Connect with us

تازه خبرونه

طالبانو له امریکایي پلاوي سره د خبرو ۱۴ کسیز پلاوی په ډاګه کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې( د سلواغې ۲۳) په ډاګه کړې، چې د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ له امریکایي پلاوي سره د خبرو کولو لپاره سیاسي مرستیال ملابرادر ته د یوې ۱۴ کسیزې مرکچي ډلې د جوړولو سپار ښتنه شوې ده.

په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې مخ په زیاتیدو دي. د امریکا، افغان دولت او وسلوالو طالبانو له هڅو داسې برېښي، چې ښکېلې خواوې د سولې چټکو خبرو ته لیواله دي. وسلوالو طالبانو د قطر دفتر د خبرو لپاره تازه څوارلس کسیز پلاوی اعلان کړی دی. طالبانو ویلي چې دغه پلاوی به له امریکايي پلاوي سره خبرې کوي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې؛ د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ له امریکایي پلاوي سره د طالبانو د مرکچي ډلې غړي په لاندې توګه په ډاګه شوي دي:

مولوی ضیاءالرحمن مدني، مولوي عبدالسلام حنفي، شیخ شهاب الدین دلاور، ملا عبداللطیف منصور، ملا عبدالمنان عمري، مولوی امیرخان متقي، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه، مولوی مطیع الحق، ملا محمد انس حقاني، ملا نورالله نوری، مولوی محمد نبي عمري او ملا عبدالحق وثیق.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې دغه ۱۴ کسیز پلاوی به له امریکایي پلاوي سره پیل شوې خبرې وغزوي او د ورکړ شوي صلاحیت له مخې به اړوند چارې تر سره کوي.

طالب  ویاند ویلي، چې د پلاوي په نوملړ کې محمد انس حقاني هم یاد شوی؛ خو نوموړی تر اوسه پورې له بنده ندی آزاد شوی.

نوموړي زیاته کړې، چې د مدرسې زدکوونکی و او داسې کومه کړنه یې نده تر سره کړې، چې له کبله یې په بند کې پاتې شي.

هغه وایي، چې حقاني باید خوشې شي او د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.

د افغانستان حکومت د انس حقاني په اړه ویلي، چې نوموړی په بند کې دی او د خوشې کیدو په اړه یې کومه پرکړه نده شوې. د افغانستان حکومت په دې اړه د قانون پلي کولو ته اړ دی او هغه کسان، چې د افغانستان د خلکو په وړاندې د جرم تر سره کوونکي پېژندل شوي؛ د هېواد د نافذه قانون له مخې به یې په اړه پرېکړه کیږي. د افغانستان خلک دې د عدلت پر پلي کیدو ډاډه وي.

سیاسي کارپوه جاوید فیصل وایي، چې له شک پرته طالبان د سولې لپاره رښتینې هڅې نه کوي. دا مونږ یو او د افغانستان خلک دي، چې سوله غواړو او امریکا هم ورته هڅې کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد هم د سولې لپاره خپل پېنځم سفر له بلجیم څخه پیل کړی او په بروکسل کې یې د ناتو له عمومي منشي سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

 د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ په خپل تویت کې لیکلي، چې ماموریت یې په افغانستان کې د سولې شرایطو ته زمینه برابروي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ناتو متحدین هڅه کوي، چې په افغانستان کې یو سوله ییز حل ومومي او په افغانستان کې زمونږ ماموریت د سولې شرایطو ته د زمینې له برابرولو سره مرسته کوي.

پوځي کارپوه اسدالله ندیم وایي، چې د بهرنیو ځواکونو وتل اوسمهال ښه ندي او دا کار باید د سولې له بهیر سره ونه تړل شي؛ ځکه طالبان اوس هم له امریکایانو سره اړیکې لري.  

که څه هم امریکا ټينګار کوي، چې وسلوال طالبان باید له افغان دولت سره د سولې مخامخ خبرو ته کښیني؛ خو وسلوالو طالبانو له افغان دولت سره د سولې خبرې رد کړې دي.

د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زائیري وایي؛ مونږ هیله من یو، چې د زلمي خلیلزاد د پېنځم پړاو په خبرو کې به له حکومت سره د مخامخ خبرو زمینه برابره شي.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وایي؛ زما په فکر له خلیلزاد سره پرلپسې خبرې به غوره وي او دا کار کولی شي، چې رڼا رامنځته کړي.  

امریکا د افغانستان د شخړې د اوارۍ لپاره د افغانانو پر خپلمنځیو خبرو ټینګار کړی؛ خو طالبان له افغان دولت سره له خبرو انکار کوي. دا، چې د سولې تازه هڅې به دغه بهیر ته کوم تګلوری وټاکي، وخت به یې په ډاګه کړي.

Advertisement

تازه خبرونه

په سمنګان ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله ۲۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۳, ۱۴۰۳)

د سمنګان ولایت د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر ويلي؛ د دغه ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله ۵ کسان مړه شوي او ٢٤ نور ټپيان دي.

د سمنګان امنيه قومندانۍ زياته کړې؛ دا پېښه نن – پنجشنبه د غویی دیارلسمه) له غرمې مخکې يوولس بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو اینو ډوله موټر د بلخ او دره صوف ولسوالۍ ترمنځ له سرک واوښت.

د دغې سرچنې د څرګندونو له مخې؛ ټپيان د دره صوف ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي.

دغه راز څرګندوي؛ د درې ټپیانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى، چې د بلخ حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دغې پېښې لامل د موټر تخنیکي ستونزې یادې شوې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۳, ۱۴۰۳)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر د “افغانستان د بشري حقونو وضعیت” تر سرلیک لاندې په خپل درې میاشتني راپور کې د ښځو او نجونو، د رسنیو د ازادۍ، خپلسري نیولو، د جسمي مجازاتو او اعدام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.  

یوناما د پنجشنبې پر ورځ – د غویی دیارلسمه – په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر سپارښتنه یو راپور خپور کړ، چې په د دغو بریدونو له کبله تر ډېره شیعه افغانان له مرګ او ژوبلې سره مخ شوي دي.

د یوناما په راپور کې راغلي، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر مارچ پورې په افغانستان کې د داعش د بریدونو له کبله لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي او ۱۱۸ نور ټپیان دي.

د دغه راپور له مخې؛ د جنورۍ له شپږمې څخه تر یوولسمې پورې په کابل ښار کې د لاسي بمونو درې چاودنو لږ تر لږه ۷۹ ملکي وګړو ته مر او ژوبله اړولې ده.

د یوناما د څرګدونو له مخې؛ د جنورۍ پر شپږمه د کابل د دشت‌برچي سیمې په یوه مسافر وړونکي بس کې د ماین د چاودنې له کبله پېنځه ملکي وګړي ووژل شول او شل نور ټپیان دي.

دغه راز د جنورۍ پر نهمه د کابل په  الوخېل سیمه کې د افغانستان د محبسونو ریاست د کارکوونکیو پر موټر د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله ۳ تنه وژل شوي او ۱۳ نور پیان شول.

په دې راپور کې راغلي؛ د جنورۍ پر یوولسمه هم د کابل د دشت‌برچي اړوند په یوه سوداګریز مارکیټ کې د چاودنې له کبله، چې بڼه یې تر اوسه معلومه نده درې کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

راپور د هم څرګندوي، چې د دغو بریدونو په قربانیانو کې د نرینه‌وو په ګډون ښځې او ماشومان هم شته.

د یوناما د موندنو له مخې؛ په کندهار کې د کابل بانک د دفتر مخې ته په برید کې ۲۵ کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان دي. دا برید د مارچ پر یو‌ویشتمه رامنځته شوی، چې د دې برید پړه هم داعش منلې ده.

باید وویل شي، چې له مارچ راوروسته کابل او هرات د داعش د بریدونو شاهدان ول.

دغه راز په یوه تازه پېښه کې د دوشنبې پر ورځ – د غویی لسمه د داعش وسله‌والو د هرات ګذرې ولسوالۍ د شیعه‌ګانو د جومات پر لمونځ کوونکیو برید وکړ، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې شپږ کسن ووژل او یو بل ټپي شو.

په دغه راپور کې یوناما د ښځو او نجونو، د رسنیو د ازادۍ د وضعیت او په خپل سر نیول او توقیف، د جسمي مجازاتو او اعدام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د بښنې له اعلان سره – سره؛ د افغان حکومت د پخوانیو کارکوونکیو پر وړاندې ګواښونه روان دي. د یوناما د دغه راپور په یوه بله برخه کې راغلي چې د مارچ په اتلسمه په خوست ولایت کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي او دغه راز په پکتیکا ولایت کې اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.

اسلامي امارت دغه راپور بې بنسټه بولي او څرګندوي، چې د یوناما راپورونه تکراري، له پروپاګند څخه ډک او له اسنادو پرته دي؛ځکه، چې په هېواد کې د ښځو او نرینه‌وو حقونه خوندي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې رسنۍ د هېواد د قوانینو او ملي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره فعالیت کوي او د پخوانیو دولتي کارکوونکیو پر وړاندې هیڅ ډول ګواښ نشته.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن بللی او په هېواد کې یې د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې، چې اسلامي امارت یې بې بنسټه بولي.

د داعش د بریدونو د قربانیانو دغه شمېر په داسې حال کې وړاندې کیږي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش ډلې فزیکي شتون رد کړی او څرګندوي، چې دغه ډله ځپل شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د دفاع وزارت چارسمبالي د آذربایجان له سفیر سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۳, ۱۴۰۳)

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد د چارشنبې پر ورځ د غویی پر دولسمه په کابل کې د آذربایجان سفارت له چارسمبالي سره د کتنې پرمهال  ویلي؛ د سفارت بیا پرانستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره یو مثبت ګام دی.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد یعقوب مجاهد ویلي: د دوه مسلمانو هېوادونو ترمنځ دوستي او مشترکات ډېر د ویاړ خبره ده.

محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د آذربایجان د سفارت بیا پرانستل یو مثبت ګام یاد کړ او څرګندوي: د دې اوږدمهاله اړیکو د ټینګښت لپاره مونږ غواړو، چې په اقتصادي، سوداګریزو او نورو برخو کې همکارۍ ژر تر ژره پیل کړو.

د آذربایجان سفیر الهام محمدوف هم ویلي؛ مونږ چمتو یو، چې د اسلامي امارت او د دغه هېواد له خلکو سره د اړیکو د ټینګښت په برخه کې همکارۍ پراخې کړو.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!