Connect with us

تازه خبرونه

ښکېل اړخونه دې د ملکي خلکو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي- ملګري ملتونه

خپور شوی

د

ملګرو ملتونو یو خل بیا له ښکېلو اړخونو وغوښتل، چې د ملکیانو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او خپلمنځي خبرې پیل کړي.

د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې، چې نن خپور شوی ښيي، چې: د ۲۰۲۰ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې ۳۴۵۸ ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې، چې۱۲۸۲وژل شوي او ۲۱۷۶ نور ټپیان دي. دغه راز د تاوتریخوالي کچه کله لوړه او کله هم کښته شوې او په افغانستان کې یې ملکیان اغېزمن کړي.

دا پداسې حال کې ده، چې د ملکي تلفاتو شمېر د ۲۰۱۹ کال د لومړیو شپږ میاشتو په پرتله ۱۳سلنه کمښت ښیي او د افغانستان روانه جګړه د نړۍ په کچه د ملکي وګړیو لپاره ترټولو وژونکې اوږده جګړه پاتې شوې ده.

د یوناما په راپور کې راغلي؛ دا باید په پام کې ونیول شي، چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو او طالبانو لخوا د رامنځته شويو ملکي تلفاتو په کچه کې لږوالی ندی راغلی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د خپاره شوي راپور له مخې؛ د ملکي وګړیو د تلفاتو د ټیټ شمېر اصلي لامل د نړیوالو پوځي ځواکونو او د داعش د خراسان څانګې د عملیاتو کموالی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز وايي: په داسې وخت کې، چې د افغانستان حکومت او طالبان د سولې خبرو اترو لپاره د ښې شسېبې سره مخ شوي، چې د خبرو میز ته سره راټول شي. تریخ حقیقت دا دی، چې جګړه هره ورځ په دوامداره توګه ملکي وګړیو ته لوی زیان اړوي.

میرمن لاینز، چې دیوناما مشره هم ده څرګندوي:  زه له ښکېلو اړخونو غوښتنه کوم، چې په راپور کې د مستند شویو ناوړه پېښو او زیانونو په اړه، چې د افغانستان خلکو ته اوړي غبرګون وښیېي او د وژنو د مخنیوي لپاره پریکنده اقدام وکړي او د خبرو میز ته حاضر شي.

د حکومت مخالف عناصر په دوامداره توګه د ملکي تلفاتو د ډېری برخې مسوول ګڼل کیږي. په داسې حال کې، چې یوناما طالبانو ته د منسوب شویو تلفاتو په برخه کې د اندېښنې وړ زیاتوالی مستند کړي، چې د فشاري تعبیه شویو چاودیدونکیو توکو، برمته کولو، ناوړه چلند او له پلټنو پرته سملاسي صحرایي اعدامونو له کبله رامنځته شوي. په ټولیز ډول ۵۸ سلنه ملکي مرګ و ژوبله د دولت ضد عناصرو له خوا رامنځته شوې، چې طالبان یې د ۱۴۷۳ (۵۸۰ وژل شوي او ۸۹۳ ټپیان) مسوول دي، چې د جنوري له لومړۍ نېټې د جون تر دېرشمې د ټولو تلفاتو ۴۳ سلنه جوړوي.

ملکي تلفات، چې افغان امنیتي ځواکونو ته منسوب شوي ۹ سلنه زیات شوي، چې په عمده توګه د هوایي بریدونو او د ځمکنیو شخړو پر مهال د نامستقیمو ډزو له کبله رامنځته شوي دي. د ۲۰۲۰ کال د لومړیو شپږ میاشتو په اوږدو کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د هوایي بریدونو له امله ملکي تلفات د تېر کال د همدې مودې په پرتله درې برابره لوړ شوي. د کال په لومړۍ نیمایي کې افغان ملي امنیتي ځواکونه د ملکي وګړیو د ټولو تلفاتو د ۲۳ سلنې مرګ و ژوبلې ۷۸۹ (۲۸۱ وژل شوي او ۵۰۸ ټپیان) مسوول ګڼل شوي. دولت پلوه ځواکونه د تر ټولو زیاتو ماشومانو د مرګ لامل پاتې شوي دي.

یوناما د ۲۰۲۰ کال په دوه یمه ربع کې نړیوالو ځواکونو ته منسوب هیڅ ډول ملکي تلفات د روانې جګړې په لړ کې ندي ثبت کړي.

بیا هم ډېر ملکي تلفات د ځمکنیو نښتو له کبله رامنځته شوي، چې د تلفاتو دوه پر درې اکثریت جوړوي او لامل یې په ځانګړي توګه په ملکي میشتو سیمو کې غیر مستقیمې ډزې دي. په دوه یمه درجه کې ډېر ملکي تلفات د تعبیه شويو چاودیدونکیو توکو (ځانمرګي او نا ځانمرګي) د کارولو له کبله رامنځته شویدي، ورپسې هدفي وژنې راځي. یوناما په خاصه توګه په قصدي ډول د ملکیانو د هدف ګرځولو په اړه اندېښمنه ده، چې مذهبي مشران، روغتیايي کارکونکي، د عدلي او قضايي ادارو غړي، د مدني ټولنې فعالین، د غیرحکومتي سازمانونو کارکونکي او خبریالان په کې شامل دي.

ښځې او ماشومان په نامتناسب ډول د مخامخ او غیرمستقیمو وسلوالو جګړو د اغېزو له کبله متاثره شویدي، چې د ټولو ملکي تلفاتو څه باندې ۴۰ سلنه جوړوي. د کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د جګړې له کبله ۳۹۷ ښځو ته تلفات رامنځته شوي (۱۳۸ وژل شوي او ۲۵۹ ټپیانې دي) او ۱۰۶۷ ماشومانو ته تلفات اوښتي(۳۴۰ وژل شوي او ۷۲۷ تپیان دي).

په راپور کې راغلي؛ ماشومان په افغانستان کې د ښکېلو غاړیو لخوا د کویډ – ۱۹ وبا پرمهال د جګړې لپاره د استخدام او کاریدلو له اړخه ډېر زیان منونکي دي.

راپور همدارنګه پر ملکیانو د وسلوالو جګړو دوامداره اغېز په ګوته کوي.

د یوناما لخوا نوې څارنه ښيي، چې د یوې پېښې له رامنځته کیدو اوونۍ او میاشتې وروسته قربانیان له فزیکي، عاطفي، رواني او مالي اړخه د زیاتو زیانونو له کبله ځوریږي او له بل پلوه یې له پراخو بشري حقونو څخه د ګټې پورته کولو وړتیا اغېزمنوي. د کوید -۱۹ وبا په پراخه کچه د قربانیانو د بېرته ښه کیدو وړتیا کمه کړې او دغه کار ښکېلې غاړې اړباسي، چې تاوتریخوالی همدا اوس کم کړي، د قربانیانو حقونه او اړتیاوې ومني او پوره یې کړي.

د یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې فیونا فریزر ویلي: د هغو وګړیو او ټولنو تجربې، حقونه او اړتیا وې، چې د تاوتریخوالي له کبله اغېزمنې شوي باید د سولې د راتلونکیو خبرو د اصلي ټکو په توګه په پام کې ونیول شي .

د ۲۰۲۰ کال د لومړۍ نیمایي رپوټ دلته ولولئ: 

تازه خبرونه

قطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې رغنده رول لوبولی – امیرخان متقي

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي دغه څرګندونې نن( سې‌شنبه د چنګاښ نهمه ) په کابل کې د قطر دولت له سفیر مردف القاشوطي سره په لیدنه کې کړې دي.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي؛ قطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې رغنده رول لوبولی او خپلې هڅې یې پرله‌پسې روانې ساتلې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي دغه څرګندونې نن( سې‌شنبه د چنګاښ نهمه ) په کابل کې د قطر دولت له سفیر مردف القاشوطي سره په لیدنه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او قطر اړیکې مثبتې او مخ پر ودې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو پر پراختیا ټینګار څرګند کړ.

دغه راز د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د ګډو ګټو اړوند پر یو شمېر سیمه‌ییزو موضوعاتو هم د نظر تبادله شوې ده.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د قطر سفیر د خپل هېواد او افغانستان اړیکې تاریخي او ژورې وبللې او څرګندوي، چې قطر د خپل منځګړي بهرني سیاست په چوکاټ کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل او اړیکو له پراختیا ملاتړ ته ژمن پاتې دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند د پاکستان وروستي بریدونه وغندل او د افغانستان د حاکمیت پر ملاتړ یې ټینګار وکړ

د یاد وزارت د دوشنبې د ورځې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا اقدام د افغانستان له حاکمیت ښکاره سرغړونه ده او د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې مستقیم ګواښ ګڼل دی.

Published

on

 

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستاني پوځي رژیم هوايي بریدونه غندلي او څرګندوي، چې دغو بریدونو د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اړولې ده.

د یاد وزارت د دوشنبې د ورځې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا اقدام د افغانستان له حاکمیت ښکاره سرغړونه ده او د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې مستقیم ګواښ ګڼل دی.

د خبرپاڼې له مخي؛ دغه بریدونه د پاکستان د «بې‌پروا چلند» دوام ښيي او دا ښیي، چې اسلام‌آباد هڅه کوي خپلې کورنۍ ناکامۍ په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې پټې کړي.

د هند بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې؛ ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې او یو ځل بیا یې د افغانستان له حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکني بشپړتیا څخه پخپل کلک ملاتړ ټینګار څرګند کړی دی.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې؛ اوړمه شپه د پاکستاني پوځي رژیم په هوايي بریدونو کې یې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونه ۳۶ ملکي وګړي «شهیدان» او ۱۶۳ نور ټپیان کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان دې د ملګرو ملتونو غوښتنې ته غوږ ونیسي او ډیپلوماسۍ دې غوره کړي

خلیل‌زاد په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي له افغانستان او پاکستان غوښتي، چې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېدي او خپل اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

Published

on

 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیل‌زاد د ملګرو ملتونو د سرمنشي، انټونیو ګوټرش له هغې غوښتنې وروسته، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدا غوښتنه کړې؛ له اسلام‌آباد وغوښتل، چې ډیپلوماټیکو حل‌لارو ته مخه کړي.

خلیل‌زاد په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي له افغانستان او پاکستان غوښتي، چې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېدي او خپل اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

هغه زیاته کړې؛ افغانستان څو ځله ویلي، چې ډیپلوماټیکه حل‌لاره غوره بولي او د کړکېچ د کمولو لپاره یې څو وړاندیزونه هم کړي دي.

د امریکا پخواني ځانګړي استازي پوښتنه کړې:« آیا په پاکستان کې واکمن جوړښت به د ملګرو ملتونو د سرمنشي غوښتنې ته غوږ ونیسي؟»

خلیل‌زاد د خپلې څرګندونې په پای کې لیکلي: «هیله لرم همداسې وشي، خو په دې اړه ډېر خوش‌بین نه یم.»

د خلیل‌زاد دغه څرګندونې په داسې وخت کې راپورته کیږي، چې د پاکستاني پوځي رژیم له وروستیو بریدونو وروسته ملګرو ملتونو هم د تاوتریخوالي د سمدستي درېدا او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117