تازه خبرونه
د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه به راتلونکی کال پرانستل شي
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، راتلونکي کال به ټول ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانیستل شي.
هغه هېوادوالو او خویندو ته ډاډ ورکړ، چې په راتلونکي کال کې به ټول ښوونځي او پوهنتونونه پرانستل شي.
هغه زیاته کړې؛ ټول زدکړې وکړئ او پخپله پوهه د اغراضو مخه ونیسئ.
د ا.ا.ا ویاند نن پنجشنبه د اهل تشیع د یوه مشر ډاکتر جعفر مهدوی په مشرۍ ( ملي وحدت د اسلامي عدالت په رڼا کې ) تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډې ته څرګنده کړې: په افغانستان کې علما او خلک پوهیږي، چې ټولو د ستونزو د حل لپاره مټې رانغاړلي او مونږ بریالي شوو، چې له سترو بدبختیو ځانونه وژغورو او نوي پرمختګونه پیل او د سوکالۍ لپاره د حل لار ولټوو.
هغه څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د دسیسو جوړولو مخه نیولې او د خپلسریو مخ باید په ګډه ونیسو؛ خپل ملي وحدت خوندي کړو.
هغه وایي؛ اسلام اختلافاتو ته اجازه نه ورکوي او قومي تفاوتونه مو ولسي ښایست دی او ټول سره وروڼه یوو او په دې هېواد کې د ژوندانه حق لرو.
نوموړی وایي، چې مونږ کابل ښار ته له برنامی پرته رادننه شوو او د الله شکر دی، چې عمومي بښنه پلې شوه او خپل ځواکونه مو کنټرول کړل.
مجاهد دا هم وویل، چې زمونږ لومړنی کار به له ډاکټر مهدي سره د بامیان ولایت له سمڅو او مغارو د بامیانیانو راایسل او ښارګوټی ورته جوړول وي. مونږ ښه استعدادونه او وړتیاوې لرو او باید ترې ګډه ګټه پورته کړو.
هغه ويلي: زمونږ اقتصاد به په شپږ مياشتو کې وده پیل کړي.
ذبیح الله مجاهد دا ډاډ هم څرګند کړ، چې افغانستان له جګړې نوی راوتلی؛ مونږ په پام کې لرو، چې سترې پرمختیايي پروژې لکه ټاپي، کاسا زر، میس او عینک او نورې پروژې پیل کړو.
ټولو ملي او نړیوالو پروژو ته به د پلیکېدو زمینه برابره شي.
د اهل تشیع دغې جوړې شوې غونډې ته ډاکټر جعفر مهدوي د اشرف غني پېر او دوره توره او نامشروع ونوموله او څرګندوي، چې غني په هېواد کې قومي نفاق ته لمن وهلې، د هېواد خرانه یې تشه کړې او بیا یې د تېښتې لار غوره وګڼله.
ډاکټر مهدوي په دې ناسته کې له اسلامي امارته د ملاتړ تر څنګ څرګنده کړه، چې په نوي کال کې به مونږ ان شالله له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د پیل لیدونکي او په دې سیاسي فرصت کې به د ګډو هڅو شاهدان وو.
ډاکټر مهدوي د اسلامي امارت یو لړ لاسته راوړنو ته په نغوته کې ویلي، چې د افغانستان په اسلامي امارت کې د هېواد ټول مجاهدین خپله ونډه لري او ډېر ژر به د ټول هېواد سیاسي او فرهنګي څېرې هم په دې حکومت کې ځانونه وګوري.
تازه خبرونه
یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مړینې له ګواښ سره مخ دي- یونیسف
یونیسف د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون ماشومان له سختې او ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او که بېړنۍ پاملرنه ورته ونهشي، ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي.
یونیسف د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي تاجالدین ایوالي ویلي، شاوخوا یو میلیون ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته دي، چې د حادې لوږې له تر ټولو خطرناکو بڼو څخه ده.
هغه په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې:« که درملنه یې ونهشي او هڅې چټکې نهکړو، یو میلیون ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ کیږي.»
ایوالي زیاته کړې، په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ کړکېچ د خرابېدا په حال کې دی او د روان کال له پیل راپدېخوا له ۵۰۰ زره څخه ډېرو ماشومانو د منځنۍ او سختې خوارځواکۍ له ګبله په روغتونونو کې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا پیدا کړې ده.
د یونیسف د څرګندونو له مخې: نږدې ۴۰ سلنه هغه ماشومان، چې د سختې خوارځواکۍ او له هغې سره د تړلو روغتیايي ستونزو له کبله په روغتونونو کې بسترېږي؛ له شپږ میاشتو کم عمره ماشومان دي. همداراز له دوه کلونو کم عمره ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ۸۰ سلنې څخه ډېر دي.
ایوالي ویلي، خوارځواکي په افغانستان کې د کمعمره ماشومانو د مړینې په زیاتېدا کې مهم رول لري.
دې وضعیت پر روغتونونو هم فشار زیات کړی دی.
د تېر کال په جولای کې د سختې خوارځواکۍ شاوخوا ۶ زره پېښې ثبت شوې وې؛ خو د سږ کال په جولای کې دا شمېر نږدې یو پر درېیمه برخه زیات شوی او له ۸ زره اوښتی دی.
ایوالي ویلي، د افغانستان په ځینو سویلي سیمو کې روغتونونه اوس په هره موجوده بستره کې درې یا څلور سخت خوارځواکي ماشومان مني.
تازه خبرونه
د بګرامۍ او چارآسیاب ولسوالۍ د کابل ښار ناحیې کیږي
د کابل ښاروالۍ یوه چارواکي نعمتالله بارکزي بيبيسي ته ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې هم د ښار د پراختیا او هم د لوړپوړیو ودانیو د جوړولو له پلوه د پام وړ وده کړې ده.
تازه خبرونه
امیر خان متقي له کویټي سوداګریز شرکت سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د کویټ د السایر سوداګریز شرکت له اجرائیوي مرستیال محمد ناصر السایر سره د افغانستان پر اوسني وضعیت، امنیت، ثبات او د سوداګرۍ او پانګونې رامنځته شویو فرصتونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.
ناصر السایر هم افغانستان ته له خپل سفر خوښي څرګنده کړه او وایي، چې غواړي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پیل کړي.
هغه ویلي، چې شرکت یې پلان لري له افغانستان څخه کویټ او نورو بازارونو ته وچې او تازه مېوې صادرې کړي.
دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا، د تګ راتګ پر آسانتیا او په افغانستان کې د شته پانګونې فرصتونو پر اغېزمنې کارونې ټینګار وکړ.
-
تازه خبرونه5 days agoافغان پلاوي په بیلاروس کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه
-
سوداگري3 days agoد افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ کموالی د پېښور سوداګریز چاپېریال ګواښي – ډاننیوز
-
نړۍ2 days agoایران زما د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه- نتانیاهو
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او تاجکستان پر پوله به پوځي فعالیتونو ته اجازه ور نهکړ شي – ذبیحالله مجاهد
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران د امریکا نوي بندیزونه«د بېوسۍ نښه» بللې
-
تازه خبرونه2 days agoپه نړیواله ټولنه کې د افغانستان له بیا یوځای کېدا ملاتړ کوو- انډونیزیا
-
تازه خبرونه4 days agoولې منځګړي د افغانستان او پاکستان په اوربند ټینګولو کې پاتې راغلل؟
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۹ ته ورسېدې – د روغتیا نړیواله ټولنه
