Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې د امریکا سفارت پر میرمنو له احتمالي افراطي بریدونو خبرداری ورکوي

خپور شوی

د

په کابل کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی، چې افراطي ډلې پر بېلابېلو موخو په ځانګړي توګه پر میرمنو د وسلوالو بریدونو د ترسره کولو په لټه کې دي.

د امریکا سفارت تېره ورځ په یوه اعلامیه کې د افراطي ډلو له احتمالي بریده خبر ورکړ.

سفارت ندي ویلي، چې کومې ډلې پر میرمنو د برید پلان لري.

د امریکا سفارت په ډاګه کړې؛ افراطي ډلې په پام کې لري، چې په افغانستان کې پر بېلابېلو موخو په ځانګړي توګه هغه فعالې میرمنې، چې په دولتي ادارو کې کار کوي؛ ښوونکې، د بشري حقونو فعالینې، دولتي چارواکې او یا حکومتي کارمندانې دي بریدونه تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حکومت او طالبانو استازي په دوحه کې د روانې اوږدې جګړې پای ته رسولو لپاره د یوې سیاسي حل لارې د موندلو لپاره مشورې تر سره کوي.

همدارنګه د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له الجزیرې سره په خبرو کې ویلي، چې دواړه خواوې باید د افغانستان د راتلونکي په اړه نه یوازې ګډې هوکړې ته ورسیږي ته ورسیږي، بلکې د ملت اراده او غوښتنه هم پلې کړي، چې په هېواد کې تلپاتې سوله خوندي او جګړه ودریږي.

تازه خبرونه

په نړیواله ټولنه کې د افغانستان له بیا یوځای کېدا ملاتړ کوو- انډونیزیا

د انډونیزیا بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د ګلورا ګوند مشر انیس مټا په «ایکس» پاڼه کې لیکلي، چې د دوشنبې پر ورځ( د اګست پر څلیریشتمه ) یې د افغانستان له شعیب بریالي سره لیدنه کړې ده.

Published

on

د انډونیزیا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ويلي، جاکارټا به په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا یو ځای کېدا له هڅو ملاتړ وکړي.

د انډونیزیا بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د ګلورا ګوند مشر انیس مټا په «ایکس» پاڼه کې لیکلي، چې د دوشنبې پر ورځ( د اګست پر څلیریشتمه ) یې د افغانستان له شعیب بریالي سره لیدنه کړې ده.

هغه ویلي، چې په دې لیدنه کې یې په مستقیم ډول په افغانستان کې د واکمنو چارواکو له‌خوا د نړیوالو ژمنو د عملي کولو او له نړیوالې ټولنې سره د افعغانستان د بیا یوځای کېدا لپاره د زمینې برابرولو په اړه د هڅو د پرمختګ لپاره خبرې کړې دي.

مټا زیاته کړې، انډونیزیا به د رغنده تعامل له لارې له دې بهیر څخه ملاتړ ته دوام ورکړي، چې د افغانستان د خلکو ژوند ښه شي، ثبات ټینګ شي او د هغوی د هوساینې لپاره زمینه برابره شي.

دغه راز په جاکارټا کې د افغانستان د سفارت سرپرست قیس بارکزي د دغو څرګندونو په غبرګون کې د انډونیزیا له رغنده تعامل څخه مننه کړې ده.

بارکزي ویلي، افغانستان له نړۍ سره پر ماناداره تعامل، د سولې او ثبات ټینګښت او په سیمه کې د همکارۍ د خوندي کولو لپاره پخپلو ژمنو ټینګار کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د ۴جي کاروونکو شمېر له ۱۰ میلیون واوښت

عنایت‌الله الکوزي په یوه انځوریز پیغام کې ویلي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۲ میلیون فعال سیم‌کارتونه شته او نږدې ۱۷ میلیون کسان له انټرنېټي خدمتونو ګټه اخلي.

Published

on

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي ويلي، په افغانستان کې د ۴جي خدمتونو د کاروونکو شمېر نږدې ۱۰ میلیون ته رسېدلی دی.

عنایت‌الله الکوزي په یوه انځوریز پیغام کې ویلي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۲ میلیون فعال سیم‌کارتونه شته او نږدې ۱۷ میلیون کسان له انټرنېټي خدمتونو ګټه اخلي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، نږدې ۱۰ میلیون کسان د ۴جي انټرنېټ له خدمتونو برخمن دي. په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا مخکې د ۴جي کاروونکو شمېر لږ څه له دوه میلیونو او د انټرنېټ د ټولو کاروونکو شمېر له ۱۰ میلیونو کم و.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مخابراتي پوښښ پراخېدا مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د پراختیا له لاملونو څخه بللي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د قطر سفیر له ترکي ډیپلومات سره د مخه‌ښۍ لیدنه وکړه

په کابل کې د قطر سفارت ویلي، چې د دغه هېواد سفیر ډاکټر میردف بن علي القاشوطي په کابل کې د ترکیې د سفارت د ډیپلوماتیک پلاوي له مرستیال بلال امره سره د مخه‌ښۍ لیدنه کړې ده.

Published

on

په افغانستان کې د قطر سفیر د ترکیې سفارت د مرستیال له دندې سره د مخه‌ښې په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو په پیاوړتیا کې د هغه پر رول ټینګار وکړ.

په کابل کې د قطر سفارت ویلي، چې د دغه هېواد سفیر ډاکټر میردف بن علي القاشوطي په کابل کې د ترکیې د سفارت د ډیپلوماتیک پلاوي له مرستیال بلال امره سره د مخه‌ښۍ لیدنه کړې ده.

دغه لیدنه په افغانستان کې د ترکي ډیپلومات د دندې له پای ته رسېدا سره هم‌مهاله شوې ده.

د قطر سفیر په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې د بلال امره له هڅو او همکاریو مننه کړې او په راتلونکو دندو کې یې ورته د بریا هیله کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!