Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې ټولمنلي حکومت جوړېدونکی دی – طالبان

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۷, ۱۴۰۰

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشرتابه پلاوي غړي شېر محمد عباس ستانکزي څرګنده کړې؛ له ټولو سیاسیونو سره د ټولمنلي حکومت پر جوړېدو خبرې روانې دي او ژر به یوه منلې پایله رامنځته شي.

که څه هم دوه اوونۍ کیږي، چې طالبان په افغانستان کې واکمن دي؛ خو د نوي نظام د جوړېدو لپاره تر اوسه هڅې ښکاره پایلو ته رسیدلي ندي.

شېر محمد عباس ستانکزي هیله ښودلې، چې روانې هڅې به یوې پایلې ته ورسیږي.

نوموړی وایي: په نوي نظام کې به ټول خلک ځان وویني او په دې اړه له ټولو سیاسیونو سره خبرې روانې دي.

شېر محمد عباس ستانکزي دا راز ویلي، چې حکومت یې د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره د نږدې او دوستانه اړیکو غوښتنه لري.

یو شمېر سیاسیونو ویلي، چې طالبان باید نظام په خپل انحصار کې ونلري.

د دوی په باور یوازې ټولمنلی حکومت کولی شي؛ نړیوالې مرستې جلب کړي.

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ویلي، چې په کابل کې اوسني سیاسیون نشي کولی د راتلوونکي نظام په اړه له طالبانو سره پرېکړې ته ورسیږي.

هغه له بي بي سي سره په خبرو کې که څه هم د روانو ستونزو پر حل ټینګار کړی؛ خو وایي، چې په افغانستان کې اوسني سیاسیون لکه حامد کرزی، عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار نشي کولی د افغانستان د خلکو پر استازیتوب له طالبانو سره خبرې وکړي.

نوموړی دا درې څېرې د خلکو پر وړاندې پر دسیسو تورنوي.

عطا محمد نور وایي: ډاکټر صاحب ( غني)عبدالله عبدالله او حامد کرزي په پوره همغږۍ نظام طالبانو ته تسلیم کړی دی او یا خپله تسلیم شوي دي. د دوی پرېکړه ناشونې ده، چې ومنل شي.

د افغانستان د نجات حرکت مشر عمر زاخېلوال ویلي؛ طالبان نشي کولی په یوازې سر حکومت وکړي. دی وایي، چې د نړیوالو مرستې به په افغانستان کې د یوه ټولمنلي نظام د جوړېدو پر شرط دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت څوارلس ورځې تېریږي؛ خو اوس هم د یوه نظام د جوړېدو لپاره د طالبانو او سیاسیونو هڅې پایلې ته رسېدلي ندي. خلک هیله لري، چې ژر یو قانوني نظام ولري.

تازه خبرونه

د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو کمېدا میلیونونه کسان له بحران سره مخ کړي

د دې ادارې د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه شپږ میاشتې وروسته یوازې ۳۰ سلنه هغه بودجه ترلاسه شوې، چې د نړۍ د ۲۵۲ میلیون اړمنو کسانو له ډلې د ۱۴۳ میلیون کسانو د ملاتړ لپاره اړتیا ده.

Published

on

 

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۶ز.کال کې د نړۍ د بشري اړتیاوو له زیاتوالي سره سره د ژغورونکو مرستو د برابرولو کچه تر هر وخت ډېره ټیټه شوې ده او میلیونونه کسان په «هېر شویو ناورینونو » کې له سخت خطر سره مخ دي.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه شپږ میاشتې وروسته یوازې ۳۰ سلنه هغه بودجه ترلاسه شوې، چې د نړۍ د ۲۵۲ میلیون اړمنو کسانو له ډلې د ۱۴۳ میلیون کسانو د ملاتړ لپاره اړتیا ده.

د NRC سرمنشي یان ایګلنډ ویلي، چې ۲۰۲۶ کال د وینزویلا او سوډان په ګډون د میلیونونو کسانو لپاره «برخه‌لیک ټاکونکی کال» دی او خبرداری یې ورکړی، چې د مرستو پرله‌پسې کمښت کولی شي د «سترو انساني تلفاتو» لامل شي.

هغه زیاته کړې؛ هېوادونه باید بشري مرستې د اړتیا پر بنسټ، نه د سیاسي ملاحظاتو پر اساس ووېشي او له هغو هېوادونو یې، چې مالي سرچینې لري د بشري ناورینونو پر وړاندې له مسوولیت څخه د ډکو کړنو د تر سره کولو ِوښتنه کړې ده.

په راپور کې راغلي، چې افغانستان هم د لومړي ځل لپاره د NRC د «هېر شویو ناورینونو» په نوملړ کې شامل شوی او د بشري پروګرامونو تمویل یې شاوخوا ۱۱ سلنې ته راټیټ شوی دی.

NRC خبرداری ورکړی، چې د مرستو کمېدا په داسې حال کې ده، چې له ۲۱.۹ میلیون زیات افغانان مرستو ته اړتیا لري او میلیونونه نور هم له ګاونډ هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

دې ادارې ټینګار کړی، چې د عاجلو بشري مرستو له زیاتوالي پرته به میلیونونه کورنۍ په افغانستان او نورو ناورین ځپلیو هېوادونو کې له لوږې، بې‌کورۍ او زیاتې ناامیدۍ سره مخ شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

«مونږ له بمبارۍ او فشار نه وېرېږو او نه ماتې خورو!» -د اطلاعاتو او کلتور وزیر

هغه زیاتوي؛ مونږ هغه کسان مات کړل، چې له تاسې څخه پر پرمختللیو تجهیزاتو او عصري وسلو سمبال ول.»

Published

on

 

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېر احمد حقاني په کاپیسا ولایت کې د « خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي وړتیاوو لوړولو» سمینار ته د وینا پر مهال ویلي، چې هیڅ راز فشار او برید نه‌شي کولی د افغانانو اراده کمزورې کړي.

نوموړی وایي:« هغو کسانو ته باید وویل شي، چې زمونږ ماشومان یې د شپې پر خوب ویده ظالمانه بمبار او  «شهیدان» کړي دي؛ مونږ له بمبارۍ او سختیو نه وېرېږو.»

هغه زیاتوي؛ مونږ هغه کسان مات کړل، چې له تاسې څخه پر پرمختللیو تجهیزاتو او عصري وسلو سمبال ول.»

Continue Reading

تازه خبرونه

ازبکستان او قطر د افغانستان د تلپاتي پرمختګ پر ملاتړ ټینګار وکړ

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي، عصمت‌الله ارګاشوف، په تاشکند کې د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانسپورټ، لوژسټیک کلتوري او بشري نوښتونو په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

Published

on

 

ازبکستان او قطر په ګډه غونډه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا او د افغانستان د تلپاتي پرمختګ د ملاتړ پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي، عصمت‌الله ارګاشوف، په تاشکند کې د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانسپورټ، لوژسټیک کلتوري او بشري نوښتونو په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیمې پر وروستیو تحولاتو، د افغانستان اړوند موضوعاتو او ډېرې همغږۍ اندونه وړاندې کړي دي.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، قطر د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي رغونې د ملاتړ لپاره د تاشکند له پرله‌پسې هڅو ستاینه کړې او د سیمه‌ییز ثبات، سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي پراختیا په پیاوړتیا کې یې د ازبکستان رول اړین بللی دی.

دواړو لوریو د غونډې په پای کې د خبرو د دوام، د عملي همکاریو د پراختیا او د هغو نوښتونو پر ملاتړ ټینګار هم وکړ، چې له افغانستان سره په تړاو د سولې، اقتصادي پراختیا او د سیمه‌ییز اتصال له پیاوړتیا سره مرسته کوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117