تازه خبرونه
دا عش په افغانستان کې د سولې دښمن او پر وروستیو چاودنو پړ دی- خلیلزاد
د افغانستان د سولې امریکایي استازي خلیلزاد په خپلو یو لړ تویټونو کې په ډاګه کړې، چې د امریکا حکومت د ارزونې له مخې؛ داعش روانه اوونۍ په افغانستان کې پر یوه زیږنتون او د جنازې پر مراسمو وحشتناکه بریدونه کړي دي.
هغه زیاته کړې، چې داعش پر ولسي خلکو دغه راز شریرو بریدونو ته پرلپسې لیوالتیا ښودلې او دا کار یې نړې او افغانانو ته یو ګواښ دی.
دغه نوموړي دا عش د سولې تړون د دښمن په ټوګه په ګوته کړی او څرګندوي، چې داعش د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د سولې د یوه تړون مخالف دی او هڅه کوي، چې د عراق او سوریې په څېر مذهبي او فرقوي جګړه راوپاروي.
د متحدو ایالتونو حکومت ارزونه کړې چې داعش-خراسان دا اونۍ په افغانستان کې پر یوه زیږنتون او د جنازې پر مراسمو وحشتناکه بریدونه وکړل. داعش پر ولسي خلکو دغه راز شریرو بریدونو ته پرلپسې لیوالتیا ښودلې ده، او افغانانو او نړۍ ته یو ګواښ ده.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) May 15, 2020
خلیلزاد د داعش جنګیالیو ځپلو ته په نغوته او اشاره کې څرګنده کړې، چې د داعش په لومه کې د ښکېلیدو او د سولې د ځنډولو یا ورته د خنډونو د جوړولو پر ځای افغانان باید سره راټول شي، چې دغه ګواښ ته ماتې ورکړي او د سولې تاریخي فرصت له لاسه ونوځي؛ ځکه نورې پلمې نشته؛ افغانان او نړۍ د غوره راتلونکې په هیله دي.
په افغانستان کې د امریکا د سولې استازي خلیلزاد له هغې وروسته دا څرګندونې کړي، چې تېره ورځ وسلوالو طالبانو د پکتیا په مرکز ګردیز کې د پوځ پر پوځي ودانیو د برید مسوولیت ومانه او سرتېرو ته یې د مرګ و ژوبلې اړولو ادعا وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني اوړمه ورځ په کابل، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له بریدونو او چاودنو وروسته د هېواد امنیتي ځواکونو ته د وسلوالو طالبانو پر ضد د فعالې جګړې سپارښتنه کړې؛ خو طالبانو په دې بریدونو کې نه یوازې لاس لرل رد کړي، بلکې غندلي یې هم دي.
تازه خبرونه
په نړیواله ټولنه کې د افغانستان له بیا یوځای کېدا ملاتړ کوو- انډونیزیا
د انډونیزیا بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د ګلورا ګوند مشر انیس مټا په «ایکس» پاڼه کې لیکلي، چې د دوشنبې پر ورځ( د اګست پر څلیریشتمه ) یې د افغانستان له شعیب بریالي سره لیدنه کړې ده.
د انډونیزیا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ويلي، جاکارټا به په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا یو ځای کېدا له هڅو ملاتړ وکړي.
د انډونیزیا بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د ګلورا ګوند مشر انیس مټا په «ایکس» پاڼه کې لیکلي، چې د دوشنبې پر ورځ( د اګست پر څلیریشتمه ) یې د افغانستان له شعیب بریالي سره لیدنه کړې ده.
هغه ویلي، چې په دې لیدنه کې یې په مستقیم ډول په افغانستان کې د واکمنو چارواکو لهخوا د نړیوالو ژمنو د عملي کولو او له نړیوالې ټولنې سره د افعغانستان د بیا یوځای کېدا لپاره د زمینې برابرولو په اړه د هڅو د پرمختګ لپاره خبرې کړې دي.
مټا زیاته کړې، انډونیزیا به د رغنده تعامل له لارې له دې بهیر څخه ملاتړ ته دوام ورکړي، چې د افغانستان د خلکو ژوند ښه شي، ثبات ټینګ شي او د هغوی د هوساینې لپاره زمینه برابره شي.
دغه راز په جاکارټا کې د افغانستان د سفارت سرپرست قیس بارکزي د دغو څرګندونو په غبرګون کې د انډونیزیا له رغنده تعامل څخه مننه کړې ده.
بارکزي ویلي، افغانستان له نړۍ سره پر ماناداره تعامل، د سولې او ثبات ټینګښت او په سیمه کې د همکارۍ د خوندي کولو لپاره پخپلو ژمنو ټینګار کوي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د ۴جي کاروونکو شمېر له ۱۰ میلیون واوښت
عنایتالله الکوزي په یوه انځوریز پیغام کې ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۲ میلیون فعال سیمکارتونه شته او نږدې ۱۷ میلیون کسان له انټرنېټي خدمتونو ګټه اخلي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزي ويلي، په افغانستان کې د ۴جي خدمتونو د کاروونکو شمېر نږدې ۱۰ میلیون ته رسېدلی دی.
عنایتالله الکوزي په یوه انځوریز پیغام کې ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۲ میلیون فعال سیمکارتونه شته او نږدې ۱۷ میلیون کسان له انټرنېټي خدمتونو ګټه اخلي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، نږدې ۱۰ میلیون کسان د ۴جي انټرنېټ له خدمتونو برخمن دي. په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا مخکې د ۴جي کاروونکو شمېر لږ څه له دوه میلیونو او د انټرنېټ د ټولو کاروونکو شمېر له ۱۰ میلیونو کم و.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مخابراتي پوښښ پراخېدا مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د پراختیا له لاملونو څخه بللي دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د قطر سفیر له ترکي ډیپلومات سره د مخهښۍ لیدنه وکړه
په کابل کې د قطر سفارت ویلي، چې د دغه هېواد سفیر ډاکټر میردف بن علي القاشوطي په کابل کې د ترکیې د سفارت د ډیپلوماتیک پلاوي له مرستیال بلال امره سره د مخهښۍ لیدنه کړې ده.
په افغانستان کې د قطر سفیر د ترکیې سفارت د مرستیال له دندې سره د مخهښې په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو په پیاوړتیا کې د هغه پر رول ټینګار وکړ.
په کابل کې د قطر سفارت ویلي، چې د دغه هېواد سفیر ډاکټر میردف بن علي القاشوطي په کابل کې د ترکیې د سفارت د ډیپلوماتیک پلاوي له مرستیال بلال امره سره د مخهښۍ لیدنه کړې ده.
دغه لیدنه په افغانستان کې د ترکي ډیپلومات د دندې له پای ته رسېدا سره هممهاله شوې ده.
د قطر سفیر په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې د بلال امره له هڅو او همکاریو مننه کړې او په راتلونکو دندو کې یې ورته د بریا هیله کړې ده.
-
لوبی4 days agoآباسین ډیفنډرز د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي وګټله
-
تازه خبرونه4 days agoافغان پلاوي په بیلاروس کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه
-
سوداگري2 days agoد افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ کموالی د پېښور سوداګریز چاپېریال ګواښي – ډاننیوز
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران د امریکا نوي بندیزونه«د بېوسۍ نښه» بللې
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او تاجکستان پر پوله به پوځي فعالیتونو ته اجازه ور نهکړ شي – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه3 days agoولې منځګړي د افغانستان او پاکستان په اوربند ټینګولو کې پاتې راغلل؟
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۹ ته ورسېدې – د روغتیا نړیواله ټولنه
-
نړۍ24 hours agoایران زما د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه- نتانیاهو
