تازه خبرونه
په افغانستان کې د کوکنارو کر کم شوې خو د تریاکو تولید لا زیات شوې
سپینې ماڼې د سلواغې پر ۱۸، د یوې خبرپاڼې له لارې د آمریکا حکومت لخوا په افغانستان کې د کوکنار د کر او د تریاک د تولید د ارونې کلني راپور، نشر کړ، چې له مخې یې افغانستان کې د کوکنارو کر ۲۸ سلنه کم شوې خو، د نګه تریاکو د تولید تله بیا، زیاته شوې ده.
په دغه راپور کې راغلي چې په کال ۲۰۱۹ کې په ۱۶۰ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، حال دا چې په کال ۲۰۱۸ کې په ۲۲۱ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو. خو د تریاکو د تولید تله لا مخ پر زیاتیدو ده: په کال ۲۰۱۸ کې په افغانستان کې د نګه تریاکو تولید ۵۵۵۰ ټنه و، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹ کال کې ۶۷۰۰ ټنه اټکل شوې دی.
همداراز الیس وېلز، د سویلي او مرکزي آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله، وايي چې “په افغانستان کې د نشه یي توکو قاچاق، بې ثباتي ته لمن وهلې او ښه حکومتولي او اقتصادي پراختیا یې ګډوډه کړې ده.”
ویلز زیاته کړه چې، “د قانون د پلي کولو په موخه باید د فاسدو چارواکو پر ضد ټینګ ګامونه پورته شي.”
بلخوا کارپوهان وایي، چې حکومت د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره اراده نه لري.
اورزلا نعمت، د افغانستان د ارزونې او څېړنې ادارې رییسه، وايي چې “له یوې خوا دغه معافیت د قانون د پلي کیدلو مخه نیسي، او له بلې خوا د نړیوال مارکیټ تقاضا په افغانستان کې د قانون د ضعف له کبله پلي کیږې.”
د کورنیو چارو وزارت او لویه څارنوالي بیا وايي چې د نشه یي توکو د کاروبار اړوند زرګونه دوسیې څېړل شوي دي.
جمشید رسولي، د لویې څارنوالۍ ویاند، وايي چې “یو شمیر دوسیې چې په ټیټه سطحه کې دي په ولایاتو کې د څیړنې لاندې دي، خو هغه لویې قضيې بیا په کابل کې د عدلیي او قضايي مرکز لخوا څیړل کیږي.”
مروه امیني، د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله، وایي چې د مخدره توکي ډیرې کرنه او سوداګري په هغو ساحاتو کې ترسره کیږي چې د دولت د مخالفینو تر ولکې لاندې دي.
د سپینې ماڼۍ د نشه یي توکو د کنترول د پالیسي ملي ادارې دا کلنی راپور، په داسې حال کې خپریږي چې په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت وویل، د کابل پولیسو د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې مدیر او پنځه نور کسان یې د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
تازه خبرونه
عبدالسلام حنفي په لوګر کې راستنېدونکو ته د څه باندې زر نمرو له وېش خبر ورکړ
هغه د دې ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې د راستنېدونکو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش د بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
په کندوز ولایت کې د سرو زرو کان کېندلو تړون لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګهونه به په کې وشي.
د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې د کندوز ولایت په قلعهزال ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان کېندلو تړون د آذربایجان او قرغزستان له شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګهونه به په کې وشي.
دغو شرکتونو ژمنه کړې، چې د ۳۰ سلنه امتیاز پر ورکولو به ۲۰۰ زره امریکایي ډالر په بېلابېلو ټولنیزو خدماتو کې ولګول شي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
ویل کیږي، چې د کانونو او پټرولیم وزیر وايي؛ د دې تړون لاسلیک د درې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر لور یو مثبت ګام دی.
تازه خبرونه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د اسلامي خطي نسخو په اړه د آیسسکو په علمي غونډه کې ګډون وکړ
د آیسسکو مسوولانو په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې مالي هېواد د سلګونو زره خطي نسخو پر لرلو په لویدیځه افریقا کې د اسلامي تمدن او فکر له مهمو خزانو ګڼل کېږي او د دغو تاریخي آثارو ساتنه ځانګړی ارزښت لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي آرشیف رییس عبیدالله حنیف او د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رییس محمد شفیق احمدزي د اسلامي خطي نسخو په اړه د اسلامي نړۍ د ښوونې، علومو او فرهنګ بنسټ (آیسسکو) په انلاین علمي غونډه کې ګډون وکړ.
دغه غونډه د آیسسکو د هنري لیکنې او خطي نسخو مرکز لهخوا د « په نړۍ کې اسلامي نسخې » تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، چې د مالي هېواد د خطي نسخو وضعیت او د دې فرهنګي میراث د ساتنې او خوندي کولو د لارو چارو پر ارزونه راڅرخېدلې ده.
د آیسسکو مسوولانو په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې مالي هېواد د سلګونو زره خطي نسخو پر لرلو په لویدیځه افریقا کې د اسلامي تمدن او فکر له مهمو خزانو ګڼل کېږي او د دغو تاریخي آثارو ساتنه ځانګړی ارزښت لري.
-
سوداگري5 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ4 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
-
نړۍ22 hours agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
-
تازه خبرونه4 days agoپه قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
-
تازه خبرونه4 days agoکه په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی
-
تحول5 days agoتحول: د ایران او امریکا په شخړه کې ډیپلوماټیک بدلون
