تازه خبرونه
د کرونا په اړه حکومتي لوړپوړي چارواکي ټولنیز واټن او روغتیایي سپارښتنې بابیزه ګڼي
د یو شمېر لوړ پوړیو حکومتي چارواکو لخوا ټولنیزو واټن ته نه پاملرنه او روغتیایي سپارښتنې بابیزه ګڼل له نیوکو سره مخ شوي.
هېوادوال یو شمېر حکومتي لوړپوړي چارواکي د کرونا ویروس پر وړاندې په بې پروایي تورنوي او وایي؛ چلند یې ښیي، چې حکومت د کوویډ -۱۹ ناروغۍ پر وړاندې بې تفاوته دی.
تازه د پخلاینې ملي شورا مشر او یو شمېر نور چارواکي په یوه غونډه کې لیدل شوي، چې روغتیایي سپارښتنې او کړنې نه رعایتوي.
د سالم ایزیار او ور سره ملګرو په یاد غونډه کې د پخلاینې ملي شورا مشر او نور چارواکي لیدل کیږي، چې روغتیایي سپارښتنې یې له پامه غورزولي او تر منځ یې ټولنیز واټن هم نشته.
دا په داې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی هم په بغلان کې د ټولنیز واټن د نه رعایت پر مهال څرګند شوی، چې پخپله د کرونا ضد مبارزې یو کلیدي لوبغاړی دی.
دا هغه موارد دي، چې د کرونا غوا په کې لنګیږي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره مرستې ته چمتووالی لرو- روسیه
کابلوف د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اختلافونو له کبله د غونډې په پای کې هیڅ وروستی سند خپور نهشو.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو چمتو دی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د دواړو خواوو پر غوښتنه؛ مرسته وکړي.
کابلوف د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اختلافونو له کبله د غونډې په پای کې هیڅ وروستی سند خپور نهشو.
هغه زیاته کړې، ټولو ګډونوالو له دواړو خواوو پرته له استثنا غوښتي، چې د یو بل پر وړاندې له پوځي اقدامه ډډه وکړي؛ ځکه، چې په داسې شخړو کې تر ټولو مخکې ملکي وګړي زیانمن کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د لیدني پر مهال د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او سیمهییزو بدلونونو خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
ایران د هرات – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ، کانونو او برښنا په برخو کې همکاریو ته چمتووالی څرګند کړ
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دې وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د ایران بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال حمید قنبري سره لیدلي او پر دوهاړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او له شته فرصتونو څخه غوره ګټه اخیستنې خبرې شوې دي.
د افغانستان او ایران چارواکو د اقتصادي، سیاسي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي او تهران د سترو بنسټیزو او پراختیايي پروژو تر څنګ د هرات– مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو په پروژه کې د همکاریو چمتووالی څرګند کړی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دې وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د ایران بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال حمید قنبري سره لیدلي او پر دوهاړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او له شته فرصتونو څخه غوره ګټه اخیستنې خبرې شوې دي.
دواړو لوریو په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو، د ویزو د ورکړې د بهیر د آسانتیا او د کډوالو اړوند موضوعاتو په برخه کې د ګډو همکاریو د زیاتولو پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ حمید قنبري ویلي، چې ایران چمتو دی له افغانستان سره د هرات– مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو، کانونو د استخراج او برښنا د تولید په برخو کې همکاري وکړي.
محمد نعیم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا مهمه بللې او په دې برخه کې یې پر ګډو هڅو او همکاریو ټینګار کړی دی.
په کابل کې د ایران سفارت هم ویلي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا،تر څنګ د بنسټونو د پراختیا او پیاوړتیا پر ګډون د هرات– مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو په اړه خبرې او نظرونه وړاندې کړي دي.
تازه خبرونه
مجاهد د جرمونو نړیوالې محکمې دریځ رد کړ؛ «افغانستان دا بنسټ پر رسمیت نهپېژني»
د جرمونو نړیوالې محکمې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده، د افغانستان د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني، د پوهنې وزیر حبیبالله آغا او د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکمونه صادر کړي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان د مشرانو د نیولو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې د اعلامیې په غبرګون کې د دغې محکمې دریځ غندلی دی.
د جرمونو نړیوالې محکمې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده، د افغانستان د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني، د پوهنې وزیر حبیبالله آغا او د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکمونه صادر کړي دي.
دغې محکمې دغه څلور چارواکي پر ښځو او نجونو د جنسیت پر بنسټ د ځورونې پر تور تورن کړي دي.
مجاهد ویلي، افغانستان د جرمونو نړیواله محکمه پر رسمیت نهپېژني او د دغې محکمې دریځونو ته ارزښت هم نهورکوي.
هغه زیاته کړې:« د اسلامي امارت مشرانو؛ الحمدلله داسې هېڅ کار نهدی کړی، چې د کومې محکمې لهخوا د نیول کېدو یا سزا وړ وګرځي.»
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې افغانستان د اسلامي شریعت او د هغه د محکمو د احکامو تابع دی؛ نه د هغو بنسټونو او محکمو، چې نوموړي« استخباراتي بنسټونه او تش پر نوم محکمې» بللي دي.
مجاهد له دغو بنسټونو غوښتي، چې د خپل حیثیت او اعتبار د ساتلو لپاره دې له خپلو صلاحیتونو او واکونو پورته ادعاوې نهکوي.
د جرمونو نړیوالې محکمې د شیخ هبةالله آخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه تېر کال په جولای او سپټمبر کې صادر شوي وه. په داسې حال کې، چې د حبیبالله آغا او ندا محمد ندیم د نیولو اسناد د دوشنبې پر ورځ مهر شول.
-
تازه خبرونه5 days agoپه ګرمسېر کې د هوايي برید له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي
-
لوبی5 days agoراشد خان او عظمتالله عمرزي په پنځوسآوریزو لوبو کې خپل لومړي ځایونه وساتل
-
سوداگري5 days agoد افغانستان او بېلاروس چارواکو د صنعتي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoامریکا له عراق څخه خپل ټول پوځي تجهیزات له ځان ولېږدول – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoهند او پاکستان د یو بل لوړپوړي ډیپلوماتان احضار کړل
-
تازه خبرونه2 days agoترکیې له افغانستان څخه هند ته د نشهيي توکو پر لېږد تورن کس هند ته وسپاره
-
تازه خبرونه2 days agoد واخان ۱۲۱ کیلومټره سړک د چین تر پولې بشپړ شو
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoد یمن حکومت د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو عملیات پیل کړل
