تازه خبرونه
د طالبانو د قطر پلاوي د سولې په اړه د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړي
د طالبانو د سیاسي دفتر یوه پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره تېره ورځ د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې دواړو لوریو د سولې بهیر په اړه خبرې کړې دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان بهرنیو چارو وزیر قریشي طالبانو ته ویلي، چې په افغانستان کې روانه جګړه پوځي حل نلري او یوازې سیاسي حل د دې هېواد اوږدمهالې جګړې ته د پای ټکی کیښودلی شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ټولو خواوو لپاره د سولې بهیر یو تاریخي فرصت یاد کړی، چې د خبرو اترو له لارې پراخه سیاسي ګامونه پورته کړي.
قریشي د یوه سوله ییز، باثباته، متحد، دیموکراتیک او سوکاله افغانستان لپاره د پاکستان ژمنې یو ځل بیا تکرار کړې او د دوحې د هوکړې د پلي کیدو پر اړتیا یې ټینګار څرګند کړی دی.
قریشي د سولې تخریبونکو ته خبرداری ورکړ، چې سوله د افغانستان او سیمې اړتیا ده او څوک یې مخه نیولی نشي.
قریشي د سولې پر خبرو سربېه د دوه اړخیزې ملګرتیا، تاریخ او جغرافیې پربنسټ د پاکستان – افغانستان د اړیکو پر اهمیت ټینګار څرګندکړ او وایي، چې پاکستان د افغانستان له خلکو سره پیوستون ته ژمن دی.
هغه له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل، چې د افغانستان په بیارغونه او اقتصادي وده کې خپل هڅې چټکې کړي.
دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې باید خپل هېواد ته د ستنیدونکیو افغان کډوالو لپاره هم د کار زمینه برابره کړي.
پاکستان دا ډاډ هم ورکړی، چې ملا برادر په افغانستان کې د سولې، امنیت او پرمختګ له هڅو ملاتړ کوي.
د طالب پلاوي مشري په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ملا عبدالغني برادر کوي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بلنه ورغلي او تمه ده، چې د افغانستان د سولې د خبرو اترو پر موضوعاتو خبرې وکړي.
ملابرادر شاوخوا اته کاله په پاکستان کې بندي و او بیا پر ۲۰۱۸ کال په افغانستان او سیمه کې د سولې د رامنځته کولو لپاره د امریکا په غوښتنه آزاد شو.
دا دوه یم ځل دی، چې د طالبانو سیاسي پلاوی د ملا برادر په مشرۍ پاکستان ته سفر کوي؛ لومړنی سفر یې د تېر کال په اکتوبر کې تر سره کړی او لومړی یې له پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي.
قریشي له رسنیو سره په خبرو کې په ډاګه کړه، چې د تېر اکتوبر سفر د دې لامال شو، چې طالبان د روان کال په فبروري میاشته کې له امریکا سره په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو تړون لاسلیک کړي.
هغه دا هم ویلي، چې طالبان یو ځل بیا په دې هیله راوبلل شول، چې د افغانستان د خبرو اترو د پیل کیدو په لاره کې رامنځته شوي خنډونه لرې کیدلی شي.
د یکشنبې په ورځ، د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او غړي سهیل شاهین په یو لړ تویتونو کې په ډاګه کړه، چې: دا پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې په پروسه کې د وروستي پرمختګونو، د دواړو ګاونډ حکومتونو تر منځ د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ آسانتیاوو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او نورو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
هغه دا هم ویلي: د سیاسي دفتر پلاوي به په نږدې راتلونکي کې نورو هېوادونو ته هم ډېر سفرونه ولري.
د طالب پلاوي دا سفر یوازې څو ورځې وروسته له هغه تر سره شو، چې پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې دا کار د ځانګړیو مالي مرستو FATF له خړ نوملړه د وتلو او پرې د بندیزونو ماتولو لپاره کړی دی.
د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ حکومت د ترهګرو اړوند بانکي حسابونه او جایدادونه هم ضبط کړي دي او په دې تحریم او بندیز کې پرې نړیوال سفرونه هم بند شوي دي.
دغه راز پاکستان پر هغو ۸۸ کسانو بندیزونه لګولي، چې د ملګرو ملتونو لخوا یې هم په تور نوملړ کې نومونه راغلي دي.
دا اعلامیه د FATF له مهمې غونډې مخکې؛ ځکه خپره شوې، چې د پیسو مینځلو او ترهګرۍ په تمویل کې د پاکستان پرمختګ وارزول شي.
پاکستان له ډېر وخت راپدیخوا د طالب مشرانو په مرسته او ملاتړ تورن دی؛ خو اسلام آباد تل دغه تورونه رد کړي دي.
د یادونې ده، چې پاکستان د ۲۰۱۸ کال له جون راپدیخوا د FATF په خړ نوملړ کې راغلی او ۷ میاشتې مخکې هم وروستی ګواښ ورته شوی دی.
تازه خبرونه
په هرات کې د سمنټو کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.
نن په هرات ولایت کې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړیو چارواکو په شتون کې د سمنټو د یوې لویې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ قراردادي شرکت د دې پروژې د پلي کولو لپاره ۱۴۳ میلیون ډالره پانګونه کوي او د فعالیت له پیل وروسته به د کارخونې د تولید ورځنۍ وړتیا شاوخوا درې زره ټنو ته ورسېږي.
مسوولانو ويلي، د دې پروژې له فعالیت سره به شاوخوا پېنځه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د پروژې د چارو د پیل په مراسمو کې د ریاستالوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو او د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر وزیرانو هم ګډون کړی و.
د هرات د سمنټو پروژه د هېواد له لویو صنعتي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د دې ولایت خلک له کلونو راپدېخوا د هغې د استخراج او سمنټو د تولید د پیل پر تمه ول.
ویل کیږي، چې دا پروژه د هرات ښار لویدیځ ته شاوخوا ۳۰ کیلومټرۍ واټن کې د زندهجان ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري.
تازه خبرونه
په بلوڅستان کې د پاکستان ملاتړې ډلې له افغان پخوانیو امنیتي ځواکونو ګټه اخلي – راپور
دغه راپور، چې د اګست پر شپږمه خپور شوی؛ ادعا کوي، چې په بلوچستان کې «لشکر» نومې ډلې د پاکستان د امنیتي ادارو پر ملاتړ فعالیت کوي او د دغه هېواد له پوځ، سرحدي ځواکونو او استخباراتي ادارو سره یوځای په امنیتي او د پاڅونونو ضد عملیاتو کې ونډه لري.
د «پارسیا نیوز» د یوه څېړنیز راپور له مخې، د پاکستان امنیتي ادارې په بلوڅستان کې د حکومت د ملاتړ وړ وسلهوالې ډلې د خپلو امنیتي موخو د پرمخ وړلو او د بلوڅ وسلهوالو مخالفانو پر وړاندې د مبارزې لپاره کاروي او د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي هم په دغو ډلو کې جذب شوي دي.
دغه راپور، چې د اګست پر شپږمه خپور شوی؛ ادعا کوي، چې په بلوڅستان کې «لشکر» نومې ډلې د پاکستان د امنیتي ادارو پر ملاتړ فعالیت کوي او د دغه هېواد له پوځ، سرحدي ځواکونو او استخباراتي ادارو سره یوځای په امنیتي او د پاڅونونو ضد عملیاتو کې ونډه لري.
د دې څېړنې له مخې: دغه ډلې د نیابتي ځواکونو پر بڼه فعالیت کوي او پاکستان ته اجازه ورکوي؛ د امنیتي عملیاتو او پاڅونونو پر وړاندې د مبارزې یوه برخه د هغو وسلهوالو ډلو له لارې ترسره کړي، چې په رسمي ډول د دولت د جوړښت برخه نهدي.
«پارسیا نیوز» ادعا کړې: د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي، چې په ۲۰۲۱ز. کال کې د جمهوري حکومت له سقوط وروسته له افغانستان څخه ووتل؛ هم له دغو ډلو سره یوځای شوي دي.
د راپور له مخې، دغه کسان د پوځي روزنې، جګړهییزې تجربې او په سرحدي عملیاتو کې د بلدتیا له کبله د دغو شبکو لپاره ارزښتناک ځواک بلل کېږي.
په راپور کې راغلي، چې د افغان پخوانیو امنیتي ځواکونو کارول کولی شي د پاکستان ملاتړ وړ وسلهوالو ډلو ته دا زمینه برابره کړي، چې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د شمېر له رسمي زیاتولو پرته، په خپلو عملیاتو کې له تجربهلرونکو کسانو ګټه واخلي.
دغه رسنۍ همدارنګه ادعا کړې، چې د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د یوځای کېدا اصلي لامل مالي اړتیا او د ژوند د دوام لپاره د یوې لارې موندل دي؛ ځکه، چې دغه کسان د افغانستان پر وړاندې په جګړه کې له ګډون سره لېوالتیا نهلري.
تازه خبرونه
اووه خصوصي پوهنتونونه د یوه کال لپاره ځنډېدلي؛ د دوه نورو جوازونه لغوه شول
دغه وزارت ویلي، چې دا پرېکړه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د پسرلني سمسټر پر مهال په ټول هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو له ارزونې او څېړنې وروسته شوې ده.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoپه پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days agoساینسپوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoکه امریکا بیا برید وکړي، د خلیج د انرژۍ تاسیسات به تر برید لاندې راشي – ایران
-
لوبی5 days agoافغانستان له ایرلنډ سره په ۵۰آوریز لوبلړۍ کې د خپلې نړیوالې درجې د پیاوړتیا په لټه کې دی
-
لوبی4 days agoد افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ایرلینډ سره د بریالي پیل په لټه کې ده
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې پرمختګ شوی
-
تازه خبرونه3 days agoامریکا په افغانستان کې د داعش خراسان له ګواښه خبرداری ورکړ
