Connect with us

تازه خبرونه

افغان حکومت به د سولې د خبرو په بهانه انس حقاني چا ته د ډالۍ په توګه ورنکړي- مرتضوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشر د ویاند مرستیال ویلي، چې افغان حکومت به د سولې د خبرو په بهانه انس حقاني چا ته د ډالۍ په توګه ورنکړي او په دې اړه به د افغانستان د قوانینو پر بنسټ پرېکړه وشي.

ولسمشرۍ ماڼۍ دا ټینګار هم وړاندې کړ، چې د هیڅ هېواد په سپارښتنه  او په هیڅ صورت کې به انس حقاني د سولې په پلمه د چا لپاره ډالۍ ورنکړ شي.

د شنبې پر ورځ( د کب ۴) د آریانا نیوز په یوه مناظره کې د ولسمشر د ویاند مرستیال سید شاه حسین مرتضوي دغه څرګندونې د طالبانو په مرکچي ډله کې د انس حقاني د نوم شاملولو په غبرګون کې کړي او د حکومت پر مخالفو سیاستوالو، چې د مسکو په ناسته کې یې له طالبانو سره مخامخ خبرې درلودې نیوکه کړې او دوی ته د بې پروګرامه او امتیاز غوښتوونکي اپوزیسون خطاب وشو او وایي، چې دغه سیاسي شخصیتونه  د افغانستان په مهمو ناستو کې د خلکو د استازیتوب توان نلري.  

د ولسمشر د ویاند مرستیال د طالبانو د مرکچي ډلې مشر عباس ستانکزی شرابي بولي او وایي،  چې د مسکو په ناسته کې یې سیاست والو ته د اسلام پېژندنې درس ورکړ.

د ولسمشر د ویاند مرستیال سید شاه حسین مرتضوي وایي؛ ښاغلی ستانکزی، چې د ملا محمد عمر په پېر کې یې د شراب څښلو پر جرم ټيټه دنده درلوده؛ افغان سیاستوالو ته یې د اسلام پېژندنې درس ورکړ؛ خو زمونږ دغو ښاغلیو، چې ۱۷ کاله په حکومت کې دنده لرله د ستانکزي پر وړاندې یې د ولسمشر غني له حکومته دفاع ونکړه او د خپلو کارنامو او کړنو ننګه یې وړاندې کړه.                    

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر او د مسکو ناستې برخوال عمر زاخېلوال د نوموړي خبرو ته په غبرګون کې څرګنده کړه؛ هغو کسانو، چې تاسې وایئ ستانکزي درس ورکړ؛ هغوی د اوسني نظام بنسټوال دي. په مسکو کې یې لکچر ندی اوریدلی، بلکې طالبانو ته یې لکچر ورکړی دی.   

داسې ښکاري، چې د سولې بهیر په تړاو د حکومت او سیاسي څېرو تر منځ اجماع شتون نلري او دواړه خواووې متفاوت نظریات لري. هغه څه، چې د سولې هڅو په وړاندې یو کلیدي او کړکیچ زیږونکی خنډ ګڼل کیږي.

سیاسي فعال وحید مژده وایي؛ اشرف غني ونشو کولی، چې اجماع رامنځته کړي؛ شرایط تر ډېره  د داکتر نجیب پېر ته ورته ښکاري. که حالات همداسې روان وي، هغه وخت کودتا وشو اوس کیدی شي ستر سیاسي بحرانونه رامنځته شي.           

داسې خبرې کیدې، چې له امریکا سره د طالبانو د مذاکراتو په لړ کې له زندان څخه د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د زوی او د سراج الحق حقاني د ورور انس حقاني خوشې کولو ته زمینه برابره کړي؛ ځکه د هغه نوم د مرکچي پلاوي په نوملړ کې راغلی دی.

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمه‌ییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشه‌يي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.

د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.

ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوس‌مهال په سيمه کې د يوه سوله‌ييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.

د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.

اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرله‌پسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.

پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.

مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!