Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشر غني د پېنځلس سوه طالب بندیانو د خلاصون امر کړی

خپور شوی

د

ولسمشر غني د لوړي له پر ځای کولو یوه ورځ وروسته د پېنځلس سوه طالب بندیانو د خلاصون امر کړی، د خلاصون بهیر به یې  په څلور ورځو کې پیل شي او هره ورځ به سل بندیان له اداري پړاوونو تېرولو وروسته آزاد یږي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لیک اصلي برخه ۵۰۰۰ بندیان دي، چې تېره اوونۍ دواړو خواوو پرې لاسلیک کړی و. په داسې حال کې، چې ښاغلي غني ور سره د مخالفت تر څنګ ویلي، چې هیڅوک نشي کولی افغان دولت دې کار ته اړ کړي او په خبره یې د دومره شمېر بندیانو خلاصول نه یوازې وخت غواړي، بلکې ټول حقوقي پړاوونه باید بشپړ کړي؛ خو اوس یې دا فرمان صادر کړی دی.

د دې فرمان له مخې له  خوشې شویو بندیانو ژمنه اخیستل کیږي، چې بیا به جنګي لیکو ته نه ځي. د دې فرمان له مخې، د بندیانو خلاصون به د بایومتریک بهیر تر بشپړیدو وروسته وشي. د طالبانو د بندیانو خلاصون او د سزا معافي د ښه نیت په خاطر کیږي او د دوي خلاصون به د کب له څلیریشتمې نېټې څخه د پروان له توقیف خونې پیل شي. دهغوی خلاصون به د عمر، روغتیایي حالت او د بند پاتې مودې ته په کتو  تر سره شي. وروسته د دولت او طالب استازیو د مخامخ خبرو اترو په لړ کې به په  هرو دوه اوونیو کې به پېنځه سوه بندیان، چې ټول درې نیم زره کسان کیږي، په دې شرط، چې د تاوتریخوالي کچه به را ټیټیه او خوشې شي.

د ملي امنیت شورا دفتر د دې فرمان د  پلي کیددو مسوولیت لري.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي، له دې بندیانو لیکلې ژمنه اخیستل کیږي، چې بیا به د جګړو ډګر ته نه ځي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د بندیانو د خلاصون لپاره نوې پرېکړه له امریکا سره د سولې هوکړه لیک خلاف ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د بندیانو خلاصون یې د خبرو د پیل لپاره مخکې شرط دی.

د طالبانو پخوانی غړی سید اکبر آغا ویلي، چې د بندیانو لومړۍ جوپه د را روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ پیلیږي او تر هغې، چې ۵۰۰۰ بندیان خلاص شوي نه وي؛ خپلمنځي خبرې نه پیلیږي. طالبان د بندیانو د خلاصون لپاره پلاوی ټاکي او د نوملړ له مخې خپل بندیان تسلیموي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د پېنځه زره طالب بندیانو د خلاصون په برخه کې د ولسمشر فرمان ته په نغوته کې وایي، چې دا بندیان به د هغه نوملړ له مخې، چې طالبانو ورکړی، د راتلوونکې اوونۍ د شنبې له ورځې خوشې شي. طالبانو له وړاندې هوکړه کړې، چې د دولت زر بندیان به خوشې کړي.

تازه خبرونه

اسلامي امارت د محمود شاه حبیبي د نیول کېدو ادعا رد کړه

ذبیح‌الله مجاهد ویلي:« مونږ د محمود شاه حبیبي په اړه هېڅ معلومات نه‌لرو. هغه د افغانستان اسلامي امارت له‌خوا نیول شوی نه‌دی. که له مونږ سره وای، دا ستونزه به له وړاندې حل شوې وای.»

Published

on

د اسلامي امارت ویاند د افغان ـ امریکايي سوداګر محمود شاه حبیبي د نیول کېدا ادعا رد کړې ده؛ نوموړی د امریکا د څرګندونو له مخې، څلور کاله مخکې په کابل کې نادرکه شوی دی.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي:« مونږ د محمود شاه حبیبي په اړه هېڅ معلومات نه‌لرو. هغه د افغانستان اسلامي امارت له‌خوا نیول شوی نه‌دی. که له مونږ سره وای، دا ستونزه به له وړاندې حل شوې وای.»

د نوموړي دا څرګندونې یوه ورځ له هغې وروسته شوي؛ د امریکا فډرالي څېړنو ادارې د حبیبي د ورکېدا د څلورمې کلیزې پر مناسبت یو ځل بیا له خلکو وغوښتل، چې د هغه د ځای په اړه معلومات ورکړي.

د امریکا فډرالي څېړنو ادارې د معلوماتو له مخې؛ حبیبي د ۲۰۲۲ز.کال د اګست پر لسمه په کابل کې خپل کور ته نږدې نادرکه شو. هغه مهال یې په کابل کې د «آسیا مشورتي ګروپ» په مخابراتي شرکت کې سلاکار و او له دې مخکې یې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشري هم کړې وه.

د امریکا اړوند ادارې ادعا کړې، چې حبیبي د امارت اسلامي د استخباراتو عمومي ریاست له‌خوا نیول شوی دی.

یادې ادارې د هغه د ورکېدا په اړه خپلې څېړنې روانې ساتلې او په ۲۰۲۵ز.کال کې یې د حبیبي عکس د ورک کس په توګه خپور کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د هغه د معلوماتو لپاره پېنځه میلیون امریکايي ډالر جایزه ټاکلې، چې د موندلو، بېرته ترلاسه کولو او امریکا ته د ستنولو لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د غصب شویو ځمکو تړل له قوم، مذهب او ژبې سره منطقي نه‌دي – د عدلیې وزیر

عبدالحکیم شرعي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون مشري هم کوي په کابل کې د خیریه بنسټونو له مسوولانو او بنسټ‌اېښودونکو سره د همغږۍ په غونډه کې ویلي: کله، چې ځانګړې محکمه د یوې ځمکې د امارتي کېدو په اړه پرېکړه وکړي؛ د ځمکو د غصب مخنیوي کميسیون اړ دی، چې پرېکړه عملي کړي.

Published

on

د عدلیې وزیر ويلي؛ د امارتي غصب شویو ځمکو په اړه د ځانګړې محکمې د پرېکړو پلي کول د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون شرعي او قانوني مکلفیت دی؛ له قوم او مذهب سره یې تړل منطقي نه‌دي.

عبدالحکیم شرعي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون مشري هم کوي په کابل کې د خیریه بنسټونو له مسوولانو او بنسټ‌اېښودونکو سره د همغږۍ په غونډه کې ویلي: کله، چې ځانګړې محکمه د یوې ځمکې د امارتي کېدو په اړه پرېکړه وکړي؛ د ځمکو د غصب مخنیوي کميسیون اړ دی، چې پرېکړه عملي کړي.

هغه زیاته کړې، د غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړلو ځانګړې محکمې پرېکړې د اسنادو، شواهدو او قوانینو پر بنسټ کېږي او دغه اصول باید پر ټولو یوه شان پلې شي.

د عدلیې وزیر ټینګار کړی، له غاصبانو او نامشروع نیوونکو څخه د غصب شویو ځمکو تثبیت او بېرته ترلاسه کول یوه حقوقي موضوع ده او له قوم، مذهب او ژبې سره یې تړل منطقي نه‌دي.

عبدالحکیم شرعي د غونډې په بله برخه کې له خیریه بنسټونو وغوښتل، چې د ټولګډونه هېوادنۍ ټولنې د جوړولو لپاره مټې رابډوهي او په بنسټیزو او بېخبنايي برخو کې هم فعالیت وکړي.

هغه له خیریه بنسټونو څخه وغوښتل، چې د مرستو د وېش پر مهال له اړمنو کسانو څخه د عکس او ویډیو له اخیستلو ډډه وکړي؛ ځکه پر وینا یې دا کار د هغوی سپکاوي او عزت ته د زیان لامل کېدی شي.

د خیریه بنسټونو مسوولانو هم په دې غونډه کې د مالیاتو، ګمرکونو او د اداري چارو د اوږدېدا په برخو کې خپلې ستونزې وړاندې کړې. د عدلیې وزیر ژمنه وکړه، چې د ټولګډونه هېوادنۍ ټولنې له جوړېدو وروسته به د دغو ستونزو د حل لپاره اقدامات وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړۍ افغان ولس ته شا اړولې – د ناروې کډوالو شورا

د ناروې کډوالو شورا د هغې خبرپاڼې له مخې؛ له افغانستان څخه د لویدیځو ځواکونو او ډیپلوماټانو د وتلو د پېنځمې کلیزې پر مناسبت خپره کړې ویلي، چې میلیونونه افغان ملکي وګړي له مخ پر خرابېدونکو بشري شرایطو سره مخ دي او نړیوالې مرستې هم د کمېدا په حال کې دي.

Published

on

 

د ناروې کډوالو شورا (NRC) د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ افغانستان له ژور بشري، اقتصادي او اقلیمي ناورین سره مخ دی. په داسې حال کې، چې د ناټو هېوادونو د افغانانو د ملاتړ ژمنې هېرې کړې دي.

د ناروې کډوالو شورا د هغې خبرپاڼې له مخې؛ له افغانستان څخه د لویدیځو ځواکونو او ډیپلوماټانو د وتلو د پېنځمې کلیزې پر مناسبت خپره کړې ویلي، چې میلیونونه افغان ملکي وګړي له مخ پر خرابېدونکو بشري شرایطو سره مخ دي او نړیوالې مرستې هم د کمېدا په حال کې دي.

د دغې شورا د څرګندونو له مخې، له ۲۰۲۳ز.کال راپدېخوا له شپږ میلیونو ډېر افغانان له ګاونډ هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې له اقلیمي بدلونونو، سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو او پر ښځو او نجونو د محدودیتونو له کبله پر زیانمنو خلکو فشار نور هم زیات کړی دی.

د ناروې کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلینډ ویلي:« ناټو هېوادونو له افغان نجونو او هلکانو سره خپلې ژمنې هېرې کړي او افغان ملکي وګړو ته یې شااړولې ده.»

هغه خبرداری ورکړی، چې د بشري مرستو د بودجې کمېدا مرستندویه ادارې اړ کړي، چې د زیانمنو افغان کورنیو لپاره د خوړو، اوبو، سرپناه او روغتیايي مرستو کچه راکمه کړي.

د ناروې کډوالو شورا ویلي، میلیونونه بېرته راستانه شوي کسان له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي او اړ دي، چې خپل ژوند له سره جوړ کړي. د دغې شورا د څرګندونو له مخې، تر ۷۳ سلنې پورې بېرته راستانه شوي کسان بې‌روزګاره دي او د کار او عاید لپاره ډېرې لږې زمینې لري.

ایګلینډ ویلي:« سرپناه او د معیشت ملاتړ د بېرته راستانه شویو کسانو له تر ټولو مهمو اړتیاوو څخه دي.» هغه زیاته کړې، چې ډېرې کورنۍ د مناسب استوګنځي په موندلو او خپلو ماشومانو ته د خوړو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي.

افغان چارواکي پلان لري، چې بېرته راستانه شویو کسانو ته د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو د هڅو د یوې مهمې برخې په توګه ځمکې ووېشي؛ خو د ناروې د کډوالو شورا ویلي، د بېرته راستانه شویو کسانو ډېر شمېر، د ځمکو د وېش پېچلې کړنلارې، د پانګونې کموالی او د بنسټیزو خدمتونو نشتوالی د هغوی بېرته ادغام ستونزمنوي.

د ناروې کډوالو شورا همداراز خبرداری ورکړی، چې د افغانستان د بشري مرستو لپاره بودجه راکمه شوې ده. د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان په ۲۰۲۱ز.کال کې نږدې ۹۶ سلنه تمویل شوی و؛ خو په ۲۰۲۵ز.کال کې د تمویل کچه ۴۲ سلنې ته راټیټه شوه. د روان کال تر اوسه یوازې ۲۶ سلنه اړینې مرستې برابرې شوې دي.

د ناروې د کډوالو شورا له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې پراختیايي پانګونه زیاته او د اوږدمهالو حللارو او بیا رغونې ملاتړ وکړي.

دغې شورا له نړیوالو لوریو هم غوښتي، چې له افغان چارواکو سره خبرې او همکاري وکړي او سیاسي مسایل د زیانمنو خلکو د بشري مرستو او بنسټیزو خدمتونو د ترلاسه کولو مخه ونه نیسي.

 
Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117