Connect with us

تازه خبرونه

د کندوز، وردک، بغلان او کوچیانو د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام شوې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن (جمعه د غویی ۶) غرمه مهال د کابل او پکتیا د وروستیو پایلو له څرګندولو پرته د کندوز، وردک، بغلان ولایتونو او کوچیانو حوزې د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام کړې.

د اعلام شویو پایلو له مخې؛ په میدان وردک ولایت کې۱- الحاج عبدالاحمد دراني ۲- عبدالرحمن وردک ۳- محمد مهدی راسخ ۴- حلیمه عسکری ۵- انجنیر حمیده اکبري ډېرې رایې خپلې کړي دي.

په کندوز ولایت کې۱- الحاج عبدالرووف ابراهیمي ۲- انجنیر کمال ساپی ۳- شاه خان شېرزاد ۴- انجنیر محمدالدین همدرد ۵- محمدالله بتاش۶- حاجی محمد عمر خان۷- فضل کریم ایماق ۸- نیلوفر جلالی کوفي ۸- داکتر فاطمه عزیز د ډېرو رایو لرونکي دي.

په بغلان ولایت کې۱- الحاج اسدالله شهباز۲- محمد عظیم محسني۳- عتیق رامین۴- الحاج مامور احمدزي ۵- داکتر محمد نسیم مدبر۶- الحاج استاد عبدالرزاق هاشمي۷- شکریه عیسی خېله ۸- نوریه حمیدي ګټونکي پېژندل شوي دي.

د کوچیانو په حوزه کې ۱- الحاج شاه وزیر تره خېل۲- حبیب الرحمن افغان ۳- میرویس حسین خېل۴-ننګیالی لونګ۵- حاجی پرویز عرب زاده۶- الحاج حیدر جان نعیم زوی۷- رسول خان کوچی۸- حمیده احمدزۍ۹- مریم سلیمان خېل۱۰- فرزانه کوچۍ بریالي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن له غرمې مخکې د کابل او پکتیا په ګډون د پېنځه ولایتونو او کوچیانو د حوزې د وروستیو پایلو له اعلام پرته د ملي شورا اووه لسمه دوره د ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، د ولسمشر د دوه یم مرستیال سروردانش او نورو لوړپوړیو دولتي او حکومتي مشرانو په ګډون پرانستل شوه.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!