تازه خبرونه
امنیتي بنسټونه باید د خبرو پر ځای پر عمل ټینګار وکړي – سرور دانش
د ولسمشر دوه یم مرستیال د بشري حقونو د مدافعینو په ناسته کې د هدفي وژنو او د جګړو د پراخیدو په اړه ویلي، چې وسلوالې ډلې د اغېزمنو شخصیتونو پر وژلو د وینا آزادي او د ولسواکۍ پخو بنسټونو ته زیان نشي اړولی.
نوموړي دغه راز ویلي؛ په اوسنیو سختو ورځو کې باید امنیتي ځواکونه خبرې پرېږدي او عمل وکړي.
سرور دانش د تاوتریخوالي د ډېرېدو په وایي، چې د خبرو په راتلونکي پړاو کې دې دواړه خواوې باید اوربند اعلان کړي.
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش زیاته کړې: روان ستونزمن حالات له مونږ غواړي، چې ټول د پخپلو هڅو پر پلي کولو ټینګار وکړو. د حکومت له امنیتي همکارانو غواړو، چې خپله ټوله پاملرنه د خلکو امنیت ته راواړوي؛ له خبرو ډېر عمل وکړو او هڅې څو برابره ډېرې کړو.
دوه یم مرستیال ټینګار کوي، چې طالبان باید د تاوتریخوالي د ډېرېدو او د جګړو د پراخېدو له لارې په هېواد کې د سولې مخه ډب نکړي او د خبرو په بل پړاو کې د افغانستان د جمهوري پلاوي سره یو ځای اوربند اعلان کړي.
سرور دانش وایي: په بشپړ ټینګار باید ووایو، چې د بشري حقونو ساتنه، اساسي قانون، د ښځو او سیاسي نظام دلاسته راوړنو خوندي کول د معاملې وړ ندي او د سولې خبرو د ځنډ او پرې کولو غوښتونکي نه یو. حکومت خپل ښه نیت د زرګونه بندیانو پر خوشې کولو وښود . په داسې حال کې، چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی او پراخې جګړې ته چمتووالی نیسي.
بل لور ته د هدفي وژنو په لړ کې د فیفا د اجرائیه مشر یوسف رشید ترور د بشري حقونو یو شمېر مدافعین ځورولي او وایي، چې په یو کال کې د مدني ټولنو او بشري حقونو ۲۳ مدافعین وژل شوي دي.
د حقوقو د مدافعانو او د افغانستان د مدني ټولنو د شبکې مشر عزیز رفیعي وایي: د پوره ګواښنو او نیمه ګواښونو ۵۴ دوسیې مو ثبت کړي. یوازې ۲۷ ته مو نسبي لاسرسی موندلی او نورې ډېرې دوسیې لرو ، چې باید ورته لاسرسی رامنځته شي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر ویلي: بشري حقونه ملاتړي میکانیزمونه نلري او باید ورته رامنځته شي او ورته چمتووالی ولرو پرته له دې، چې څوک یې موخه دی.
حکومت د بشري حقونو د مدافعینو د خوندیتوب لپاره یو ګډ کمیسیون جوړ کړ، چې د بشري حقونو د مخالفانو مخه نیسي.
تازه خبرونه
په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.
تازه خبرونه
که په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی
هغه په یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.
د پاکستان په ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې که ښه مشران په واک کې وای: نو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به خلکو آزاد تګ راتګ کولی شو.
هغه په یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.
اڅکزي زیاته کړې، کېدی شو؛ په سیمه کې ورته وضعیعت رامنځته شوی وای.
هغه ټینګار کړی: «دلته ستونزه څه ده؟ پنجابي په کندهار کې نڅا کوله او پښتانه دلته راتلل. که څه هم مونږ په ښکاره یو هېواد نهیوو، خو کولی مو شو په عمل کې یو هېواد واوسو.»
هغه د شوروي اتحاد او امریکا لهخوا پر افغانستان د یرغل یادونه وکړه او څرګندوي؛ افغانستان حق لري، چې له دې هېوادونو د جګړې د زیانونو او بیارغونې لپاره د تاوان غوښتنه وکړي.
دې پاکستاني سیاستوال له پښتنو سره د پاکستان د حکومت پر چلند نیوکه کړې او ادعا کوي، چې په ځینو ښارونو لکه لاهور او کراچۍ کې هغوی نیسي او جبري ایستل کیږي.
تازه خبرونه
د کونړ زلزلهځپلو ته په ننګرهار کې نمرې وویشل شوې
د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د کونړ ولایت هغو زلزلهځپلو کورنیو ته، چې د وروستۍ زلزلې له کبله یې کورونه ویجاړ شوي وه؛ د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ د ګمبیري د اړوند سیمې په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې د نوي جوړ شوي ښارګوټي استوګنیزې نمرې وېشلي دي.
د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
دغه راز په دې ښارګوټي کې د ښوونځي، مدرسې، جوماتونو، روغتیایي کلینیک او هدیرې لپاره ځانګړې ځمکې پر نښه شوې دي، چې اوسېدونکو ته د یو منظم او باعزته ژوند بشپړ چاپېریال برابر شي.
خبرپاڼه زیاتوي؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیبالله حیات حقاني د ننګرهار ولایت د والي مرستیال مولوي غلام الرحمن حیدري، د علماوو شورا رییس او د زلزلهځپلو د مرکزي کمیسیون مشر شیخ خیر محمد فاروقي، د کونړ د جهادي مدرسې مشر شیخ عبدالقهار صدیقي، د ننګرهار ولایت د مقام استازی شمس العارفین او یو شمېر نورو مسوولانو ګډون کړی و.
د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیبالله حیات حقاني دغو مراسمو ته په وینا کې ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې زلزلهځپلې کورنۍ پیاوړې کړي او د ټولنې د فعالو غړو په توګه یې وروزي، چې د مرستې له اخیستونکو څخه د مرستې کوونکو کچې ته ورسېږي.
نوموړي د دې پلان پر ارزښت ټینګار وکړ او وایي: دا «پلان هغه ګټوره نسخه ده، چې خړه دښته د سرو زرو پر ارزښت بدلوي او د انساني ټولنې د پرمختګ لپاره عملي کېږي.»
ویل کیږي، چې د ننګرهار ولایت د مقام استازي شمس العارفین څرګنده کړې، چې د ننګرهار ولایت مقام د زلزلهځپلو د ملاتړ او د یاد ښارګوټي د ښه مدیریت لپاره د هر راز همکاریو ډاډ ور کړ.
-
سوداگري5 days agoله قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoامریکا په هرمز تنګي کې د بندو کښتیو د خوندي لېږد چارې پیل کړې
-
سوداگري3 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ4 days agoسپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسلهوال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ2 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
روغتيا4 days agoد قابلو نړیواله ورځ؛ د م.م وګړو صندوق د میندو د ژغورنې لپاره د قابلو پر زیاتېدا ټینګار وکړ
