نړۍ
د نیویارک ښار د مترو په تمځي کې د رامنځته شوي وسلوال برید د بریدګر لټون روان دی
د بیویارک پولیسو د سې شنبې پر ورځ ( د وري ۲۳ / د اپریل ۱۲ ) د یوه وسلوال سړي پلټنه پیل کړې، چې د دغه ښار د مترو په تمځي کې یې دوه لوګي پورته کوونکي بمونه واچول او بیا یې پر چټک ریل ډزې وکړې.
پولیسو ویلي؛ په دغه سهارني برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ټپیان شوي.
سرچینې زیاته کړې، چې د ښار په ټرانزیټي سیسټم کې د تاوتریخوالي د رامنځته کوونکي وسلوال برید ګر د پېژندلو او نیولو هڅې هم چټکې روانې دي.
پولیسو ویلي؛ ګومان کیږي، چې برید کوونکی یوازې و؛ خو د پېښې له سیمې تښتیدلی دی.
ویل کیږي، چې برید د منهټن پر لوري د تل لارې په ان لاین کې د بروکلین د سانسیټ پارک ته نږدې رامنځته شوی دی.
پولیسو ویلي، چې ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او کورنۍ یې تمه لري، چې ټپیان یې ژوندي پاتې شي.
د عیني شاهدانو دڅرګندونو له مخې؛ بریدکوونکي له نارنجي واسکټ، شنې امنیتي خولۍ او د جراحۍ ماسکه برخمن و.
پولیسو ویلي؛ برید کوونکي ۳۳ ډزې کړي او یو شمېر تجهیزات ترې پاتې شوي هم دي.
د یادونې ده، چې پولیسو تر دې دمه پر بریدګر د تروریست شک ندی کړی او د برید انګېزه هم ناڅرګنده پاتې ده.
نړۍ
اسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
د راپور له مخې؛ دغه اډه د اسرائیلو د هوايي ځواک لپاره د ملاتړ او لوژستیکي مرکز په توګه کارېده او هلته ځانګړي ځواکونه او د لټون او ژغورنې ډلې هم ځای پر ځای شوې وې، چې که اسرائیلي پیلوټان راوغورځېږي؛ چټک به عملیات ترسره کړي.
نړۍ
امریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
په سپینهماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا به د هوکړې د هلو ځلو په چوکاټ کې له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي.
په سپینهماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د فشارونو یو مهم هدف دا دی، چې ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي راوګرځوي.
ویل کېږي، چې ایران تر اوسه ۹۰۰ پونډه (۴۰۸ کیلوګرامه) غني شويو یورانیم نهدي سپارلي.
نړۍ
ایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
ترمپ په سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د ایران پوځي بېوسۍ ته ګوته نېولې او څرګندوي؛ تهران باید «د ماتې منلو سپین بیرغ» پورته کړي، خو «د غرور له کبله دا کار نهکوي».
ترمپ په سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.
هغه ټینګار کړی، چې تهران ښکاره سخت دریځ ښيي؛ خو د پردې ترشاه د هوکړې غوښتونکی دی.
نوموړي همداراز په سیمه کې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري محاصره او فشارونه ستایي او وایي، چې دا ګامونه پایله ورکوونکې دي.
ترمپ د اوربند د ماتېدا د شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: مقابل لوری «پوهېږي، چې کوم کار باید ونهکړي» او که سرغړونه وشي؛ د امریکا غبرګون به څرګند وي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ اوس هم روان دی او د بحران د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.
-
تازه خبرونه19 hours agoجاپان افغانانو ته د زدهکړې نوي بورسونه اعلان کړل
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ5 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
نړۍ2 days agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
-
تازه خبرونه1 day agoد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د اسلامي خطي نسخو په اړه د آیسسکو په علمي غونډه کې ګډون وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoپه قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
-
تازه خبرونه2 days agoپه انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoکه په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی
