تازه خبرونه
د مسکو درې اړخیزه ناسته د یوې ګډې اعلامیې پر خپرولو پای ته ورسیده
د مسکو د درې اړخیزې ناستې په اعلامیه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر مسوولانه وتلو او همدارنګه د افغانستان د سولې په بهیر کې د لومړنۍ هڅې په توګه د اوربند پر اعلام ټینګار شوی دی.
د امریکا، روسیې او چین درې اړخیزه ناسته د جمعې پر ورځ( د غویی ۶) د یوې ګډې اعلامیې پر خپرېدو پای ته ورسیده. په دې اعلامیه کې درې واړو هېوادونو د افغانستان د سولې په بهیر کې یو لړ هوکړو ته لاسرسی موندلی دی.
د دې اته ماده یي اعلامیې په یوه برخه کې، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له آدرسه خپره شوې راغلي:
- درې واړه خواووې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر سره مرسته او ترې ملاتړ کوي او افغان طالبان هڅوي، چې په دوحه کې له ټول منلي افغان پلاوي سره خبرې اترې وکړي.
- درې واړه لوري له افغانستان څخه په منظم او مسوولانه ډول د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه لري.
- درې واړه لوري له ټولو خواوو غواړي، چې د سولې په خبرو کې د لومړني ګام په توګه پر یوه اوربند سلا شي.
- درې واړه خواوې د طالبانو لدې ژمنې ملاتړ کوي، چې له داعش سره مبارزه او له نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان د سولې په تړاو درېیمه درې اړخیزه ناسته به په پکن کې تر سره شي او له نورو هېوادونو هم غوښتنه شوې، چې لدې ناستې ملاتړ وکړي.
زلمي خلیلزاد، چې په دې ناسته کې ګډون کړی و؛ دغه ناسته ګټوره ګڼلې او په خپل یو تویت کې یې هم د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له خبرو هرکلی کړی دی.
نوموړي څرګنده کړې، چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نکوي.
تر اوسه افغان حکومت د مسکو ناستې د اعلامیې په اړه غبرګون ندی ښودلی؛ خو د پنجشنبې پر ورځ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دا ناسته د افغانستان د سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په جوړیدو کې ارزښتناګه ګڼلې ده.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د افغانستان د جګړې په پای کې د ځواکمنو هېوادونو پر رغنده رول ټینګار کړی دی.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي؛ ښکېل هېوادونه باید هڅه وکړي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې تر سره شي او لدې خبرو پرته د پرمختګ لپاره بله لار نشته. په افغانستان کې سوله، امنیت او ثبات د نړۍ د سترو هېوادونو له همکارۍ او خپلمنځي خبرو پرته ناشونی شوی او دواړه باید سره ګډ شي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه
تازه خبرونه
د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمهییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشهيي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.
د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.
ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوسمهال په سيمه کې د يوه سولهييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.
د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.
اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرلهپسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.
تازه خبرونه
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي
د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.
پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.
مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.
-
نړۍ4 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی5 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
تازه خبرونه20 hours ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه21 hours ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
لوبی18 hours ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل