د ملاتړ لپاره ووېشل شي.

Published

on

Last Updated on: غویی ۷, ۱۴۰۵

د بیات پاور شرکت له افغان ګاز شرکت سره د طبیعي ګاز د پېر او پلور قرارداد وغځاوه؛ دا هڅه د راتلونکو لس کلونو لپاره د ۴۰ میګاواټه برښنا د تولید زمینه برابروي.

د دې قرارداد له مخې؛ بیات پاور به د طبیعي ګاز پر کارولو د برښنا تولید ته دوام ورکړي او تولید شوې برښنا به د افغانستان برښنا شرکت له لارې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو او د هېواد د صنعتي ودې د ملاتړ لپاره ووېشل شي.

د جوزجان ولایت د افغان ګاز شرکت مسوولان وایي، چې دا شرکت د بیات پاور لپاره د اړتیا وړ ګاز برابرولو ته ژمن دی او له دې پروژې به هر اړخیز ملاتړ وکړي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د دې قرارداد ارزښت په دې کې دی، چې برښنا له کورنیو سرچینو تولیدېږي او د هېواد د انرژۍ د ځان بسیاینې په پیاوړتیا کې اړین رول لري.

د جوزجان د افغان ګاز شرکت رییس اختر محمد منصور ټینګار کړی، چې د دې پروژې لپاره د ګاز دوامداره تولید لومړیتوب لري.

له بلې خوا د بیات پاور د عمومي رییس مرستیال محمد اسماعیل ویلي، چې د دې قرارداد له غځولو سره به د طبیعي ګاز له لارې د برښنا تولید د راتلونکو لس کلونو لپاره دوام ومومي.

د بیات پاور د عمومي رییس مرستیال حاجي محمد اسماعیل وایي: ډېر خوښ یوو، چې نن له افغان ګاز شرکت سره د ګاز د پېر او پلور د قرارداد د غځېدا شاهدان یوو. لکه څنګه، چې تاسې پوهېږئ؛ بیات پاور شرکت له څو کلونو راپدېخوا په شبرغان کې له طبیعي ګاز څخه ۴۰ میګاواټه برښنا تولیدوي او دا برښنا د افغانستان برښنا شرکت له لارې وېشل کېږي. دا بهیر به د یاد قرارداد له غځېدا سره د راتلونکو لس کلونو لپاره دوام وکړي. همدارنګه د افغان ګاز شرکت او د هغې له رهبرۍ څخه مننه کول په کار دي.

بیات پاور شرکت په تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو کې د افغانستان لومړنی خصوصي شرکت دی، چې له طبیعي ګاز څخه برښنا تولیدوي. دغه برښناکوټ، چې په جوزجان ولایت کې موقعیت لري؛ د پرمختللې ګازي توربین پر کارولو دا مهال د سلګونو زره ګډونوالو لپاره برښنا برابروي او هر کال تر ۳۰۰ میلیون کیلوواټ-ساعت ډېره برښنا تولیدوي.

دا هڅه د کورني انرژۍ د تولید د پیاوړتیا، پر بهرنیو سرچینو د اتکا د کمولو او د هېواد د اقتصادي ودانیزو بنسټونو د پراختیا پر لوري اړین ګام بلل کېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!