Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د بریټانیا د ۲۰ کلن شتون لګښت نږدې ۳۲ میلیارډ ډالرو ته رسیږي

خپور شوی

د

د میرور ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د انګلیستان حکومت په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د دې هېواد د جګړې مالیه ورکوونکیو ۳۱ اعشاریه ۳ میلیارډ ډالر لګښت کړی دی.

 

دفاع وزیر جیمز هیپي د پارلمان د پوښتنې په ځواب کې پر لیکنۍ بڼه څرګنده کړې؛ د ۲۰۲۱ زېږدیز کال تر می پورې د دغه هېواد له خزانې ۳۱ اعشاریه ۳ میلیارډ ډالر لګېدلي دي.

امریکا او د هغې د ناټو متحدینو په ۲۰۰۱ کې پوځي عملیات پیل کړل. دغه عمليات د همدې کال د سپټمبر د يوولسمې د تروريستي برید په غبرګون کې د پرېکنده ماموریت ځواکونو لخوا تر سره شول.

په افغانستان کې د ۲۰ کلن پوځي او امنیتي شتون بشري او مالي لګښت خورا ډیر دی. په دغو کلونو کې له۲۳۰۰ ډېر امریکایی نرینه او ښځینه سرتېري وژل شوي او له ۲۰۰۰۰ ډېر ټپیان دي. دغه راز له ۴۵۰ ډېر بریټانوي سرتېري او په سلګونه نور د نورو هېوادونو د اردو سرتیري ټپیان شوي دي.

امریکا او انګلستان په افغانستان کې له ۲۰ کلنې جګړې وروسته خپل پوځي شتون پای ته رسوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې وروستیو کې په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې له ۲۵۰۰  څخه تر ۳۵۰۰ پورې نرینه او ښځینه سرتېري به د سپټمبر تر یوولسمې له دې هېواده وځي. دغه راز بریټانیا به هم تر ټاکلې نېټې خپل ۷۵۰ سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

تازه خبرونه

چین او قطر د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي

د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د هغو ګډو نړیوالو هڅو د پیاوړتیا پر لارو چارو راوڅرخېده، چې موخه یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ښه کول دي.

Published

on

د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یو شیائویونګ د خپل سفر پر مهال د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي سره ولیدل او دواړو لوریو د افغانستان پر وروستیو بدلونونو بحث او خبرې وکړې.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د هغو ګډو نړیوالو هڅو د پیاوړتیا پر لارو چارو راوڅرخېده، چې موخه یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ښه کول دي.

په دې لیدنه کې الخلیفي ټینګار کړی، چې قطر د شخړو د سوله‌ییزو حل لارو ملاتړ کوي او په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا هڅې هڅوي.

قطر په وروستیو کلونو کې د افغانستان په چارو کې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه لرلې، چې په کې د افغان چارواکو او بهرنیو هېوادونو د استازو په ګډون د خبرو اترو کوربه‌توب هم رانغاړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال یوو – روسیه

Published

on

د روسیې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ویلي؛ مسکو له اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال کې دی او د سیمې له نورو هېوادونو غواړي، چې له کابل سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.

د اینټرفاکس خبري آژانس د راپور له مخې؛ د روسیې د امنیت شورا منشي سرګې شویګو په قرغزستان کې د شانګهای همکاریو ټولنې ناستې ته ټینګار کړی، چې مسکو له کابل سره همکاري د سیمه‌ییز امنیت او پرمختګ لپاره مهمه ګڼي.

شویګو زیاته کړې؛ روسیه د اسلامي امارت له چارواکو سره «عمل‌پاله خبرې اترې» لري، چې د امنیت، سوداګرۍ، کلتوري تبادلو او بشري مرستو برخې رانغاړي.

هغه همداراز د افغانستان په اړه د شانګهای همکاریو ټولنې د تماس ډلې د بیا فعالولو وړاندیز کړی، چې د افغانستان د اړوند مسایلو لپاره ورسره سیمه‌ییزه همغږي پیاوړې شي.

روسي چارواکي د امنیتي اندېښنو له کبله له افغانستان سره نږدې همکاري اړینه بولي.

د یادونې ده، چې روسیې د یوازني هېواد په توګه اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د برښنا شرکت مسوولانو او په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د ۵۰۰ کیلوولټ برښنالېږد مزي پر طرحې، نوي کېدونکې انرژۍ پراختیا او د افغانستان انرژۍ پراخو پانګیزو فرصتونو بحث وشو او دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

Published

on

په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي علي‌رضا بیکدلي د افغانستان برښنا شرکت له اجرائیوي رییس عبدالحق همکار سره د لیدنې پر مهال د برښنا او انرژۍ په اړه د همکاریو پر پراختیا، پانګونې، فرصتونو او ګډو پروژو خبرې وکړې.

د برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د ۵۰۰ کیلوولټ برښنالېږد مزي پر طرحې، نوي کېدونکې انرژۍ پراختیا او د افغانستان انرژۍ پراخو پانګیزو فرصتونو بحث وشو او دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

عبدالحق همکار ویلي؛ افغانستان د انرژۍ په بېلابېلو برخو کې د پانګونې اړین ظرفیتونه لري او د کابل او تهران ترمنځ د همکاریو پراختیا کولی شي د دې سکټور له دوامدار پرمختګ سره مرسته وکړي. هغه همداراز د ۵۰۰ کیلوولټ برښنا مزي پروژه د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ د تبادلې د آسانتیا لپاره یو اړین ګام وباله.

دغه راز په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست ویلي؛ هېواد یې له افغانستان سره د اقتصاد، سوداګرۍ او انرژۍ په برخو کې د همکاریو پراختیا ته لېوالتیا لري. هغه زیاته کړې، د نوي کېدونکې انرژۍ په برخه کې د همکاریو لپاره ښه فرصتونه شته، چې کولی شي سیمه‌ییزې همکاري نوره هم پیاوړې کړي.

هغه د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوي رییس ته بلنه ورکړه، چې د تخنیکي خبرو د پرمخ بېولو او د عملي اقداماتو د چټکتیا لپاره ایران ته سفر وکړي.

د دې لیدنې په پای کې د افغانستان برښنا شرکت د بدخشان له لاجوردو جوړ شوی سوغات د ایران د سفارت چارسمبالي ته ډالۍ کړ او دواړو لوریو د همکاریو د پیاوړتیا لپاره د ناستو پر دوام او نږدې همغږۍ ټینګار وکړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!