Connect with us

تازه خبرونه

په بادغیس کې امنیتي ځواکونه له زیانونو سره مخ دي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو په روانه جګړه کې نږدې دېرش سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی، لسګونه نور تريتم دي، چې کیدی شي طالبانو نیولي وي.

پر بالامرغاب ولسوالۍ د طالبانو له پراخ برید وروسته اوس راپورونه وایي، چې وسلوال یې د ولسوالۍ بازار ته نږدې شوې او د بازار ځینې برخې یې نیولې دي.

مدني  مخکښ صدیق الله کاکړ څرګنده کړې، چې د بادغیس په بالامرغاب کې سخته جګړه روانه ده او د امنیتي ځواکونو نږدې ۵۰ سرتېرو خپل خوږ ژوند په کې له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ولسوالۍ کې یوازې یو کندک د حکومت تر ادارې لاندې دی.

هغه عکسونه، چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي ښیي، چې ځینې سرتېري طالبانو نیولي دي.

سرچینو ویلي، چې طالبانو د ولسوالۍ ځینې برخې لاندې کړي؛ خو ملي امنیت شورا او ملي دفاع وزارت دغلته د ځمکنیو او هوایي عملیاتو خبره کوي، چې موخه یې د طالبانو پر شا تمبول دي.

دوي وایی، دې جګړه کې طالبانو ته درانده تلفات اوښتي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند قیس منګل وایي، دې ولسوالۍ ته کمکي ځواکونه  رسیدلي او د ځمکې او هوا له لارې عملیات پیلېدونکي دي، چې طالبان پر شا وتمبول شي.

د ملي امنیت شورا ویاند طارق آرین وایي، چې په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو پر مرکزونو هوایي او ځمکني بریدونه روان دي، درنده مرګ و ژوبله وراوښتې او سرتېري مو د پرمختګ په حال کې دي.            

بالامرغاب په بادغیس کې ستراتیژیکه ولسوالي ده. له یوې میاشتې څخه په لږ وخت کې دا دوه یم ځل دی، چې طالبان پرې برید کوي. شاوخوا ۱۱ ورځې مخکې هم طالبانو پر دې ولسوالۍ برید کړی و. په دې پېښه کې د ملي اردو شل سرتېري وژل شوي او ځینې نور ترکمنستان ته اوښتي وه.

تازه خبرونه

په افغانستان کې پر کوکنارو د بندیز له کبله کروندګرو خپل عاید له لاسه ورکړی – نړیوال بانک

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د افغانستان په اړه د نړیوال بانک د نوي راپور له مخې؛ په دغه هېواد کې د کوکنارو پر کښت له بندیز سره کروندګرو یو اعشاریه ۳ میلیارډ ډالر عاید له لاسه ورکړي، چې د ناخالصو تولیداتو نږدې ۸ سلنه جوړوي.

دغه بنسټ ویلي، چې په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان ناخالص کورنی تولید ۲۶ سلنه کم شوی، چې ورسره د دغه هېواد اقتصادي راتلونکې ناڅرګند شوی دی.

په راپور کې راغلي، چې په خصوصي سکټور کې جوړښتي نیمګړتیاوو او د نړیوالو مرستو کموالي په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ مخه نیولې ده.

نړیوال بانک ویلي، چې د افغانستان نیمايي نفوس په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي او ۱۵ میلیون وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

د نړیوال بانک د افغانستان څانګې مشرې میلنډا ګوډ ویلي؛ د یوه باثباته راتلونکي افغانستان لپاره باید پر جنسیتي ناوړه پالیسۍ، په روغتیایي او تعلیمي برخو کې پانګونې او د کرنې او کانونو په سکټورونو کې د فرصتونو رامنځته کولو راوڅرخیږي.

نړیوال بانک وایي؛ د افغانستان د سوداګرۍ د کسر زیاتوالی د دغه هېواد د اقتصاد لپاره بله ننګونه ده. د دغه بانک د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان واردات ۲۳ سلنه یا ۷ اعشاریه ۸ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت د اسلامي همکاریو ټولنې په غونډه کې د خپل پلاوي له ګډون خبر ورکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه د غویي شپالسمه څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت یوه پلاوي د ګمبیا هېواد د پلازمېنې بانجول پر کوربتوب د اسلامي همکاریو ټولنې په نننۍ ناسته کې ګډون کړی دی.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو ټولنې د مشرانو پېنځلسمه دوه ورځنۍ غونډه پرون (شنبه د غویی پېنځلسمه) پیل شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې په غونډه کې د دې وزارت د نړیوالو ټولنو د څانګې ویاند او رییس د اسلامي امارت پر استازیتوب ګډون کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت پلاوی به په عمومي غونډه کې د ګډون ترڅنګ د اسلامي همکاریو ټولنې له لوړ پوړیو چارواکو او د دې ټولنې د غړیو هېوادونو له استازو سره هم وګوري او په بېلابېلو موضوعاتو به ورسره خبرې وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت له اسرائیلو سره د ترکیې د سوداګرۍ له ځنډولو هرکلی وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له کبله د ترکیې له هغې هڅې هرکلی وکړ، چې له اسرائیلو سره یې سوداګري ودروله.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن یکشنبه ( د غویی شپالسمه) د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې د سفارت له چارسمبالي جنک اونال سره په کتنه کې د اسرائیلو پر وړاندې د انقرې له وروستۍ هڅې ستاینه وکړه.

په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره د افغانستان د وروستیو مثبتو پرمختګونو او هېواد ته د سیاسي او اقتصادي پلاویو پر سفرونو هم خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه راز د لاجورد له لارې له ترکیې سره د افغانستان د سوداګرۍ د پیل او د دغو دواړو هېوادونو د ګډو نندارتونونو پر پرانیستلو هم خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په کابل کې د ترکیې سفارت چارسمبالي ویلي؛ هېواد یې په افغانستان کې له وروستیو پرمختګونو خوښ دی او څرګندوي، چې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره باید ګډې هڅې وشي.

هغه زیاته کړې، چې په راتلونکیو څو ورځو کې به ترکش ایرلاین کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!