Connect with us

نړۍ

ایران به په ډېر لږ وخت کې د اتومي وسلو لرونکی شي – راپور

خپور شوی

د

رویټرز د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې ایران به په ډېر لږ وخت کې د اټومي وسلو د جوړولو لپاره په پوره کچه یورانیم غني کړي.

امریکايي چارواکو ته دا مسله د اندېښنې وړ ښکاره شوې ده.

یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو پر شرط ویلي، چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو لپاره لږ وخت ته اړتیا لري.

دغه چارواکي ویلي: وخت یې په رښتیا رالنډ شوی او حتمي لنډ دی.

دغه راز په دوبۍ کې د امریکا د خزانې یوه چارواکي د خصوصي شرکتونو مشرانو ته ویلي، چې پر ایران بندیزونه باید له پامه ونه غورزول شي.

هغه زیاته کړې: که تاسې بندیزونه لغوه کړئ، امریکا به له تاسې سره ګوري او ښې پایلې به ونلري.

نړۍ

امریکا په ټوله نړۍ کې د ویزې مرکه وځنډوله

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، دې وزارت په ټولو امریکايي سفارتونو او قونسلګریو کې د روزنې نوی پروګرام پیل کړی دی، چې د پلي کېدا لپاره به یې د ویزې د خدمتونو مهال‌وېش بدل شي.

Published

on

 

د کډوالۍ د سختو کړنو په اړه د امریکا حکومت په ټوله نړۍ کې د ویزې مرکه لنډمهالې درولې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، دې وزارت په ټولو امریکايي سفارتونو او قونسلګریو کې د روزنې نوی پروګرام پیل کړی دی، چې د پلي کېدا لپاره به یې د ویزې د خدمتونو مهال‌وېش بدل شي.

ټرمپ د خپلې دوه‌یمې ولسمشرۍ پر مهال د کډوالۍ په اړه سخته تګلاره غوره کړې؛ دا پروګرام د کډوالو جبري ایستل، د ویزو او شینو کارتونو لغوه کول او د بېلابېلو دلایلو له مخې د ځینو کډوالو د غوښتنلیکونو ردول رانغاړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ له دې روزنې موخه د قونسلګرۍ له کارکوونکو سره مرسته ده، چې د ویزې غوښتنلیکونه پوره وڅېړي او هغه غوښتونکي وپېژني، چې ښايي په راتلونکي کې د امریکا پر دولتي مرستو متکي شي.

فایننشل ټایمز مخکې راپور ورکړی؛ د کډوالۍ د ویزو ځینو هغو غوښتونکو، چې په امریکايي سفارتونو او قونسلګریو کې یې د مرکې وخت اخیستی و؛ برېښنالیکونه ترلاسه کړي او د خپلو مرکو د وخت له بدلون څخه خبر شوي دي.

د دې ورځپاڼې د څرګندونو له مخې، د مرکو نوې نېټې به وروسته اعلان شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کیږي، چې د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ تګلارې له حقوقي مخالفتونو سره هم مخ دي.

یوه امریکايي قاضي د جمعې پر ورځ د ۷۵ هېوادونو د غوښتونکو لپاره د کډوالۍ ویزو د صادرولو ځنډول لغوه کړل او څرګندوي، چې دا اقدام د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له قانوني واک څخه اوښتی دی.

د بشري حقونو ډلو هم د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ تګلارې تبعیضي بللې او ویلي یې دي، چې دا اقدامات د بیان پر آزادۍ او د کډوالو پر قانوني حقونو اغېز کولی شي.

ټرمپ د ۲۰۲۴ز.کال د ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې له ناقانونه کډوالۍ سره به مبارزه کوي؛ خو حکومت یې د دې ترڅنګ د قانوني کډوالۍ ځینې بهیرونه هم سخت کړي دي.

Continue Reading

نړۍ

ایران زما د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه- نتانیاهو

نتانیاهو د دوشنبې پر ورځ له یوې اسرائیلي شبکې سره په ټیلیفوني مرکه کې ویلي؛ ایران د هغه یو زوی پر نښه کړی و او هڅه یې کړې وه، چې«ویې وژني».

Published

on

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ادعا کړې، چې ایران د هغه د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه؛ خو د دې ادعا د وخت څرنګوالي او د دغه پلان د پلي کېدا د کچې په اړه یې جزئیات نه‌دي ورکړي.

نتانیاهو د دوشنبې پر ورځ له یوې اسرائیلي شبکې سره په ټیلیفوني مرکه کې ویلي؛ ایران د هغه یو زوی پر نښه کړی و او هڅه یې کړې وه، چې«ویې وژني».

هغه ویلي:« ایران هڅه وکړه، چې زما یو زوی ووژني؛ له همدې کبله د امنیت ټینګول تجمل نه‌دی.»

د اسرائیلو لومړي وزیر څرګنده کړې نه‌ده، چې د هغه کوم زوی پر نښه شوی و؛ دا پېښه څه وخت شوې او د ایران ادعا شوی پلان تر کومې کچې پلي کېدا ته نږدې شوی و.

یائیر د نتانیاهو مشر زوی د امریکا په میامي ښار کې ژوند کوي.

په ملګرو ملتونو ټولنه کې د ایران استازولۍ هم د دې راپور تر خپرېدو پورې د دغې ادعا په اړه د نظر ورکولو غوښتنې ته ځواب نه‌و ورکړی.

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته کېږي، چې په فبرورۍ میاشت کې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل سره د ایران او اسرائیلو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

نتانیاهو همداراز ویلي، چې د اسرائیلو د کورني امنیت ادارې مشر ډیویډ زیني ته یې امر کړی، چې د لومړي وزیرۍ ټولو نوماندانو ته د هغوی د اړتیا وړ امنیتي تدابیر برابر کړي.

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو پر بنسټ ګادي آیزنکوت، چې د نتانیاهو له سیاسي سیالانو څخه دی؛ یوه هغه څېره ده، چې د اوکټوبر اووه‌ویشتمې ټاکنو ته په درشل کې یې د امنیت ټینګولو موضوع مطرح شوې ده.

Continue Reading

نړۍ

له اوکراین سره ۸۵ میلیارډ کرونه مرسته کوو – ناروې

د ناروې د حکومت د خبرپاڼې له مخې؛ په ۲۰۲۷ز.کال کې د اوکراین لپاره د ځانګړې شوې مرستې کچه به د ۲۰۲۶ز.کال له مالي مرستو سره برابره وي.

Published

on

د ناروې حکومت اعلان کړی: په ۲۰۲۷ز.مالي کال کې به له اوکراین سره ۸۵ میلیارډ کرونه، چې شاوخوا ۹.۲ میلیارډ ډالره کېږي؛ مالي مرسته وکړي.

د ناروې د حکومت د خبرپاڼې له مخې؛ په ۲۰۲۷ز.کال کې د اوکراین لپاره د ځانګړې شوې مرستې کچه به د ۲۰۲۶ز.کال له مالي مرستو سره برابره وي.

دا اعلان په داسې حال کې کېږي، چې د ناروې لومړي وزیر یوناس ګار سټوره د یکشنبې پر ورځ د شمالي اروپا او بالټیک سیمې د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره یوځای کیف ته تللی، چې له روسیې سره په جګړه کې له اوکراین څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.

د روسیې او اوکراین جګړه په داسې وخت کې څلور نیمو کلونو ته نږدې کېږي، چې دواړو لوریو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي او د یو بل اقتصادي بنسټیزې ودانۍ او بېخبناوې؛ ان له جګړه‌ییزو کرښو څخه په لرې سیمو کې پر نښه کوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!