تازه خبرونه
بیات بنیاد په کندوز کې له اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه
د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو بهیر کندوز ولایت ته رسېدلی او سلګونه اړو او جنګ ځپلیو کورنیو ته د مرستې یوه لویه ټولګه ووېشل شوه.
د بیات بنیاد مسوولینو ويلي؛ په دې مرستو کې اوړه، وریجې او غوړي دي، چې له سروې وروسته پر اړمنو کسانو ووېشل شول.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل خان وايي: مونږ کندوز ته راغلي یوو. مونږ په کندوز ولایت کې پر یو شمېر مستحقو او بې ځایه شویو کسانو اوړه، غوړي او وریجې ووېشل، چې نوملړ یې په کندوز کې د بیات بنیاد د کاري ډلې لخوا مخکې ترتیب شوی دی. زمونږ مرستې به ډېر ژر د نورو ولایتونو پر اړمنو خلکو هم ووېشل شي.
د هېواد په شمال ختيځ کې د بيات بنياد يوه استازي ويلي، چې د دې مرستو د وېش له پيل مخکې د دغه خيريه بنسټ د کاري ډلې لخوا اړمنې کورنۍ سروې شوې وې او په سلګونه کورنۍ به له دې مرستو برخمنې شي.
په شمال ختيځ کې د بيات بنياد استازي خيرمحمد سلجوق وایي: مونږ په سلګونه اړمنو کورنيو ته د مرستو د وېش لړۍ پيل کړې ده.
د دې مرستو ترلاسه کوونکي د دې مرستې د ټولګې په ترلاسه کولو خوښ دي.
د مرستې ترلاسه کوونکې لیلا وايي: ما له ۱۵ ورځو راپدیخوا پخلی ندی کړی (ما هیڅ شی ندی پوخ کړی). زه یو وزګار میړه لرم. زه پخپله ناروغه یم او په کور کې کار کوم.
د مرستې یوه بله ترلاسه کوونکې روقعیه وایي: زه اته کوچني ماشومان لرم. زه بل څوک نلرم. یوازې دا بیات بنسټ دی، چې له مونږ سره مرسته کوي.
د اسلامي امارت غړي د بیات خیریه بنسټ د مرستو له روانې لړۍ هرکلی کوي او له نورو سوداګرو او خیریه موسسو غواړی، چې په روان ژمي کې د زیانمنو شویو کورنیو لاسنیوی وکړي.
په شمال ختیځ کې د اسلامي امارت یوه غړي مولوي عبدالرقیب حقاني څرګنده کړې: زمونږ خلک له سختو ستونزو سره مخ دي. د بیات بنیاد په څېر له ټولو ملي سوداګرو څخه، چې په دې سختو وختونو کې یې د افغانستان له خلکو سره مرسته کوې؛ مننه کوم.
بیات بنیاد له دې مخکې هم د هېواد په جنوب، ختیځ او لویدیځ کې پر اړمنو کورنیو مرستې وېشلې دي.
تازه خبرونه
د سالنګونو لویې لارې د ۱۵ کیلومټره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شو
د یاد وزارت د ویاند محمد اشرف حقشناس د څرګندونو له مخې؛ دا لاره د اولنګ له سیمې پیلېږي او د جبلالسراج تر سیمې غځېږي، چې د ۱۵ کیلومټره پر اوږدوالي او ۱۲ مټره پر سور به قیر او بیاورغول شي.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، د سالنګونو لویې لارې اړوند د سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومټره سړک د بنسټیزې بیارغونې تړون له ودانیز او سړک جوړونې شرکت سره د څه باندې ۱.۲ میلیارډ افغانیو پر ارزښت لاسلیک شوی دی.
د یاد وزارت د ویاند محمد اشرف حقشناس د څرګندونو له مخې؛ دا لاره د اولنګ له سیمې پیلېږي او د جبلالسراج تر سیمې غځېږي، چې د ۱۵ کیلومټره پر اوږدوالي او ۱۲ مټره پر سور به قیر او بیاورغول شي.
حقشناس ویلي؛ په دې پروژه کې د ۵ نویو پلګوټو جوړول، د ۳۳ پلګوټو پراخول او د سړک ترڅنګ د ۶۰۰ مټرو ویالو جوړول هم شامل دي.
د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی ثاني د تړون د لاسلیک پر مهال ویلي، د سالنګونو لویه لار د هېواد له مهمو اقتصادي لارو څخه ده او باید چارې یې له معیارونو سره سمې او پخپل وخت بشپړې شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا پروژه د سالنګونو د لویې لارې د اساسي بیارغونې د پراخ پلان یوه برخه ده، چې په سویلي، شمالي او خنجان–دوشي برخو کې روانه ده.
د سالنګونو لویه لار د هېواد له مهمو ټرانسپورټي او ټرانزیټي لارو څخه ده، چې شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي او د خلکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې مهم رول لري.
International Sports
مسي د نړیوال جام په ګولوهنه کې ریکارډ جوړ کړ؛ ارجنټاین حذفي پړاو ته ولاړ
د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.
لیونل مسي د دوشنبې پر ورځ د اتریش پر وړاندې د ارجنټاین په ۲–۰ بریا کې دوه ګولونه ووهل او د نړیوال جام د تاریخ د تر ټولو ډېرو ګولونو ریکارډ یې جوړ کړ.
د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.
مسي، چې څو ورځې وروسته ۳۹ کلن کېږي. نوموړي سره له دې، چې د لوبې په پیل کې یې یوه پنالټي ضایع کړه؛ خو په مهمو شېبو کې یې ښه لوبه وکړه. د هغه کړنې ارجنټاین ته دا زمینه برابره کړه، چې د نړیوال جام په سیالیو کې خپل قوي پیل وساتي او د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو ته ووځي.
مسي اته ځله د طلایيتوپ ګټونکی پاتې شوی، په نړیوال جام کې یې په پرلهپسې شپږو لوبو کې ګولونه وهلي او د دې پړاو د پېنځه ګولونو له لرلو سره د طلایيتوپ د سیالۍ په مخکښو لوبغاړو کې دی.
د افغانستان فوټبال مینهوال کولی شي د نړیوال جام سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون له لارې وګوري.
تازه خبرونه
د افغانستان په ځینو لرې پرتو سیمو کې ژوند «ستونزمن» شوی – ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي، نږدې ۲۲ میلیون کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړ دي؛ خو د ۲۰۲۶ز. کال لپاره له ۱.۷ میلیارډ ډالرو د اړتیا وړ بودجې یوازې ۱۴ سلنه تر اوسه برابر شوې ده.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د بشري ناورین له ژورېدو سره د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ژوند ورځ تر بلې سخت شوی او په ځینو سیمو کې ان «ستونزمن» شوی دی. د دې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ وچکالي، د خوړو ناامني او د بشري مرستو د بودجې سخت کمښت میلیونونه کسان له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي، نږدې ۲۲ میلیون کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړ دي؛ خو د ۲۰۲۶ز. کال لپاره له ۱.۷ میلیارډ ډالرو د اړتیا وړ بودجې یوازې ۱۴ سلنه تر اوسه برابر شوې ده.
د اوچا د څرګندونو له مخې؛ اوږدمهاله وچکالۍ او د اوبو کمښت د هېواد په ګڼو کلیوالو سیمو کې ژوند ګډوډ کړی او ډېرې کورنۍ یې اړ کړي، چې خپل کورونه او کرنیزې ځمکې پرېږدي.
د اوچا یوې مسوولې اولګا چروکو ویلي، د بامیان په یوه کلي کې نږدې نیمايي اوسېدونکو سیمه پرېښې؛ ځکه نور د ځمکو د خړوبولو لپاره اوبه نشته او کرنیز حاصلات وچ شوي دي.
هغې د هغو کورنیو یادونه هم کړې، چې د ژوندي پاتې کېدا لپاره له ډېرو کمو امکاناتو سره شپې او ورځې سبا کوي.
نوموړې زیاته کړې، ځینې کورنۍ د سختې بېوزلۍ له کبله اړ شوي، چې پر ډېر ساده او ناکافي خوراک ژوند وکړي.
ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي. مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د خوارځواکۍ ډېرې پېښې ناوخته تشخیصېږي او یو شمېر ماشومان له روغتیايي خدمتونو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
اوچا ویلي: سره له دې، چې بودجه کمه ده؛ مرستندویه ادارو خپلې هڅې روانې ساتي.
د روان کال د جنورۍ او اپریل ترمنځ شاوخوا ۵.۹ میلیون کسانو لږ تر لږه یو ډول بشري مرسته ترلاسه کړې، چې ۳.۵ میلیون کسانو ته یې خوراکي مرستې رسېدلې دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، که نړیوالې مرستې زیاتې نهشي؛ نو په راتلونکو میاشتو کې به میلیونونه افغانان له لوږې، بېوزلۍ او بېځایه کېدو له زیات خطر سره مخ شي.
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
-
نړۍ4 days agoشمالي کوریا به خپل اټومي دریځ وساتي – کیم جونګ اون
-
International Sports4 days agoمسي د نړیوال جام په ګولوهنه کې ریکارډ جوړ کړ؛ ارجنټاین حذفي پړاو ته ولاړ
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان په ځینو لرې پرتو سیمو کې ژوند «ستونزمن» شوی – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان د هندوکش سیمه د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې ولړزوله
-
سوداگري3 days agoد افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoکه توغندي مو نهلرل، ایران به هم د غزې له برخلیک سره مخ شوی و- پزشکیان
