تازه خبرونه
غني او پمپیو د افغانستان د سولې بهیر د راتلونکیو هڅو په اړه خبرې کړي
د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سولې بهیر د راتلونکیو هڅو او کړنو په اړه ګدې خبرې کړې دي.
ولسمشرۍ په داګه کړې، چې دواړو لوریو تېره ورځ د وډیو کنفرانس له لارې د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې اترې تر سره کړې دي.
محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان عصر امروز با مایک پمپیو وزیر امور خارجۀ ایالات متحدۀ امریکا از طریق ویدیوکنفرانس در خصوص صلح افغانستان صحبت نمود. pic.twitter.com/L3RXYELjCd
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) June 1, 2020
په دې وډيو کنفرانس کې د ولسمشر دواړو مرستیالانو؛ امرالله صالح او سروردانش، د ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر، د امریکا سفارت شاژدافیر راس ویلسن هم برخوال ول.
په دې کنفرانس کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ د امریکا موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږد مهاله او ستراتیژیکو اړیکو په چوکاټ کې د متحد، خپلواک، ډیموکراټ او باثباته افغانستان رامنځته کول دي، چې له حکومت سره ورته په ګډه کار کوو.
د ارګ د څرګندونو له مخې؛ دا ویډیو کنفرانس د سولې پر بهیر، د سولې پر راتلونکيو ګامونو، د بندیانو پر خوشې کولو، د خبرو اترو پر موقعیت او د سولې اړوند پر نورو هڅو راڅرخیدلی دی.
همدارنګه دواړو لوریو د خبرو اترو پر پیل او په اړه یې د همکاریو پر اړتیا ټینګار څرګند کړی دی.
دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو څو ورځو کې به د سولې بهیر پر جزئیاتو کار وشي او په ځانګړي ډول د افغان حکومت لخوا د نااعلان شوي اوربند پر میکانیزم ټینګار وشو، چې د سولې بهیر پوره روښانه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالب بندیانو د خوشې کولو تخنیکي پلاوی اوس هم په کابل کې دی او د بندیانو پر تبادلې او خوشې کولو خبرې روانې دي او تر دې دمه نږدې ۳۰۰۰ طالب بندیان او لږ تر لږه ۴۰۰ حکومتي بندیان د دواړو لوریو خوشې شوي دي.
تازه خبرونه
متقي او شویګو د سیمهییز امنیت او د افغانستان او روسیې پر همکاریو خبرې وکړې
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت نن( سېشنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان او روسیې ترمنځ د امنیتي همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د امنیت شورا له منشي سرګې شویګو سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو، سیمهییز امنیت او امنیتي همکاریو یې خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت نن( سېشنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان او روسیې ترمنځ د امنیتي همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.
امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو مثبت بهیر ته پر نغوته د افغانستان اسلامي امارت د پر رسمیت پېژندلو له کبله له روسیې مننه کړې او د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا، منظمو مشورو او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.
د بهرنیو چارو وزیر ویلي، افغانستان د سیمهییز امنیت د ټینګښت او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره خپلې هڅې روانې ساتي او د مستقیمو اړیکو او عملي همکاریو له لارې له سیمهییزو هېوادونو سره د همکاریو له پراختیا ملاتړ کوي.
دغه راز سرګي شویګو د افغانستان او روسیې اړیکې د پراختیا په حال کې بللې او د امنیت د ټینګښت او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې د افغانستان له هڅو خوښي څرګنده کړې ده.
د روسیې د امنیت شورا منشي ټینګار کړی، چې مسکو به له افغانستان سره سیاسي مشورو او عملي همکارۍ روانې ساتي.
تازه خبرونه
متقي او اوورچوک د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې مثبتې بللي او د روسیې له رهبرۍ یې د افغانستان په اړه د مثبت سیاست له کبله مننه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مسکو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره لیدلي او د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي همغږۍ ترڅنګ یې د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او انرژۍ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې مثبتې بللي او د روسیې له رهبرۍ یې د افغانستان په اړه د مثبت سیاست له کبله مننه کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې شته سیاسي همغږي باید پر عملي اقتصادي شراکت بدله شي او په سوداګرۍ، ټرانزیټ، سیمهییز اتصال، روسي پانګونې، انرژۍ، کانونو او بانکي او تادیاتي آسانتیاوو کې د همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.
الکسي اوورچوک هم له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو لپاره د روسیې چمتووالی څرګند کړی او څرګندوي، چې د عملي همکاریو د پیل لپاره اوس مناسب شرایط برابر شوي دي.
نوموړي د ټرانزیټ، ټرانسپورټ، انرژۍ او په نورو برخو کې له افغانستان سره د ګډ کار پر پراختیا ټینګار کړی او د تېر کال د سوداګرۍ د پام وړ زیاتوالي یادونه یې کړې ده.
اوورچوک هیله څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان او روسیې ترمنځ ډېرې عملي اقتصادي همکارۍ رامنځته شي.
تازه خبرونه
د امریکا ۳۰ ایالتونو د سپټمبر د یوولسمې قربانیانو ته د افغانستان د شتمنیو د ورکړې غوښتنه وکړه
د آیوا ایالت د لویې څارنوالۍ دفتر ویلي، دغو ایالتونو سترې محکمې ته په وړاندې کړي غوښتنلیک(عریضه) کې د بریدونو د قربانیانو او د هغوی د کورنیو ملاتړ کړی؛ هغو کسانو، چې د امریکا په فدرالي محکمو کې یې د غرامت د ترلاسه کولو حکمونه ترلاسه کړي دي.
د امریکا د ۳۰ ایالتونو څارنوالانو د دې هېواد له سترې محکمې غوښتي، چې د افغانستان بانک د شاوخوا ۳.۵ میلیارډ کنګل شویو ډالرو قضیه وڅېړي؛ دا هغه شتمني ده، چې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو قربانیان او د قربانیانو کورنۍ یې د غرامت لپاره غواړي.
د آیوا ایالت د لویې څارنوالۍ دفتر ویلي، دغو ایالتونو سترې محکمې ته په وړاندې کړي غوښتنلیک(عریضه) کې د بریدونو د قربانیانو او د هغوی د کورنیو ملاتړ کړی؛ هغو کسانو، چې د امریکا په فدرالي محکمو کې یې د غرامت د ترلاسه کولو حکمونه ترلاسه کړي دي.
د دغه دفتر د څرګندونو له مخې، دغو کسانو له کلونو قضايي هڅو وروسته په ټوله کې د نږدې ۱۷ میلیارډ ډالرو غرامت د ترلاسه کولو حکمونه ترلاسه کړي؛ خو د امریکا د استیناف د دوهیمې حوزې محکمې حکم کړی، چې د افغانستان بانک شاوخوا ۳.۵ میلیارډ ډالر شتمنۍ د غرامت د ورکړې لپاره نهشي کارېدلی.
دغه شتمنۍ د ۲۰۲۱ز.کال په اګست کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا سره سم د امریکا د خزانې وزارت لهخوا کنګل شوې دي. د امریکا حکومت وروسته د شاوخوا ۷ میلیارډ کنګل شویو ډالرو له نیمایي؛ یعنې ۳.۵ میلیارډ ډالرو څخه د افغان فنډ د جوړولو پرېکړه وکړه.
د امریکا د ایالتونو لوی څارنوالان استدلال کوي، چې د دغه هېواد قوانین د دغو شتمنیو د کارولو اجازه ورکوي.
د آیوا ایالت لویې څارنوالې برینا بِرډ ویلي؛ د بریدونو قربانیانو او د هغوی کورنیو د امریکا د قضايي نظام له لارې د عدالت او غرامت لپاره هڅې کړې دي او باید هغو پیسو ته لاسرسی ولري، چې محکمو ورته د غرامت په توګه ټاکلې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل د افغانستان بانک د شتمنیو د بېرته آزادولو غوښتنه کړې ده.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoهند او پاکستان د یو بل لوړپوړي ډیپلوماتان احضار کړل
-
تازه خبرونه23 hours agoآریانا افغان هوایي شرکت د یو پاکستاني شرکت ۱۵ کلن انحصار پای ته ورساوه
-
تازه خبرونه3 days agoترکیې له افغانستان څخه هند ته د نشهيي توکو پر لېږد تورن کس هند ته وسپاره
-
تازه خبرونه3 days agoد واخان ۱۲۱ کیلومټره سړک د چین تر پولې بشپړ شو
-
لوبی2 days agoد افغانستان کرکټ لوبډله په راتلونکو میاشتو کې له ګڼو نړیوالو لوبو سره مخ ده
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد یمن حکومت د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو عملیات پیل کړل
-
تازه خبرونه2 days agoایران او افغانستان له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخ دي – ایرانی ډیپلوماټ
-
سیمه ییز خبرونه23 hours agoد یمن دولتي ځواکونو د بابالمندب تنګي شاوخوا سیمې بېرته ونیولې
