تازه خبرونه
خپلمنځي خبرې دې له ځنډ پرته ژر پیل شي
د افغانستان د سولې راوستلو ځانګړي امریکایي استازي زلمي خلیزاد د بندیانو خوشي کول د سولې په اړه حساس پړاو ته رسیدلي بولي او ټینګار کوي، چې خپلمنځی خبرې دې له ځنډ پرته ژر پیل شي.
له هغې وروسته، چې ولسمشر غني د دوه زره نورو طالب بندیانو د ژر خوشې کولو ډاډ څرګند کړ؛ زلمي خلیلزاد په ډاګه کړه، چې د بندیانو خوشي کول حساس پړاو ته رسیدلي او باید ژر او له ځنډ پرته خپلمنځي خبرې پیل شي.
خلیلزاد تېره شپه په خپلو یو لړ ټویټ پیغامونو کې له ټولو اړخونو غوښتي، چې د دغه بهیر پروړاندې خنډونه لیرې او ژر تر ژره د خبرو پر میز راټول شي.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) June 11, 2020
نوموړي څرګنده کړې: مونږ تر بل هروخت بین الافغاني خبرو ته نږدې یو؛ ټول اړخونه باید ژر تر ژره د مذاکرې میز ته د تګ په اړه کار وکړي او د هغو خرابکارانو مخه ونیسي، چې غواړي دا بهیر کمزوری او د افغانانو د سولې هیلې ګمراه کړي. مونږ د دې هرکلی کوو، چې اوس حکومت درې زره بندیان او طالبانو له ۵۰۰ ډېر د حکومت بندیان خوشې کړي. دا مهمه ده، چې دا بهیر دوام ومومي او د مذاکراتو پروړاندې پراته خنډونه لیري شي؛ مذاکرات باید ژر تر ژره د افغانانو د ډاډ او مشرۍ له مخې د دولت د ټولګډونه پلاوي او طالبانو تر منځ پيل شي.
د ولسمشر غني له خبرو څو ګړۍ وروسته د طالبانو سیاسي دفتر هم په ډآګه کړه، چې د بندیانو د خوشې کولو بهیر ښه پرمختګ دی او که پېنځه زره بندیان خوشې شي؛ په یوه اوونۍ کې به بین الافغاني خبرو ته چمتو شي.
د طالبانو د رژیم لوی څارنوال جلال الدین شینواري ویلي: اسلامي امارت ژمن دی، چې د بندیانو له خوشې کیدو وروسته له خنډ پرته خبرې پیل کړي.
په همدې وخت کې د پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله د پاکستان له لوی درستیز او د امریکا د سولې مرکز له مشر سره په خبرو کې ویلي، چې د سولې بهیر په ښه لوري درومي، حامد کرزي او عبدالرب رسول سیاف هم د قطر له ځانګړي استازي سره په جلا کتنو کې د سولې وروستۍ هڅې هیله بښونکې نومولي دي.
حامد کرزي ته نږدې شهزاده مسعود وایي؛ هیله من یم، چې خبرې ژر پیل شي.
ویل شوي، چې کله د دواړو لوریو د بندیانو د خوشي کولو بهیر بشپړ شي د جون میاشتې په نیمایي کې به خپلمنځي خبرې پيل شي او ټاکل شوې، چې د دوشنبې پر ورځ امریکا، روسیه او افغانستان د دغو خبرو په څرنګوالي خبرې وکړي.
تازه خبرونه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا د تاریخ «لوی شرم» وباله
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ایران په جګړه کې د اسلامي امت د یووالي په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
خبیب غفران زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی؛ شهباز شریف حتا پر تر ټولو زیانمنونکي قشرونو ماشومانو، ښځو او روږدو کسانو رحم ندی کړی او ټوله روژه یې خپله بېرحمي روانه ساتلې ده.
هغه دا چلند “لوی شرم” او “په تاریخ کې د منافقت” یوه څرګنده بېلګه وبلله.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
-
تازه خبرونه1 day agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
