Connect with us

تازه خبرونه

حسن روحاني ترمپ ته ویلي، هیڅکله د ایران لوی ملت مه ګواښئ!

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ایران ولسمشر حسن روحاني د دونالد ترمپ د هغه ګواښ په ځواب کې، چې ۵۲ ایراني فرهنګي مرکزونه به پر نښه کړي؛ ویلي: هغو، چې د ۵۲ عدد ته نغوته(اشاره) کوي؛ ښه به وي، چې خپله پر۲۹۰ هغې غور وکړي.

ولسمشر روحاني له آی آر ۶۵۵ هشتک سره په خپل یوه تویت کې لیکلي، چې؛ هیڅکله د ایران لوی ملت مه ګواښئ!

د آی آر ۶۵۵  هشتک د ایران د هغې مسافر وړونکي الوتکې نمبر دی، چې د ۱۹۸۸ کال د جولای پر ۳ د امریکا بحري ځواکونو پر فارس خلیج د الوت پر مهال رانسکوره کړه، چې په کې ۲۹۰ بهرني وګړي وژل شوي وه.

دې الوتکې، چې له تهران څخه یې د دبۍ  پر لوري الوت پیل کړی و؛ په عباس بندر کې له دمې وروسته د فارس خلیج د اوبو پر سر د امریکا د بحري ځواکونو د یو اس اس وینسن ډوله توغندي پر توغولو رانسکوره شوه.  

دا پېښه تل د ایران لخوا د ملکي وګړیو پر وړاندې د امریکا د پوځي کړنو په توګه یادیږي او امریکا هم ویلي؛ دا یوه دفاعي کړنه وه، چې د ایراني جنګي جټ الوتکې پر ځای یې په تېروتنه مسافر وړونکې هغه رانسکوره کړې ده.

د امریکا او ایران ترمنځ ناندرو هغه وخت زور واخیست، چې د امریکا هوایي ځواکونو د تېرې پنجشنبې پر شپه( د مرغومي ۱۲) د عراق د پلازمېنې بغداد د هوایي ډګر تر څنګ د ایران د قدس ځواک سردار قاسم سلیماني پر موتر برید تر سره کړ.

تازه خبرونه

په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

Published

on

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی، چې نجیبالله عرب نومي یو افغان د اکسفورډ ښار په یوه محکمه کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري جرم منلی دی.

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

عرب د روان کال له پیل څخه راپدېخوا پر څو نورو جرمونو اعتراف کړی و. هغه په ګرو سیمه کې د جنسي تېري پر تور هم اعتراف کړی دی.

هغه د یوې بلې میرمنې پر وړاندې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې تورونه هم منلي دي.

ټاکل شوې، چې محکمه به د عرب پر وړاندې د جون پر نولسمه حکم صادر کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

Published

on

ملي آرشیف په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د نسب‌نامې پر یوې کاپۍ سربېره ۷۴۱ ټوکه کتابونه، ۲۳۲ نسخې او ۳۵۸ فرمانونه ډیجیټل کړي دي.

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

چارواکو څو ځله د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د ساتنې پر اړتیا او ارزښت ټینګار کړی، چې ډېری یې څو پېړۍ پخواني دي او د هېواد بډایه فرهنګي میراث انځوروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!